نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
امریکا مرستیال ولسمشر د امریکا د تعرفو تر سیوری لاندې د سوداګریزې تړون لپاره هند ته ځي
د امریکا مرستیال ولسمشر جی ډي وینس د دوشنبې په ورځ هند ته د څلور ورځني سفر لپاره روان شو.  نوموړی پداسې حال کې نوي ډیلي ته سفر کوي چې هند غواړي  د سره د سوداګرۍ  لومړنۍ موافقه ترلاسه کړي او د ټرمپ لخوا لوړ شوي امریکایي تعرفې کمې کړي.
امریکا مرستیال ولسمشر د امریکا د تعرفو تر سیوری لاندې د سوداګریزې تړون لپاره هند ته ځي
The US vice president is accompanied by his family, including his wife Usha, who is the daughter of Indian immigrants. / Photo: Reuters / Reuters

د وینس سفر دوه میاشتې وروسته له هغه ترسره کېږي چې د هند لومړي وزیر نریندرا مودي د سپینې ماڼۍ په غونډه کې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره خبرې وکړې.

د وینس د سفر په مهال به هغه په نوي ډیلي کې له مودي سره وګوري او همدارنګه د آګره ښار ته به سفر وکړي، چېرته چې د تاج محل سپین مرمري مقبره موقعیت لري، کوم چې د مغلي مسلمان امپراتور لخوا جوړ شوی و.

د امریکا مرستیال ولسمشر سره پدې سفر کې د هغه میرمن چې هندي تباره ده ملګرتیا کوي.

تمه کېږي چې ۷۴ کلن مودي او ۴۰ کلن وینس به "د دوه اړخیزو اړیکو پرمختګ وڅېړي" او همدارنګه "د سیمې او نړۍ په هغو پرمختګونو خبرې وکړي چې دواړو ته په زړه پورې دي.

هند او امریکا د سوداګرۍ د یوې موافقې په اړه خبرې کوي، چې نوی ډیلي هیله لري د تعرفو د ۹۰ ورځني ځنډ په موده کې یې ترلاسه کړي، کوم چې ټرمپ د روانې میاشتې په پیل کې اعلان کړی و.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندھیر جایسوال تېره اوونۍ خبریالانو ته وویل: "موږ ددې سفر په اړه ډیر خوشبینه یو چې زموږ دوه اړخیزو اړیکو ته به نوی پرمختګ ورکړي."

د وینس سفر په داسې حال کې ترسره کېږي چې د امریکا او چین ترمنځ د سوداګرۍ جګړه مخ په زیاتېدو ده.

د هند ګاونډی او سیال هېواد د امریکا لخوا په ډېرو محصولاتو باندې د ۱۴۵ سلنې تعرفې سره مخ دی.

بیجینګ په ځواب کې د امریکا پر توکو ۱۲۵ سلنه تعرفې لګولې دي.

هند تر اوسه په دې اړه په احتیاط سره غبرګون ښودلی دی.

د تعرفو له اعلان وروسته، د هند د سوداګرۍ وزارت وویل چې دا موضوع په دقت سره څېړي او زیاته یې کړه چې "هغه فرصتونه هم مطالعه کوي چې ممکن رامنځته شي".

مودي، چې په فبرورۍ کې یې سپینې ماڼۍ ته سفر کړی و، د ټرمپ سره ښې اړیکې لري، چا چې ویلي و چې د هند له مشر سره یې "ځانګړې اړیکه" ده.

ټرمپ د تعرفو د اعلان پر مهال وویل چې مودي یې "لوی دوست" دی، خو زیاته یې کړه چې هغه "موږ سره سم چلند نه دی کړی".

مودي د واشنګټن د سفر پر مهال وویل چې د نړۍ تر ټولو لوی او پنځم لوی اقتصادونه به د "متقابلې ګټې سوداګریزې موافقې" باندې کار وکړي.

په داسې حال کې چې امریکا د هند د معلوماتي ټکنالوژۍ او خدماتو سکتورونو لپاره یو مهم بازار دی، واشنګټن په وروستیو کلونو کې نوي ډیلي ته د میلیاردونو ډالرو پوځي تجهیزاتو پلور کړی دی.

ټرمپ ممکن د روان کال په وروستیو کې هند ته سفر وکړي.

وپلټۍ
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د امنیتي اندېښنو له امله په توره بحیره کې د اوکراین په بندرونو کې د سوداګریزو کښتیو تګ راتګ ودرېد
د ایران ولسمشر پزشکيان او د عراق لومړي وزیر زیدي د دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې وکړې
د هند لومړي وزیر د کانکور ازموینې سوالونو  افشا کوونکو ته د "سمدستي سزا" ورکولو امر وکړ
جاپان هیله ښودلې چې له فلسطین سره نړیوال ملاتړ نور هم زیات شي
د روسیې او امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو د اوکراین پر کړکېچ خبرې وکړې
امریکا په منځني ختیځ کې د جګړې له تودېدو سره پر ایراني پوځي اهدافو نوي بریدونه پیل کړل
په افغانستان ، پاکستان او هند کې د سختو بارانونو له امله د مړو شمېر مخ په زیاتېدو دی.
د یمن د حوثیانو لخوا په سره سمندرګي کې د سعودي عربستان پر ټانکرونو برید
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ممداني له فدرالي حکومت غوښتنه وکړه چې نتانیاهو ونیسي؛ وایي دوی یې د نیولو واک نه لري
د تورکیې د والیبال بریا؛ د ښځو او نارینه وو ملي لوبډلې د ملتونو لیګ (VNL) پایلوبو ته ورسېدې
په سومالیا کې د ترکي پوځیانو د دندې موده د نورو ۲ کلونو لپاره وغځول شوه
د امریکا د دفاع وزیر هیګسټ: له ایران سره د جګړې لګښت "۳۷.۵ میلیارده ډالرو ته لوړ شوی"
د روسیې په سویل کې د "وایلدبریز" پر لوجستیکي مرکزونو د بې پیلوټه الوتکو برید وشو