نړۍ
5 د لوستلو دقیقې
"ستر برید" د کیف ښار په تیارو کې ډوب کړ.
د اوکراین پلازمېنه کیف د جمعې په سهار د هغه څه له امله په تیارو کې ډوب شو چې د دغه هېواد هوايي ځواک "ستر برید" وباله، ځکه چې راپورونه ښيي روسیې د کیف پر بنسټیزو تاسیساتو برید کړی او د اوبو او برېښنا عرضه یې پرې کړې ده.
"ستر برید" د کیف ښار په تیارو کې ډوب کړ.
د روسیې اوکراین جګړه / AP
10 اکتوبر 2025

"ستر برید" د کیف ښار په تیارو کې ډوب کړ.

د روسیې د توغندیو او بې‌ پیلوټه الوتکو پرله‌پسې بریدونو د اوکراین پلازمېنه کیف له برېښنا او اوبو بې ‌برخې کړې ده، او چارواکي د انرژۍ بحران د ژوریدو او د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د زیاتوالي خبرداری ورکوي.

د اوکراین پلازمېنه کیف د جمعې په سهار د هغه څه له امله په تیارو کې ډوب شو چې د دغه هېواد هوايي ځواک "ستر برید" وباله، ځکه چې راپورونه ښيي روسیې د کیف پر بنسټیزو تاسیساتو برید کړی او د اوبو او برېښنا عرضه یې پرې کړې ده.

د فرانسې خبري اژانس (AFP) خبریالانو په کیف کې د جمعې په ورځ څو زورور چاودنې واورېدې او د ښار په بېلابېلو سیمو کې یې د برېښنا پرې کېدل تجربه کړل.

د اوکراین هوایی ځواک وویل: "د هیواد پلازمینه د دښمن د بالستیک توغندیو برید او د دښمن د ډرونونو لخوا د لوی برید لاندې ده ،" او له کیف میشتو خلکو یې وغوښتل چې په پناه‌ ځایونو کې پاتې شي.

د کیف ښاروال ویټالي کلیچکو وویل چې روسي ځواکونو د ښار پر "حیاتي بنسټیزو تاسیساتو" برید کړی او لږ تر لږه نهه تنه یې ټپیان کړي، چې له هغو څخه پنځه کسان روغتون ته لېږدول شوي دي.

کلیچکو په ټیلیګرام کې لیکلي: "د پلازمېنې کیڼ اړخ له برېښنا بې ‌برخې دی. د اوبو د رسولو په برخه کې هم ستونزې شته."

د اوکراین د انرژۍ وزیرې سویتلانا ګرینچک وویل چې روسي ځواکونه د برېښنا پر شبکه "ستر برید" ترسره کړ.

هغې په فېسبوک کې لیکلي: "د انرژۍ کارکوونکي د منفي پایلو د کمولو لپاره ټول اړین اقدامات ترسره کوي."

هغې وویل: " هرڅومره ژر چې د امنیت شرایط اجازه ورکړي، د انرژۍ کارکوونکي به د برید د پایلو د معلومولو او د بیارغونې کارونه پیل کړي."

د راتلونکي هایپرسونیک "کینژال" توغندي د احتمالي برید له وېرې ـ چې کشف او نیول یې ډېر ګران دی ـ اوکراین د جمعې په ورځ په ټول هېواد کې عمومي خبرداری اعلان کړ.

د سیمې د پوځي ادارې مشر ایوان فیدوروف د معلوماتو له مخې، روسیې د شپې په ترڅ کې د زاپوریژیا په سوېل ختیځه سیمه کې لږ تر لږه اووه بې ‌پیلوټه بریدونه ترسره کړي، چې له امله یې یو اووه کلن ماشوم وژل شوی او لږ تر لږه درې تنه نور ټپیان شوي دي.

'د ګډوډۍ رامنځته کول'

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د پنجشنبې په ورځ وویل چې مسکو هڅه کوي د انرژۍ د تاسیساتو او رېل ‌پټلۍ د فلج کولو له لارې "ګډوډي رامنځته کړي او رواني فشار زیات کړي."

زیلینسکي زیاته کړه چې د روان کال روسي بریدونو د اوکراین د ګازو پر زېربناوو دروند فشار راوستی، او که بریدونه دوام ومومي، کېدای شي هېواد اړ شي چې واردات زیات کړي.

اوکراین هم د روسیې پر خاوره د بې ‌پیلوټه الوتکو او توغندیو بریدونه زیات کړي دي.

د روسیې په سرحدي سیمه بلګورود کې د بریښنا په یوه سټیشن باندې د اوکراین برید هم د بریښنا قطع کیدو لامل شو.

