د اسرائیلو قاتل لومړی وزیر نتنیاهو په سپینه ماڼۍ کې د ټرمپ سره لیدنه کوي.
د امریکا ولسمشر ټرمپ او د اسرائیل جاني لومړی وزیر نتنیاهو به د غزې د سولې په اړه خبرې وکړي، په داسې حال کې چې اسرائیل د مخ پر زیاتېدونکې نړیوالې انزوا او د فلسطیني دولت د لویدیځ په رسمیت پېژندلو د څپې سره مخ دی.
ټاکل شوې ده چې ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو کوربه توب وکړي. د امریکا ولسمشر دا هڅه وروسته له هغه کوي چې یو شمېر لویدیځو مشرانو د امریکا او اسرائیلو د مخالفت سربېره د فلسطیني دولت له جوړېدو ملاتړ کړی دی.
دا له هغه وروسته چې ټرمپ د جنورۍ په میاشت کې واک ته راستون شوی، د نتنیاهو څلورم سفر دی، او دا ښي اړخی اسرائیلي مشر به هڅه وکړي چې د خپل هېواد تر ټولو مهمه اړیکه پیاوړې کړي، ځکه چې په غزه کې یې د نسل وژونکې جګړې له نږدې دوو کلونو تېرېدو وروسته له مخ پر زیاتېدونکې نړیوالې انزوا سره مخ دی.
پداسې حال کې چې د جمعې په ورځ د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبله کې نتنیاهو د یو شوک سره مخ شو او د هغه د وینا د پيلولو سره له تالار څخه ټول بهرني استازي د اعتراض په موخه بهر شول هغه اړ شو چې تش تالار ته وینا وکړي. نتنیاهو بیا په سپینه ماڼۍ کې د تود هر کلي انتظار لري .
نتنیاهو په خپله وینا کې د برېتانیا، فرانسې، کاناډا، استرالیا او څو نورو هېوادونو پر هغې پرېکړې توند برید وکړ چې د فلسطیني دولت په رسمیت پېژندلو په اړه یې کړې وه، او دا یې "شرموونکې پرېکړه" وبلله. دا د امریکا د لوړپوړو متحدینو له لوري یو لوی دیپلوماتیک بدلون دی.
دوی ویلي وو چې د اسرائیلو او فلسطین د شخړې لپاره د دوه دولتونو د حل لارې د امکان د ساتلو او د اسرائیلو د جګړې په پای ته رسولو کې د مرستې لپاره دا ډول اقدام اړین دی.
ټرمپ، چې د په رسمیت پېژندلو دا ګامونه یې حماس ته د یوې جایزې په توګه غندلي وو، د یکشنبې په ورځ یې رویټرز ته وویل چې هیله لري د فلسطین په تړانګه کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د یوه چوکاټ په اړه د نتنیاهو هوکړه ترلاسه کړي.
ټرمپ په یوه ټیلیفوني مرکه کې د نتنیاهو په مستعار نوم (بي بي) سره وویل: "موږ ډېر ښه ځواب ترلاسه کوو ځکه بي بي هم غواړي چې دا معامله وکړي."
"هرڅوک غواړي چې معامله وکړي."
هغه د سعودي عربستان، قطر، متحده عربي اماراتو، اردن او مصر له مشرانو څخه د دوی د مرستې له امله مننه وکړه او ویې ویل چې د دې معاملې موخه دا ده چې له غزې هاخوا د منځني ختیځ پراخې سولې ته ورسېږي.
هغه وویل: "دې ته په منځني ختیځ کې سوله ویل کیږي، نه یوازې په غزه کې. غزه یې یوه برخه ده. خو دا په منځني ختیځ کې سوله ده."
کله چې له یوه لوړپوړي اسرائیلي چارواکي وپوښتل شول چې ایا اوس په غزه کې د سولې لپاره کومه هوکړه شوې ده، هغه وویل: "د دې لپاره څه ویل له وخته مخکې دي."
دغه چارواکي زیاته کړه چې نتنیاهو به د دوشنبې په ورځ له ټرمپ سره په لیدنه کې د دې وړاندیز په اړه د اسرائیلو ځواب وړاندې کړي.
