افغانستان
3 د لوستلو دقیقې
په کابل کې پر یوه تعلیمي مرکز کې د چاودنې له امله  لږ تر لږه ۴۲ ماشومان ټپیان شوي دي.
په افغانستان کې د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارډ بینیټ، تر دې وړاندې د کابل په لوېدیځ، دشت برچي سیمه کې دا "ناوړه برید" وغانده. دا سیمه د تاریخي پلوه د ځورول شوې شیعه هزاره ټولنې استوګنځی دی.
په کابل کې پر یوه تعلیمي مرکز کې د چاودنې له امله  لږ تر لږه ۴۲ ماشومان ټپیان شوي دي.
کابل چاودنه

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) د سې شنبې په ورځ  د چاودنې نه  خبر ورکړ، خو د چاودنې د لامل په اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.

په افغانستان کې د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارډ بینیټ، تر دې وړاندې د کابل په لوېدیځ، دشت برچي سیمه کې دا "ناوړه برید" وغانده. دا سیمه د تاریخي پلوه د ځورول شوې شیعه هزاره ټولنې استوګنځی دی.

د یوناما په وینا، د دوشنبې ورځې د چاودنې قربانیان د ۹ او ۱۴ کلونو ترمنځ عمرونه لري.

د یوناما یوه ویاند فرانس پرس خبري اژانس (AFP) ته ویلي: "یوناما لا تر اوسه د چاودنې شرایط نه دي تایید کړي." هغه د متضادو راپورونو یادونه وکړه چې ګواکې دا یو برید و او یا هم د ناچاوده توکو چاودنه وه.

د څو لسیزو جګړو له امله افغانستان د جګړې له پاتې شویو چاودېدونکو توکو ډک پاتې شوی. د ملګرو ملتونو د ارقامو له مخې، دا هېواد په نړیواله کچه په دې برخه کې د تلفاتو دریمه لوړه کچه لري.

د افغانستان د ماین پاکۍ د همغږۍ ریاست، چې د پېښې ځای یې څېړلی، ویلي چې د دوشنبې په ماسپښین په دغه ښوونځي کې یو لاسي بم چاودلی دی. دا جزیات د کابل د پولیسو له خوا د ورکړل شویو معلوماتو سره ورته دي.

یوناما ویلي: "زموږ فکر له ټپي شویو ماشومانو او د هغوی له کورنیو سره دی. موږ د دې پېښې د څرنګوالي د معلومولو لپاره د څېړنو غوښتنه کوو. ښوونځي او تعلیمي مرکزونه باید خوندي وساتل شي."

دغه شخصي لومړني ښوونځي په خپله فېسبوک پاڼه کې یو پیغام خپور کړی او له خلکو یې غوښتي چې "د ټپیانو لپاره دعا وکړي"، خو نور جزیات یې نه دي ورکړي.

یوې ۳۸ کلنې مېرمنې چې د پېښې ځای ته نږدې اوسیږي، فرانس پرس ته ویلي چې چاودنه په هغه وخت کې وشوه چې ماشومان له ښوونځي رخصت شوي وو. هغې د امنیتي دلایلو له امله د خپل نوم نه ښودلو په شرط وویل: "ټپیان دومره ډېر وو چې ما یې حساب نه شوای کولی."

د طالبانو د حکومت په تېرو کلونو کې په کابل کې وخت ناوخته بریدونه شوي، چې په هغې کې د تېرې جنوري میاشتې په یوه مرکزي چینایي رستورانت کې چاودنه هم شامله وه چې لږ تر لږه اووه کسان پکې ووژل شول.

په دشت برچي سیمه کې تر دې وړاندې هم ګڼې خونړۍ چاودنې شوې دي، په شمول د ۲۰۲۱ کال د نجونو د یوه ښوونځي مخې ته د موټر بم چاودنه چې لږ تر لږه ۹۰ کسان پکې ووژل شول او په سلګونو نور ټپیان شول.

اسلامي دولت ډلې (داعش) په دشت برچي کې د ډېریو هغو بریدونو مسؤلیت منلی چې شیعه ګان یې په نښه کړي دي.

 

 

وپلټۍ
حماس اسرائیل تورن کړ چې د غزې د نسل وژنې د شواهدو د پټولو هڅه کوي
سموټریچ او بن ګویر پر برېتانیا د بندیزونو او د سفیر د شړلو غوښتنه وکړه
په کیف کې د روسیې د بریدونو په ترڅ کې لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي او لس نور ټپیان شوي دي
حوثیانو د سعودي عربستان پر څلورو ښارونو بریدونه کړي چې له امله يي ۷۳ تنه ټپیان شوي دي.
روسیې وویل جرمني په بن کې زموږ جنرال کونسلګري په بې بنسټه پلمو وتړله
جرمني هغه پخواني اسرائیلي بندي ته تابعیت ورکړ چې د فلسطینیانو د اعدامولو غوښتنه یې کړې وه
اروپايي سیاستوالو په جرمني کې د افراطي ښي اړخي ګوند (AfD) پر تاریخي ایالتي بریا اندېښنه ښودلې
روسیه وايي ممکن له اوکراین او امریکا سره درې اړخیزې خبرې بېرته پیل شي
د لبنان په سویل کې اسرائیلو د ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۱۱ کسان ووژل
د تورکیې د ښځو د والیبال ملي لوبډلې د اروپا اتلولۍ وګټله
د تورکیې  ولسمشر اردوغان د هیواد د ښځو د والیبال ملي لوبډلې ته د اروپا د اتلولۍ د ګټلو له امله مبارک
قالیباف: پداسې حال چې تهران د اقتصادي ستونزو د حل هڅه کوي، د امریکا بریدونو ته به هم  ځواب ورکړي
په غزې کې د اسرائیل قاتلانه بریدونو د ۵ فلسطینیان ژوند واخیست
امریکايي استازو د سولې د هڅو په لړ کې کییف ته خپل لومړنی سفر وکړ
په نوي ډهلي کې د یوې ودانۍ د نړېدو له امله ۵ کسان وژل شوي او ګڼ شمېر نور تر خاورو لاندې دي