اقتصاد
4 د لوستلو دقیقې
تورکیې په هنګري کې د تیلو او طبعي ګازو د پلټنې او تولید چارې پیل کړې
د تورکیې دولتي شرکت "ترکش پټرولیم کارپوریشن" او د هنګري د نفتو شرکت به د یوې نوې هوکړې له مخې په هنګري کې په دوو ځایونو کې د تېلو او طبیعي ګاز د پلټنې او تولید چارې پیل کړي.
تورکیې په هنګري کې د تیلو او طبعي ګازو د پلټنې او تولید چارې پیل کړې
Bayraktar also highlighted Türkiye’s first gas export to a non-neighbouring country through a deal between Turkish Petroleum Pipeline Corporation (BOTAS) and Hungary’s MVM in 2023. / TRT World

د تورکیې د انرژۍ او طبیعي سرچینو وزیر، الپ ارسلان بیرقدار، د چهارشنبې په ورځ په بوداپست کې د لاسلیک مراسمو وروسته د هنګري د بهرنیو چارو وزیر پیټر سیجارتو سره په یوه خبري غونډه کې وویل: "د تورکیې او هنګري ترمنځ دوه اړخیزه همکاري په ډېرو برخو کې په لوړه کچه روانه ده، چې انرژي د دې همکارۍ یوه مهمه برخه ده."

بیرقدار زیاته کړه چې دا همکاري له ډېرو کلونو راهیسې روانه ده او ویې ویل: "نن ورځ یو ځانګړی مهم پړاو ته رسیدلي یو. موږ د هغه تړون لاسلیک شاهدان وو چې د تورکیې پټرولیم لپاره په اروپا کې لومړنی پانګونه ګڼل کېدای شي."

هغه وویل: د ترکش پټرولیم کارپوریشن او  هنګري د نتفو شرکت ترمنځ همکاري به په لا پیاوړې شي او هیله ده چې په راتلونکو کلونو کې دوام وکړي." هغه زیاته کړه چې دا همکاري به په نورو دریمو هېوادونو کې هم پراخه شي، له افریقا څخه تر آسیا او منځني ختیځ پورې.

د تورکیې وزیر وویل چې دواړه هېوادونه د ورته ننګونو سره مخ دي، ځکه چې تورکیه او هنګري په وارداتي انرژۍ ډېره تکیه لري.

بیرقدار د لویدیځې اروپا د دوشنبې ورځې د برېښنا قطع کیدو ته په اشارې سره د انرژۍ امنیت اهمیت ته اشاره وکړه او ویې ویل: "د انرژۍ د امنیت د تضمین لپاره، موږ باید خپله همکاري پیاوړې او پراخه کړو."

په یوه داسې نړۍ کې چې د سوداګرۍ تګلارې بدلېږي او ګمرکي تعرفې لوړېږي، د انرژۍ امنیت "تر بل هر وخت ډېر مهم" دی.

بیرقدار د ۲۰۲۳ کال په ترڅ کې د تورکیې د ګازو لومړني صادراتو ته اشاره وکړه چې د تورکیې د پټرولیم پایپ لاین کارپوریشن او د هنګري هیواد ترمنځ د یوې هوکړې له لارې ترسره شول.

هغه زیاته کړه: "د هغه ستراتیژیکې پرېکړې په رڼا کې چې موږ په ګډه کړې، موږ باور لرو چې د تورکیې او هنګري د انرژۍ شرکتونه کولی شي د ګازو په سوداګرۍ او عرضه کې نه یوازې په هنګري بلکې په ټوله اروپا کې مهم رول ولوبوي."

بیرقدار د هنګري په یوه کنسورټیم کې د تورکیې د یوې کمپنۍ د ګډون په تړاو وروستي تړون ته په اشارې سره وویل چې تورکیه د تېلو او ګازو، برېښنا او اټومي انرژۍ په برخه کې د همکارۍ د پیاوړتیا لپاره بشپړ ژمنه ده.

د هنګري د بهرنیو چارو او سوداګرۍ وزیر پیټر سیجارتو وویل چې دواړه هېوادونه د انرژۍ په برخه کې نوي پړاو ته رسېدلي دي.

هغه وویل: "نن ورځ، د هنګري د انرژۍ امنیت پرته له تورکیې ممکن نه دی."

هغه زیاته کړه: "یوازې په دې کال کې، موږ ټولټال ۲.۵ میلیارد مکعب متره طبیعي ګاز ترلاسه کړ. که چیرې د ترک سټریم پایپ لاین په خپل وخت نه وای جوړ شوی، موږ به د اوکراین د کړکېچ وروسته له جدي ستونزو سره مخ شوي وای."

