د غزې جګړه
2 د لوستلو دقیقې
د اسرائیل لخوا لږ تر لږه دولس فلسطینیان، چې شپږ يي ماشومان دي په غزه کې ووژل شول
د اسرائیل لخوا د غزې د اتصالي لارو د بندولو له امله، په دې جګړه کې په بشپړه توګه ویجاړه شوې سیمه کې د خوړو جدي قحطي پیل شوې ده.
د اسرائیل لخوا لږ تر لږه دولس فلسطینیان، چې شپږ يي ماشومان دي په غزه کې ووژل شول
/ Reuters

د چهارشنبې په سهار د اسرائیلي بریدونو په ترڅ کې دولس نور فلسطینیان، چې شپږ تنه ماشومان هم پکې شامل دي، وژل شوي دي. دا بریدونه په جګړه ځپلې غزه کې د کورونو او ملکي وګړو پر ډلو ترسره شوي.

د طبي سرچینو په وینا، د غزې په شمال کې  د النجار کورنۍ پر کور د اسرائیلو د  هوايي برید په ترڅ کې اته فلسطینیان، چې شپږ ماشومان هم پکې شامل دي، ووژل شول.

په مرکزي غزه کې د بریج کډوالو کمپ په یوه اپارتمان د اسرائیلو برید په ترڅ کې یو پلار او زوی ووژل شول. دا معلومات هم د طبي سرچینو له خوا ورکړل شوي دي.

د عیني شاهدانو په وینا، په دې سیمه کې د نورو لا درکه شویو کسانو د موندلو لپاره د ژغورنې عملیات دوام لري.

په جنوبي غزه کې، د خان یونس په سیمه کې د ملکي وګړو پر یوې ډلې د اسرائیلي برید په ترڅ کې دوه فلسطینیان، چې یوه ښځه هم پکې شامله ده، ووژل شول. دا معلومات د طبي سرچینو له خوا ورکړل شوي دي.

د چهارشنبې د ورځې دا بریدونه په داسې حال کې ترسره شول چې اسرائیلو د مارچ له پیل راهیسې د غزې لارې د بشري مرستو لپاره تړلې دي، چې په دې جګړه ځپلې سیمه کې د خوراکي توکو سخت کمښت رامنځته کړی دی.

د اسرائیلي پوځ لخوا د مارچ په ۱۸مه په غزه ناڅاپي هوايي بریدونه پیل شول، چې نږدې ۸۰۰ کسان یې ووژل او له ۱۶۰۰ څخه زیات یې ټپیان کړل، سره له دې چې د جنورۍ په میاشت کې د اوربند او بندیانو د تبادلې تړون نافذ شوی و.

د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر راهیسې د اسرائیلي پوځ د وحشیانه بریدونو په ترڅ کې په غزه کې له ۵۰,۱۰۰ څخه زیات فلسطینیان، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي، وژل شوي او له ۱۱۳,۷۰۰ څخه زیات ټپیان شوي دي.

وپلټۍ
د چین د سیچوان ایالت کې د ودانۍ د دېوال ړنګېدو له امله ۵ کسان وژل شوي
د هند په لویدیځ بنګال ایالت کې په یوه هوټل کې د اورلګېدنې له امله نهه کسان مړه شوي دي
ټرمپ یو داسې انځور خپور کړ چې د هرمز تنګی د "امریکا د خاورې" په توګه ښيي
په کابل کې پر یوه تعلیمي مرکز کې د چاودنې له امله  لږ تر لږه ۴۲ ماشومان ټپیان شوي دي.
لاوروف وايي روسیه او شمالي کوریا د نوي څو قطبي نړیوال نظم په لټه کې دي
اسرائیلو د سوریې په ادلیب ولایت کې د ابو ظهور پوځي هوايي ډګر بمبار کړ
د تورکیې ولسمشر اردوغان د امریکا له ولسمشر ټرمپ سره ټلیفوني خبرې وکړې
ټرمپ ګواښ کړی که چیرې عمان د امریکا او ایران د خبرو اترو په لاره کې مداخله وکړي نو بمبار به یې کړي
پر غزې د اسرائیلو په بریدونو کې د وژل شویو شمېر ۷۳ زره ۳۹۹ تنو ته ورسېد
پاپ لیو څوارلسم په لویدیځه غاړه کې د فلسطینیانو پر وړاندې داسرائیلو تاوتریخوالي د ختمولو غوښتنه وکړه
ملګري ملتونه: د پولې له بندېدو سره سره، تر ۷۰۰ ډېرې د مرستو لارۍ افغانستان ته داخلې شوې
حماس په غزه کې د اوربند د تړون د دایمي کولو لپاره قاهرې ته ځي
ایران د امریکايي سرتېرو د نیولو یا وژلو لپاره ۳۰،۰۰۰ ډالره انعام اعلان کړ
تورکیې"دوست او ورور" هیواد پاکستان ته د خپلواکۍ د ورځې مبارکي ورکړه.
ولسمشر اردوغان د عدالت او پراختیا ګوند ۲۵ کلن مزل د تورکیې لپاره یو "تاریخي بدلون" وباله