پنټاګون: د ایران دفاعي او صنعتي بنسټونه «په بشپړ ډول» ویجاړ شوي دي

د امریکا د دفاع وزیر پیټ هیګست، ادعا کړې چې له ایران سره د امریکا جګړې د دغه هېواد وړتیا د توغندیو او نورو پرمختللو وسلو په جوړولو کې «په بشپړ ډول» له منځه وړې ده.

By
پنټاګون: د ایران دفاعي او صنعتي بنسټونه «په بشپړ ډول» ویجاړ شوي دي / Reuters

د امریکا او ایران ترمنځ د دوه اوونیز اوربند له اعلان وروسته، هیګست د چهارشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل: «موږ د ایران دفاعي صنعتي اډه، چې زموږ د ماموریت یو اصلي ستون و، په بشپړ ډول له منځه یووړه. دوی نور نشي کولی توغندي، راکټونه، توغندي ویشتونکي (لانچرونه) یا ډرون الوتکې جوړې کړي؛ ځکه د دوی فابریکې له خاورو سره خاورې شوې دي او په تاریخي ډول شاته پاتې شوي دي.»

هیګست زیاته کړه چې که ایران د امریکا شرایط نه وای منلي، نو د دوی راتلونکي اهداف به د ایران د برېښناکوټونه، پلونه او د تېلو او انرژۍ بنسټیز تاسیسات وو.

د ایران د وسلو ۹۰ سلنه فابریکې له منځه تللې دي
لوړپوړي امریکايي جنرال، ډان کین، چې د هیګست تر څنګ یې خبرې کولې، د اوښتو زیانونو په اړه جزیات ورکړل. هغه وویل چې د ایران شاوخوا ۹۰ سلنه د وسلو فابریکې، تر ۸۰ سلنې زیات د توغندیو مرکزونه او نږدې ۸۰ سلنه اټومي صنعتي اډې ویشتل شوې دي. هغه وویل: «هغه هره فابریکه چې "شاهد" بریدګر ډرونونه یې تولیدول، په نښه شوې ده.»

امریکايي ځواکونه تیارسي حالت کې دي
جنرال کین وویل چې امریکايي ځواکونو د جګړې پر مهال له ۱۳،۰۰۰ څخه زیات اهداف ویشتلي، چې په پایله کې یې د ایران ۸۰ سلنه هوايي دفاع، ۴۵۰ د بالستیک توغندیو د ساتنې ځایونه او ۸۰۰ د بریدګرو ډرونونو ذخیرې ویجاړې شوې دي.

نوموړي ټینګار وکړ چې دا اوربند یوازې یوه "وقفه" ده او که امر ورته وشي، امریکايي ځواکونه بېرته بریدونو ته پوره چمتووالی لري.

هیګست خبرداری ورکړ چې واشنګټن د ایران بډایه شوي یورانیم تر څارنې لاندې لري او که تهران هغه ور ونه سپاري، امریکا به یې په خپله له منځه یوسي. هغه وویل: «موږ پوهېږو چې دوی څه لري، او دوی هم پوهیږي چې موږ پرې خبر یو. دوی به یا دا یورانیم موږ ته سپاري او یا به یې موږ په خپله اخلو او له منځه به یې وړو.» پدې سره هغه یو ځل بیا د نظامي بریدونو احتمال ته اشاره وکړه.