منځنی ختیځ
3 د لوستلو دقیقې
د فلسطین مرکزي شورا د فلسطین د ولسمشر لپاره د مرستیال د ټاکلو منظوري ورکړه.
د فلسطین مرکزي شورا د فلسطین د ولسمشر د مرستیال د تشکیل د رامنځته کولو او ټاکلو منظوري ورکړه.
د فلسطین مرکزي شورا د فلسطین د ولسمشر لپاره د مرستیال د ټاکلو منظوري ورکړه.
Palestinian President Mahmoud Abbas attends Palestine Liberation Organization (PLO) Central Council meeting in Ramallah / AA
25 اپریل 2025

د فلسطین رسمي خبري اژانس وفا راپور ورکړ  چې د فلسطین د مرکزي شورا غړو د پنجشنبې په ورځ په پراخه اکثریت سره د فلسطین د ازادۍ سازمان د اجرائیه کمیټې او د فلسطین د دولت د ولسمشر لپاره د مرستیال ولسمشر د مقام د جوړولو په په اړه  رایه ورکړه.

د دې پرېکړې له مخې، مرستیال ولسمشر به د اجرائیه کمیټې له غړو څخه وټاکل شي، چې د کمیټې د مشر (محمود عباس) لخوا نوماند کېږي او د غړو لخوا تصویب کېږي. ولسمشر ته واک ورکړل شوی چې مرستیال ته دندې وسپاري، له دندې ګوښه کړي او یا يي استعفا ومني.

وفا خبري اژانس  زیاته کړه چې ۱۷۰ غړو د دې پرېکړې په حق کې رایه ورکړه، یو غړي مخالفت وکړ او بل غړي ممتنع رایه ورکړه. رایې په حضوري ډول او د زوم له لارې ورکړل شوې.

د فلسطین ولسمشر محمود عباس تیره میاشت په قاهره کې د فلسطین په اړه  په جوړه شوې  یوې  بیړنۍ  غونډه کې د  وینا په ترڅ کې وویل چې فلسطیني مشرتابه د "دولت د مشرتابه جوړښت بیا جوړولو" په لور ګامونه اخلي.

د مرکزي شورا غونډې د اشغال شوي لویدیځې غاړې په رام الله ښار کې د فلسطین د ولسمشرۍ په مرکز کې د دویمې او وروستۍ ورځې لپاره دوام وکړ.

مرکزي شورا د فلسطین د ازادۍ سازمان د ملي شورا یوه دایمي اداره ده چې ځینې واکونه ورته سپارل شوي دي.

د فلسطیني ډلو بایکاټ

دا غونډه د فلسطین د مهمو ډلو لخوا بایکاټ شوه.

د فلسطین د ازادۍ لپاره د ولسي جبهې د خپلې نشتوالي دلیل دا وباله چې د شورا غونډه "یوه جزوي ګام دی چې د خبرو اترو په پړاوونو کې د ټاکل شویو ګامونو ځای نشي نیولی، کوم چې څو ځله ځنډول شوي دي."

خو ولسي جبهې "د فتح او ټولو ملي او اسلامي ځواکونو سره د خبرو اترو د دوام ژمنه وکړه ترڅو د ملي یووالي د جوړولو لپاره د ملي پروګرام او ستراتیژۍ پر بنسټ کار وشي."

ولسي جبهه د الفتح د جبهې څخه وروسته دویمه لویه ډله ده، چې د ملګرو ملتونو او عربي لیګ لخوا د فلسطیني خلکو د یوازیني مشروع استازي په توګه پېژندل شوې ده.  د ویلو ده چې د الفتح سازمان په ۱۹۶۴ کال کې د دې لپاره جوړ شو چې فلسطینیان په نړیوالو فورمونو کې استازیتوب وکړي.

د فلسطین د ازادۍ لپاره د ډیموکراتیکې جبهې چې د د الفتح سازمان څخه وروسته  درېیمه لویه ډله ده، د مرکزي شورا له غونډو څخه د وتلو اعلان وکړ، د دې دلیل یې "د غونډې له جوړېدو مخکې د خبرو اترو د لږ تر لږه کچې نشتوالی" وباله.

دا پرمختګونه وروسته له هغې مخې ته راغلل چې عباس د ۲۰۲۴ کال په نوامبر کې د یوې اساسي اعلامیې په خپرولو سره وویل چې د فلسطین د ملي شورا مشر، به د فلسطین د ادارې د ولسمشر د څوکۍ د تشې په صورت کې د ولسمشرۍ دنده په موقت ډول پر غاړه واخلي.

د حماس غبرګون

فلسطین ډلې حماس وویل، "د فلسطین د مرکزي شورا د غونډې پایلې د ملي کچې ژوره ناهیلې څرګندوي."

په بیان کې ویل شوي، "دې د فلسطیني خلکو د یووالي هیلو ته پاملرنه ونه کړه، په ځانګړې توګه د غزې په تړانګه کې د اسرائیلي نسل وژنې او د لویدیځې غاړې او بیت المقدس په اړه د ګواښونو د زیاتوالي په منځ کې."

وپلټۍ
تورکیې ته په لاره د ایران لخوا راتوغول شوی بالستیک توغندی په هوا کې شنډ او له منځه یوړل شو.
روسیې او چین د جګړې پر مهال د ایران له نوي مشر مجتبی خامنه اي نه د ملاتړ ژمنه وکړه
په بلجیم کې د یوې چاودنې له امله کنیسه (د یهودانو عبادت ځای) زیانمنه شوې. پولیس وایي څوک نه دي ټپیان
پر ایران د جګړې په دوام سره د تېلو بیې په هر بیرل کې له ۱۰۵ ډالرو واوښتې
امريکا په سعودي عربستان کې د خپل سفارت کارکوونکو ته د دې هیواد نه د  وتلو امر وکړ
ټرمپ ادعا کوي امریکا د ایران سمندري ځواک له منځه وړی او د توغندیو ډېری توغونکي مرکزونه یې ویجاړ کړي
ایران  مجتبی خامنه اي د علي خامنه اي زوی د نوي ستر مذهبي مشر په توګه اعلان کړ .
په اوسلو کې د امریکا په سفارت چاودنه شوې ده
د امریکا ولسمشر د ایران سره د روانې جګړې په اړه د بریتانیا مرسته رد کړه
ایران د امریکایي سرتېرو د نیولو ادعا کوي، خو امریکا یې ردوي
فیدان: تورکیې د ایران د جګړې پای ته رسولو لپاره ډیپلوماسي ګړندۍ کړې ده
په واڼه کې د پولیسو پر موټر د سړک غاړې ماین چاودنې ۴ تنه ووژل او په لسګونو نور یې ټپیان کړل
د ایران مشر د نه تسلیمېدو هوډ څرګند کړ او له ګاونډیو هېوادونو یې بښنه وغوښته
اردوغان او میلوني د منځني ختیځ د کړکېچ په ترڅ کې پر سیمه ییزو تاوتریخوالو خبرې وکړې
د تورکیې بهرنیو چارو وزارت: په منځني ختیځ کې د خپلو وګړو د امنیت خوندي کولو لپاره ګامونه پورته کوو