د ترک سټریم پایپ لاین چې په ۲۰۲۰ کال کې د تورکیې او روسیې ترمنځ د یوې هوکړې له مخې جوړ شو، د ۲۰۲۰ او ۲۰۲۴ کلونو ترمنځ تورکیې ته ۴۴.۴ میلیارد مکعب متره ګاز او اروپا ته ۵۹.۸ میلیارد مکعب متره ګاز انتقال کړی دی.

سیجارتو زیاته کړه چې د  تورکیې  او هنګري د انرژۍ د شرکتونو ترمنځ تړون به نه یوازې په هنګري کې د تېلو د تولید همکاري پیل کړي، بلکې په دریمو هېوادونو کې به هم پراخه شي.

په همدې حال کې، بیرقدار په X کې په یوه پوسټ کې وویل چې  ترکش پټرولیم کارپوریشن"  او هنګري د نفتو شرکت "په هنګري کې د بوزساک او تاماسي د سیمې په بلاکونو کې د هایدروکاربنونو د پلټنې حق ترلاسه کړ."

هغه زیاته کړه: "د 'کنسیشن تړون' په لاسلیک سره چې نن په بوداپست کې ترسره شو، موږ خپله همکاري رسمي کړه. موږ هیله لرو چې دا لاسلیکونه به د نوو فرصتونو دروازې پرانیزي او د دواړو هېوادونو لپاره ګټور وي."

 

وپلټۍ
اسیا د ایران د جګړې له امله د انرژۍ د شاکونو دویمې څپې ته چمتووالی نیسي
د تورکیې دفاعي شرکتونو د ساحا ۲۰۲۶ نندارتون کې د نږدې ۸ میلیارد ډالرو صادراتو تړونونه لاسلیک کړل
د اماراتو له خوا د اوپک (OPEC) پرېښودل؛ پر دغه سازمان لویه ضربه او د تېلو په بازار کې بدلونونه
د ایران په وړاندې د امریکا لخوا د بندیزونو د پراخېدو له امله د تېلو بیې لوړې شوې
د انرژۍ د نړیوالې ادارې مشر: د هرمز تنګي د بندېدو له امله هره ورځ ۱۳ میلیونه بیرله تېل له لاسه وتلي
د جرمني لومړي وزیر میرز خبرداری: د ایران جګړه به تلپاتې اقتصادي زیانونه واړوي
اوزبیکستان له افغانستان سره د غوراوي سوداګرۍ تړون تایید کړ
پر ایران د جګړې په دوام سره د تېلو بیې په هر بیرل کې له ۱۰۵ ډالرو واوښتې
د طالبانو حکومت د پاکستاني دارو ګانو د بدیل د موندولو  په اړه اعلان افغانستان د درملو بازار ولړزاوه
په استانبول کې د ځوانو سوداګرو نړیواله کنګره  ترسره شوه
چین په ۲۰۲۵ کال کې د نړۍ تر ټولو ستر بېړۍ جوړوونکی هېواد شو
وینزویلا د تېلو په سکتور کې د اصلاحاتو له لارې بهرني پانګونې د ۱.۴ میلیارد ډالرو ته زیاتوي
اروپا کې د لومړي ځل لپاره په ډسمبر میاشت کې د بشپړ برېښنايي موټرو پلور له پټرولي موټرو څخه واوښت
د تورکیې د مرکزي بانک زیرمې د لومړي ځل لپاره له ۲۰۰ ملیارد ډالرو څخه واوښتې
په ۲۰۲۵ کال کې د میلیاردرانو شتمني نوره هم ډیره شوې.
لومړی وزیر مرز خبرداری ورکوي چې د جرمني اقتصاد د ودې له درېدو سره په یوه څلورلارې کې قرار لري.
روسیې سږ کال منځنۍ اسیا او افغانستان ته د مایع ګازو صادرات نږدې دوه برابره کړي دي
د نړیوالو کړکیچونو په منځ کې د سرو زرو بیه د لومړي ځل لپاره له ۴۵۰۰ ډالرو څخه پورته شوه
وینزویلا ادعا کوي چې د امریکا د «امپریالیستي ناقانونه کړنو» سره سره یې د تېلو هدف ترلاسه کړی دی
په هالنډ کې د پنځو کلونو په اوږدو کې د لومړي ځل لپاره د فقر کچه لوړه شوې ده