منځنی ختیځ
2 د لوستلو دقیقې
غیرقانوني اسرائیلي میشتو کډوالو د اشغال شوې لویدیځې غاړې پر یو کلي برید کې دوه فلسطینیان ووژل
د فلسطیني چارواکو په وینا، د یکشنبې په ورځ ناوخته د اشغال شوې لویدیځې غاړې رام الله ته څېرمه د "دیر جریر" پر کلي د غیرقانوني اسرائیلي میشتو کډوالو په برید کې دوه فلسطینیان وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.
غیرقانوني اسرائیلي میشتو کډوالو د اشغال شوې لویدیځې غاړې پر یو کلي برید کې دوه فلسطینیان ووژل
غیرقانوني اسرائیلي میشتو کډوالو د اشغال شوې لویدیځې غاړې پر یو کلي برید کې دوه فلسطینیان ووژل

د فلسطیني چارواکو په وینا، غیرقانوني اسرائیلي میشتو کډوالو رام الله ته څېرمه د "دیر جریر" پر کلي د برید پر مهال ډزې کړې دي.
د فلسطیني چارواکو په وینا، د یکشنبې په ورځ ناوخته د اشغال شوې لویدیځې غاړې رام الله ته څېرمه د "دیر جریر" پر کلي د غیرقانوني اسرائیلي میشتو کډوالو په برید کې دوه فلسطینیان وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.

د فلسطین د روغتیا وزارت وژل شوي کسان ۵۳ کلن عوده عبدالرحیم عوده فرخنه او ۲۶ کلن احمد عادل رشید ابو مخ په نومونو پېژندلي او ویلي یې دي چې دوی د اسرائیلیانو په ډزو وژل شوي دي.

تر دې وړاندې، د فلسطین سرې میاشتې ټولنې ویلي وو چې د دوی کارکوونکو یو تن چې په نس کې یې د مرمۍ لګېدو له امله حالت نازک و، روغتون ته انتقال کړی او د لېږد پر مهال یې ورته د ژغورنې لومړنۍ طبي مرستې هم ورکړې وې.

دغې ټولنې وروسته وویل چې یو بل کس هم چې پر زنګون په مرمۍ لګېدلی و، روغتون ته وړل شوی؛ او وروسته یې اعلان وکړ چې کارکوونکو یې د یوه بل ۵۵ کلن قرباني د انتقال پر مهال هم د هغه د زړه د بیا فعالولوهڅه کوله.

پر فلسطینیانو د اسرائیلي بریدونو زیاتوالی
د فلسطین رسمي خبري اژانس "وفا" ویلي چې د رام الله او البیره ولایتونو په بېلابېلو ښارګوټو او کلو کې د فلسطینیانو او د هغوی پر ملکیتونو د غیرقانوني اسرائیلي میشته کونکو په بریدونو کې زیاتوالی راغلی دی. په دغو بریدونو کې فزیکي ځورونه، ډزې، د اور اچونې پېښې او د اسرائیلي پوځ تر ملاتړ لاندې پر کرنیزو ځمکو بریدونه شامل دي.

د فلسطیني رسمي شمېرو له مخې، اسرائیلي پوځ او غیرقانوني میشته کونکو د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په میاشت کې په غزه کې د نسل وژنې له پیل راهیسې په اشغال شوې لویدیځې غاړه کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی، چې په پایله کې یې لږ تر لږه ۱۱۸۱ فلسطینیان وژل شوي، ۱۳۰۰۰ ټپیان شوي او نږدې ۲۴۰۰۰ نور نیول شوي دي.

وپلټۍ
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د سکرو په کان کې چاودنې په لسګونو کسان ووژل
ټرمپ اعلان وکړ چې د 'سولې بورډ' د حماس د وسلو پر مځکه د ایښودو هوکړې ته رسېدلی دی
ولسمشر اردوغان د لبنان له ولسمشر جوزف عون سره لیدنه وکړه
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران په اردن کې د امریکا پر یوې اډې د برید خبر ورکړی
چین ایران ته د توغندیو د توغولو سیسټمونو د لېږد خبر رد کړ: "له حقیقت لیرې دی"
له اروپایي ټولنې څخه د اوکراین سره د ۳.۴۷ میلیارده یورو دفاعي مرسته
داعش د افغانستان په شمال ختیځ کې د یوه طالب چارواکي د وژلو مسؤلیت پر غاړه واخیست
د ایران سپاه پاسداران: "تر هغه چې د امریکا لاسوهنې دوام ولري، د هرمز تنګی به بېرته پرانه نیستل شي"
اېټالیا او سعودي عربستان په غزه کې د دایمي اوربند غوښتنه وکړه او د لوېدیځې غاړې  الحاق يي رد کړ
په اوکراین کې د روسیې په توغندیزو بریدونو کې د ماشومانو په ګډون ۶ تنه وژل شوي دي
د پاکستان په شمال لوېدیځ کې پر امنیتي پوستې د برید په نتیجه کې ۹ تنو پولیسو ژوند د لاسه ورکړ.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
په تورکیه کې د ژوند اوسط عمر ۷۸.۵ کلونو ته لوړ شو
د اسرائیل پوځ په غزه کې په یوه جومات د برید کولو او ویجاړولو باندې اعتراف وکړ