ایران :په د اسلام آباد په مذاکراتو کې د امریکا سره هوکړې ته ډیر نږدې شوي وو خو امریکا خنډ رامنځته کړ

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په یوه بیان کې وویل: "موږ د جګړې پای ته رسولو لپاره په نېک نیت له امریکا سره خبرو ته ناست وو."

By
ایران :په د اسلام آباد په مذاکراتو کې د امریکا سره هوکړې ته ډیر نږدې شوي وو خو امریکا خنډ رامنځته کړ / Reuters

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عراقچي وویل چې ایران او امریکا په اسلام‌اباد کې د خبرو له ناکامېدو وړاندې هوکړې ته یوازې "څو انچه" لرې وو

تهران وايي واشنګټن په اسلام‌اباد کې د سولې خبرې اترې هغه مهال له خنډ سره مخ کړې چې دواړه لوري د یو تفاهم یادښت لاسلیک کولو ته نږدې شوي وو.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په یوه بیان کې وویل: "موږ د جګړې پای ته رسولو لپاره په نېک نیت له امریکا سره خبرو ته ناست وو."

هغه زیاته کړه چې مذاکره کوونکي د "اسلام‌اباد تفاهم یادښت ته یوازې "څو انچه" نږدې وو، خو بیا د امریکا له خوا له "اعظمي غوښتنو ، د شرطونو بدلولو او بندیزونو" سره مخ شول.

عراقچي زیاته کړه: "نېک نیت به په نېک نیت او دښمني به په دښمنۍ ځواب شي."

د خبرو اترو ناکامي
دا څرګندونې وروسته له هغه وشوې چې د امریکا مرکزي قوماندانۍ اعلان وکړ چې د دوشنبې له ورځې څخه به د ایران بندرونو ته پر ټولو تلونکو او راتلونکو سمندري کښتیو باندې کلابندي  پیل کړي.

په دې کلابندۍ کې هغه کښتۍ نه راځي چې د هرمز تنګي له لارې نورو غیر ایراني بندرونو ته تګ راتګ کوي.

دا پرمختګ په اسلام‌اباد کې د ایران او امریکا د وروستیو خبرو اترو له ناکامېدو وروسته رامنځته شوی دی. د شنبې په ورځ د پاکستان په منځګړیتوب دا مذاکرات د څو پړاوونو بحثونو او د وړاندیزونو له تبادلې وروسته پرته له کومې پایلې پای ته ورسېدل.

دواړو لوریو اسلام‌اباد په داسې حال کې پرېښود چې مهم اختلافونه پر خپل ځای پاتې وو او دا یې په ګوته کړه چې نورو ډیپلوماټیکو هڅو ته اړتیا ده.

دا خبرې اترې د هغو پراخو هڅو برخه وه چې هدف یې پر ایران د امریکا او اسرائیلو د هغې جګړې پای ته رسول وو چې د فبرورۍ په ۲۸مه پیل شوې ده. دا خبرې د یوه نازک دوه اونیز اوربند په چوکاټ کې ترسره کېدې چې تر دې وړاندې پرې هوکړه شوې وه.