افغانستان
3 د لوستلو دقیقې
د افغانستان د کرکټ د پخواني چټک بالر شاپور ځدران جنازه د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې خاورو ته وسپارل شوه
ځدراڼ د سه شنبې په ورځ - د خپلې ۳۹مې کلیزې څخه یوه ورځ مخکې - په هند کې په یوه روغتون کې ، چې ساه ورکړه . د ویلو ده چې هغه د اوږدې مودې راهیسې د معافیت سیسټم د یوې نادرې ناروغۍ (rare immune system disorder) له امله تر درملنې لاندې وو.
د افغانستان د کرکټ د پخواني چټک بالر شاپور ځدران جنازه د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې خاورو ته وسپارل شوه
د افغانستان د کرکټ د پخواني چټک بالر شاپور ځدران جنازه د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې خاورو ته وسپارل شوه

د کابل نه د ترلاسه شوي راپور له مخې د شاپور ځدران په کابل کې پدې وروستیو کې لیدل شوې تر ټولو ستره جنازه وه. د افغانستان د هر ګوټ نه د ځدران مینه والو د هغه د جنازې په مراسمو کې ګډون کړی وو.

ویل کیږي په زرګونه مینه والو د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د افغان چټک بالر شاپور ځدراڼ په جنازه کې ګډون وکړ، هغه څوک چې په نړیوال کرکټ کې یې د افغانستان د لومړني پرمختګ په برخه کې د پام وړ مرسته کړې وه.

ځدراڼ د سه شنبې په ورځ - د خپلې ۳۹مې کلیزې څخه یوه ورځ مخکې - په هند کې په یوه روغتون کې ، چې ساه ورکړه . د ویلو ده چې هغه د اوږدې مودې راهیسې د معافیت سیسټم د یوې نادرې ناروغۍ (rare immune system disorder) له امله تر درملنې لاندې وو.

د کابل په مرکز کې په عیدګاه جومات کې د هغه د جنازې په مراسمو کې د افغانستان د کرکټ مشهورو ستورو سربیره دولتي چارواکو په زرګونو تنو  ګډون کړی و. په دغه مراسمو کې د طالبانو یو شمېر چارواکي هم حاضر وو.

۲۷ کلن سوداګر وحید الله وحدت چې په جنازه کې یې ګډون کړی و، وویل: "کله چې مې په ټولنیزو رسنیو کې ولیدل چې شاپور نور زموږ په منځ کې نشته، له سترګو مې اوښکې روانې شوې." وحدت زیاته کړه چې ځدراڼ، چې په خپلو اوږدو ویښتانو مشهور و، یو "متواضع او وفادار شخص" و.

۱۸ کلن محمد عثمان مفتون د ځدراڼ مړینه "د ملت لپاره یوه لویه ضایعه" وبلله.

د افغانستان کرکټ بورډ ځدراڼ د هېواد د سپورت د "بنسټ ایښودونکي شخصیت" په توګه یاد کړ، چې سرښندنې او ژمنتیا یې له ملي ټیم سره د نړیوال ستیج تر کچې په رسېدو کې مرسته کړې وه.

شاپور ځدراڼ چې یو تکړه چپ لاسی تیز بالر و، د ۲۰۰۹ او ۲۰۲۰ کلونو ترمنځ یې ۴۴ یو ورځنۍ نړیوالې او ۳۶ شل اوریزې لوبې کړې وې؛ دا د هېواد په کچه د کرکټ د چټکې ودې دوره وه. هغه د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۶ کلونو ترمنځ په څلورو شل اوریزو نړیوالو جامونو کې برخه اخیستې وه، چې په نهو لوبو کې یې نهه وېکټې اخیستې وې.

کرکټ بورډ وویل: "هغه د هغو ویاړلو کرکټرانو له ډلې و چې د افغان کرکټ د لومړني سفر په زړه کې ولاړ و او د هغې لارې په جوړولو کې یې مرسته وکړه چې افغان کرکټ یې نړیوالې کچې ته ورساوه."

 

وپلټۍ
اسرائیلو د سوریې په ادلیب ولایت کې د ابو ظهور پوځي هوايي ډګر بمبار کړ
د تورکیې ولسمشر اردوغان د امریکا له ولسمشر ټرمپ سره ټلیفوني خبرې وکړې
ټرمپ ګواښ کړی که چیرې عمان د امریکا او ایران د خبرو اترو په لاره کې مداخله وکړي نو بمبار به یې کړي
پر غزې د اسرائیلو په بریدونو کې د وژل شویو شمېر ۷۳ زره ۳۹۹ تنو ته ورسېد
پاپ لیو څوارلسم په لویدیځه غاړه کې د فلسطینیانو پر وړاندې داسرائیلو تاوتریخوالي د ختمولو غوښتنه وکړه
ملګري ملتونه: د پولې له بندېدو سره سره، تر ۷۰۰ ډېرې د مرستو لارۍ افغانستان ته داخلې شوې
حماس په غزه کې د اوربند د تړون د دایمي کولو لپاره قاهرې ته ځي
ایران د امریکايي سرتېرو د نیولو یا وژلو لپاره ۳۰،۰۰۰ ډالره انعام اعلان کړ
تورکیې"دوست او ورور" هیواد پاکستان ته د خپلواکۍ د ورځې مبارکي ورکړه.
ولسمشر اردوغان د عدالت او پراختیا ګوند ۲۵ کلن مزل د تورکیې لپاره یو "تاریخي بدلون" وباله
زاخارووا: موږ له تورکیې څخه د سولې وړاندیزونه په دقت سره ارزوو
تورکیې د علي خان کوریش جنايي ډلې پر خلاف پراخه عملیات ترسره کړل.
اردوغان وویل چې د اروپايي ټولنې له خوا د ګمرکي اتحادیې او ویزو د ازادولو ګامونه د هرې خوا په ګټه دی
په کولمبیا کې د ډیرې زورورې زلزلې له امله په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
ټرمپ وايي که ایران د جګړې تاوان غواړي ، امریکا لخوا له ایران نه د تاوان غوښتنه کوي