نوې سوریه
2 د لوستلو دقیقې
د اسرائیلو قاتل  پوځ په دمشق کې د ولسمشرۍ ماڼۍ او د سوریې د لوی درستیزوالي پر ودانۍ برید وکړ.
اسرائیلو د سوریې د ولسمشرۍ ماڼۍ او لوی درستیزوالۍ په ودانۍ د برید سربیره په یو زیات شمیر برخو بریدونه وکړل
د اسرائیلو قاتل  پوځ په دمشق کې د ولسمشرۍ ماڼۍ او د سوریې د لوی درستیزوالي پر ودانۍ برید وکړ.
/ AFP

یو بم د لوی درستیزوالۍ په دخولي  دروازه کې ولګید، چې دوه کسان یې ټپیان کړل.

همداشان وروسته د دفاع وزارت شاته انګړ هم بمبار کړ.

د اسرائیلو پوځ په دمشق باندې د برید مسؤلیت په غاړه واخیست. اسرائیلي پوځ اعلان وکړ چې دوی د سوریې د لوی درستزوالۍ دخولي دروازه په نښه کړې او د سوریې سره پولې ته به اضافي ځواکونه واستوي. د اسوشیتید پرس د خبر له مخې په دمشق کې یوه بله چاودنه هم اوریدل شوې ده. دا هم راپور ورکړل شوی چې اسرائیلي پوځ په دمشق کې د سوریې د ولسمشرۍ ماڼۍ ته نږدې سیمه په یوه برید کې په نښه کړې چې ادعا یې کوله "خبرداری" دی. په دمشق باندې هوایی برید په ژوندۍ بڼه په تلویزیون خپرونو کې هم ښودل شوې ده .

د سوریې د روغتیا وزارت ویلي دي چې په پلازمینه دمشق باندې د اسرائیلو په برید کې یوتن ژوند د لاسه ورکړی او ۱۸ تنه نور ټپیان شوي دي.

ویل کیږي اسرائیلو د پلازمینې دمشق نه وروسته په درعا ښار باندې هم برید کړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د برید په اړه لومړنۍ څرګندونې وکړې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر روبیو د اسرائیلو لخوا په سوریې د بریدونو په اړه اندیښنه وښوده. هغه وویل چې  د دواړو لوریو سره د تماس په حال کې دي.

په سوریه باندې د اسرائیلو د بریدونو وروسته، د اروپایي اتحادیې  کمیسیون ویاند انوار ال انوني په ټولو بهرنیو لوبغاړو غږ وکړ چې د سوریې ځمکنۍ بشپړتیا او حاکمیت ته درناوی وکړي. د اروپايي اتحادیې د بهرني عمل خدماتو د یوې اعلامیې له مخې، ال انوني وویل چې اروپايي اتحادیه د سویدا په سویلي ښار کې د نښتو په اړه اندیښمنه ده او د ملکي وګړو په نښه کولو تاوتریخوالي غندي. ال انوني په خواوو غږ وکړ چې د سویدا په ښار کې پرون د اوربند تړون سره سم عمل وکړي، پرته له تبعیض څخه د ملکي وګړو ساتنه وکړي، او د کرکې وینا پای ته ورسوي. هغه وویل چې د سوریې نوې اداره په سیمه کې د تاوتریخوالي کمولو، د ارامۍ راوستلو او د ټولو عاملینو د حساب ورکولو مسؤلیت لري.

د بله پلوه جرمني هم له اسرائیلو څخه په سوریه کې د بې ثباتۍ ته د لمن وهلو نه د لاس اخیستو غږ کړی دی.

وپلټۍ
د یونس امره انسټیټیوټ لخوا د تورکي ژبې د مهارت نړیواله ازموینه (TYS)
په کاناډا کې پر یوه جومات وسله وال برید شوی
د روسیې لخوا جوړ شوي د سرطان واکسین په لومړنیو کلینیکي ازموینو کې مثبته پایله ورکړه
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د سکرو په کان کې چاودنې په لسګونو کسان ووژل
ټرمپ اعلان وکړ چې د 'سولې بورډ' د حماس د وسلو پر مځکه د ایښودو هوکړې ته رسېدلی دی
ولسمشر اردوغان د لبنان له ولسمشر جوزف عون سره لیدنه وکړه
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران په اردن کې د امریکا پر یوې اډې د برید خبر ورکړی
چین ایران ته د توغندیو د توغولو سیسټمونو د لېږد خبر رد کړ: "له حقیقت لیرې دی"
له اروپایي ټولنې څخه د اوکراین سره د ۳.۴۷ میلیارده یورو دفاعي مرسته
داعش د افغانستان په شمال ختیځ کې د یوه طالب چارواکي د وژلو مسؤلیت پر غاړه واخیست
د ایران سپاه پاسداران: "تر هغه چې د امریکا لاسوهنې دوام ولري، د هرمز تنګی به بېرته پرانه نیستل شي"
اېټالیا او سعودي عربستان په غزه کې د دایمي اوربند غوښتنه وکړه او د لوېدیځې غاړې  الحاق يي رد کړ
په اوکراین کې د روسیې په توغندیزو بریدونو کې د ماشومانو په ګډون ۶ تنه وژل شوي دي
د پاکستان په شمال لوېدیځ کې پر امنیتي پوستې د برید په نتیجه کې ۹ تنو پولیسو ژوند د لاسه ورکړ.