روسیې د پنجشنبې په ورځ پر اوکراین تور ولګاوه چې د جګړې له لومړۍ کرښې سره نېږدې هغه نل ‌لیکه یې خرابه کړې چې د امونیا موادو د صادراتو لپاره اوکراین ته انتقالوله، او له امله یې زهري ګاز خپور شوی دی.

روسي چارواکو یو ویډیو خپره کړه چې پکې د ځمکې له یوې برخې څخه د کیمیاوي موادو ورېځې خپریږي.

د لومړۍ کرښې ایستنې (تخلیې)

اوکرایني چارواکو د دونیتسک په سیمه کې د کیف تر کنټرول لاندې تر ټولو لوی ملکي ښار، کراماتورسک، څخه د ماشومانو او د هغوی د سرپرستانو د ایستلو امر ورکړی دی.

په سلوویانسک ښار کې، چې هغه هم د اوکراین تر کنټرول لاندې د دونباس یوه بله سیمه ده، ښاروال وروستیو کې ماشومانو او مشرانو ته سپارښتنه کړې چې ښار پرېږدي، د انرژۍ پر سیستم د بریدونو له امله.

اوکرایني چارواکو ادعا کړې چې روسیه په وروستیو میاشتو کې په زیاتېدونکې توګه کوچني، ارزانه او د لومړۍ ‌کس ‌د ‌لید (FPV) ډرونونه کاروي، چې د اوږدې جګړې پر مخامخ کرښه یې د جګړې بڼه په ډراماتیک ډول بدله کړې ده.

د اوکراین یو پلاوی چې مشري یې لومړۍ وزيره یولیا سویریدینکو کوي، تمه ده د راتلونکې اونۍ په پیل کې متحده ایالاتو ته لاړ شي، څو د نورو موضوعاتو تر څنګ د روسیې د زیاتېدونکو بریدونو تر سیوري لاندې د انرژۍ او هوايي دفاع په اړه خبرې وکړي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ وویل چې واشنګټن او د ناټو متحدین "د جګړې د پای ته رسولو لپاره فشار زیاتوي"، خو د هغه هڅې چې د روسیې له ولادیمیر پوتین سره د اوربند لپاره خبرې وکړي، تر اوسه بریالۍ شوې نه دي.

ټرمپ د اګست په میاشت کې په الاسکا کې د پوتین کوربه توب وکړ، چې له هغې وروسته د روسیې بریدونه پر اوکراین زیات شول.

روسیې دا اونۍ وویل چې د سولې د هوکړې پر لور حرکت تر ډېره له منځه تللی دی

وپلټۍ
د امریکا میسیسیپي ایالت په ښوونځیو کې د غبرګو وسله وال بریدونو سره ولړزید.
تحریک طالبان پاکستان د پاکستان په شمال لویدیځ کې د بریدونو مسئولیت په غاړه واخیست.
په امریکا کې د چاودیدونکو توکو په فابریکه کې د چاودنې له امله په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
د پاکستان په شمال لوېدیځ کې د پولیسو پر روزنیز مرکز ځانمرګی برید شوی
سپینه ماڼۍ : "د نوبل کمیټې ثابته کړه چې دوی سیاست ته پر سوله لومړیتوب ورکوي."
د امریکا د ولسمشر ټرمپ د نوبل د سولې جایزې خوب په سیند لاهو شو. جایزه ماریا کورینا ماچادو وګټله
د پاکستان پوځ د افغانستان پولې ته څېرمه د اکتوبر د ۷مې د مرګوني برید سره تړاو لرونکي ۳۰ ترهګر ووژل
فیلیپین کې د  ریښتر په کچه د ۷.۴ درجې په شدت له زلزلې وروسته د سونامي خبرداری خپور شو.
د پاکستان پوځ د هیواد  په شمال لویدیځ کې د  یو افسر او اووه ترهګرو د وژل کیدو نه خبر ورکړی دی.
پوتین تاجکستان ته  د سفر پر مهال د روسیې او تاجکستان اړیکې پیاوړې او باوري وبللې.
ټرمپ: حماس به د اکتوبر په ۱۳مه نېټه ټول اسرائيلي بنديان وسپاري
د کاناډا تورنټو ښار ته نږدې په یو مسلمان کس اسلاموفوبیا برید سخت غبرګونونه پارولي دي
اروپا له 'هایبرډ جګړې' سره مخ ده، دا خبره د اروپايي ټولنې د کمیسیون مشرې اروسولا فون ډیر لاین وکړې
روسیې امریکا ته خبرداری ورکړ
ډنمارک له ۱۵ کلونو څخه کم عمر لرونکو  ماشومانو باندې  ټولنیزې رسنۍ بندوي
په پاکستان کې د پوځي افسرانو په ګډون ۱۱ امنیتي سرتیري ووژل شول