نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
ایټالیا د لامپیدوسا ټاپو ته نږدې د کډوالو د کښتۍ د ډوبیدو له امله ګڼشمیر کډوالو ژوند د لاسه ورکړی دی
د ایټالیا د ANSA خبري اژانس د چهارشنبې په ورځ راپور ورکړ چې د ایټالیا د لامپیدوسا ټاپو ته نږدې په مدیترانې سمندر کې د یوې وړې کښتۍ د ډوبیدو له امله ۱۹ تنو ناقانونه کډوالو ژوند د لاسه ورکړی او څو نور په نازک حالت کې دي.
ایټالیا د لامپیدوسا ټاپو ته نږدې د کډوالو د کښتۍ د ډوبیدو له امله ګڼشمیر کډوالو ژوند د لاسه ورکړی دی
ایټالیا د لامپیدوسا ټاپو ته نږدې د کډوالو د کښتۍ د ډوبیدو له امله ګڼشمیر کډوالو ژوند د لاسه ورکړی دی / AP

لامپیدوسا د مدیترانې سمندر د کډوالۍ په لاره کې یو له اصلي تمځایونو څخه پاتې شوی، چیرې چې اروپا ته د سفر پر مهال د کښتیو د ډوبیدو یا په اوبو کې د بند پاتې کیدو له امله وخت ناوخته خونړۍ پېښې رامنځته کیږي.

د ایټالیا د ANSA خبري اژانس د چهارشنبې په ورځ راپور ورکړ چې د ایټالیا د لامپیدوسا ټاپو ته نږدې په مدیترانې سمندر کې د یوې وړې کښتۍ د ډوبیدو له امله ۱۹ تنو ناقانونه کډوالو ژوند د لاسه ورکړی او څو نور په نازک حالت کې دي.

د یاد اژانس په حواله، د ایټالیا ساحلي ساتونکو ویلي چې بیړنیو خدماتو په کښتۍ کې ۱۹ جسدونه او ۵ نور کډوال چې روغتیايي حالت یې خورا خراب و، موندلي دي. همدارنګه ۵۸ نور کسان ژغورل شوي دي.

د ژغورنې دا عملیات د سهار په لومړنیو ساعتونو کې له لامپیدوسا څخه د ۸۵ سمندري میله لیرې پیل شول. د ساحلي ساتونکو یوې ګزمې کښتۍ د پېښې ځای ته ځان ورساوه او په نازک حالت کې ژوندي پاتې شوي کسان یې د بېړنۍ درملنې لپاره ټاپو ته انتقال کړل.

تر اوسه د مړینې دقیق لامل او شرایط نه دي روښانه شوي. که څه هم، ANSA راپور ورکړی چې دې کډوالو څو ورځې وړاندې د لیبیا له ساحل څخه د اروپا په لور حرکت کړی و.

لامپیدوسا له اوږدې مودې راهیسې د هغو کډوالو لپاره چې غواړي له افریقا څخه د مدیترانې له لارې اروپا ته لاړ شي، د ننوتلو یو مهم مرکز دی. په دې لاره کې ډیری وخت د کښتیو د ډوبیدو یا په سمندر کې د بند پاتې کیدو له امله د خلکو د مړینې خبرونه ورکول کیږي.

وپلټۍ
د تورکیې ولسمشر اردوغان د امریکا له ولسمشر ټرمپ سره ټلیفوني خبرې وکړې
ټرمپ ګواښ کړی که چیرې عمان د امریکا او ایران د خبرو اترو په لاره کې مداخله وکړي نو بمبار به یې کړي
پر غزې د اسرائیلو په بریدونو کې د وژل شویو شمېر ۷۳ زره ۳۹۹ تنو ته ورسېد
پاپ لیو څوارلسم په لویدیځه غاړه کې د فلسطینیانو پر وړاندې داسرائیلو تاوتریخوالي د ختمولو غوښتنه وکړه
ملګري ملتونه: د پولې له بندېدو سره سره، تر ۷۰۰ ډېرې د مرستو لارۍ افغانستان ته داخلې شوې
حماس په غزه کې د اوربند د تړون د دایمي کولو لپاره قاهرې ته ځي
ایران د امریکايي سرتېرو د نیولو یا وژلو لپاره ۳۰،۰۰۰ ډالره انعام اعلان کړ
تورکیې"دوست او ورور" هیواد پاکستان ته د خپلواکۍ د ورځې مبارکي ورکړه.
ولسمشر اردوغان د عدالت او پراختیا ګوند ۲۵ کلن مزل د تورکیې لپاره یو "تاریخي بدلون" وباله
زاخارووا: موږ له تورکیې څخه د سولې وړاندیزونه په دقت سره ارزوو
تورکیې د علي خان کوریش جنايي ډلې پر خلاف پراخه عملیات ترسره کړل.
اردوغان وویل چې د اروپايي ټولنې له خوا د ګمرکي اتحادیې او ویزو د ازادولو ګامونه د هرې خوا په ګټه دی
په کولمبیا کې د ډیرې زورورې زلزلې له امله په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
ټرمپ وايي که ایران د جګړې تاوان غواړي ، امریکا لخوا له ایران نه د تاوان غوښتنه کوي
د تورکیې په شرناق ولایت کې د ټیکنو فیسټ (TEKNOFEST) د بې پیلوټه الوتکو سیالۍ پیل شوې