نتنیاهو د یرغمل شویو کسانو د کورنیو او د عامه افکارو د نظرپوښتنو له مخې، د جګړې له ستړې شوې اسرائیلي ټولنې له لوري تر سخت فشار لاندې دی.
تېره اوونۍ د ملګرو ملتونو د غونډې په څنډه کې یو شمېر عربي او اسلامي هېوادونو ته یو ۲۱ ماده ییز د سولې پلان ورکړل شوی و.
د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وویل، په دې پلان کې د ټولو یرغمل شویو، ژوندیو او مړو، خوشې کول، پر قطر د نورو اسرائیلي بریدونو نه کول او د "سوله ییز ګډ ژوند" لپاره د اسرائیلو او فلسطینیانو ترمنځ د نویو خبرو اترو غوښتنه شوې ده.
اسرائیلو د سپټمبر په ۹مه په دوحه کې د حماس پر چارواکو د هوايي برید له امله قطریان په غوسه کړل او د ټرمپ نیوکې یې هم را وپارولې.
د اوربند لپاره د امریکا په ملاتړ پخوانۍ هڅې د اسرائیلو او حماس ترمنځ د اختلافاتو د نه هوارېدو له امله ناکامې شوې دي او نتنیاهو ژمنه کړې چې جګړې ته به دوام ورکړي.
جنګي جنایتونه
د سپینې ماڼۍ دا غونډه په نیویارک کې د نړۍ د مشرانو له کلنۍ غونډې وروسته ترسره کیږي، چې په هغې کې د غزې جګړه د پاملرنې په مرکز کې وه او اسرائیل ډېری وخت د نیوکو هدف و.
د بنیامین نتنیاهو ادارې، چې د اسرائیلو په تاریخ کې تر ټولو ښي اړخی او افراطي حکومت دی، د فلسطیني دولت منل رد کړي دي.
د فلسطیني روغتیايي چارواکو په وینا، د اسرائیلو پوځ په غزه کې تر ۶۵،۰۰۰ ډېر کسان وژلي، د سیمې ډېره برخه یې په کنډوالو بدله کړې، بشري ناورین یې ژور کړی او لوږه یې خپره کړې ده.
د جرمونو نړیوالې محکمې د غزې په جګړه کې د جنګي جنایتونو په تور د نتنیاهو د نیولو امر صادر کړی دی. اسرائیل د محکمې صلاحیت ردوي او د جنګي جنایتونو له ترسره کولو انکار کوي.
که څه هم ټرمپ او نتنیاهو تر ډېره همغږي دي او امریکا لا هم د اسرائیلو د وسلو اصلي تمویلونکی دی، خو د دوشنبې د ورځې خبرې د اختلافاتو د راپورته کېدو احتمال لري.
د نتنیاهو ځینو سخت دریځو وزیرانو ویلي، چې حکومت باید د فلسطیني دولت د مخ پر زیاتېدونکي په رسمیت پېژندلو په ځواب کې د اشغال شوې لویدیځې غاړې ټولې یا ځینې برخې له ځان سره ضمیمه کړي، ترڅو د فلسطین د خپلواکۍ هیلې له منځه یوسي.
خو د پنجشنبې په ورځ، ټرمپ وویل چې هغه به اسرائیلو ته اجازه ورنکړي چې د اشغال شوې لویدیځې غاړې ترڅنګ غزه او اشغال شوی ختیځ بیت المقدس هم ضمیمه کړي.
شنونکي وايي چې د اسرائیلو له خوا د اشغال شوې لویدیځې غاړې ضمیمه کول ممکن د ابراهیم تاریخي تړونونه له منځه یوسي، کوم چې د ټرمپ د لومړۍ ادارې له لوري د بهرنۍ پالیسۍ یوه لویه لاسته راوړنه وه او په ترڅ کې یې څو عربي هېوادونو له اسرائیلو سره دیپلوماتیکې اړیکې ټینګې کړې.










