د غزې جګړه
2 د لوستلو دقیقې
حماس : غزه به تسلیم نشي او د نتنیاهو څرګندونې خیالي غوښتنې او تصور دی
د فلسطین مقاومت ډلې حماس د چهارشنبې په ورځ وویل چې د اسرائیلي یرغمل شویو کسانو خوشې کول به یوازې د حماس د شرایطو له مخې ترسره شي.
حماس : غزه به تسلیم نشي او د نتنیاهو څرګندونې خیالي غوښتنې او تصور دی
/ Reuters

حماس د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو وروستۍ څرګندونې چې د یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو او د غزې د تسلیمېدو په اړه وې، رد کړې دي او دا یې د "ماتې د خیالي تصور" په توګه یادې یاد کړ.

د فلسطین مقاومت ډلې حماس د چهارشنبې په ورځ وویل چې د اسرائیلي یرغمل شویو کسانو خوشې کول به یوازې د حماس د شرایطو له مخې ترسره شي.

د حماس د سیاسي دفتر لوړپوړي غړي عزت الرشق د ټیلیګرام له لارې په یوه بیان کې د نتنیاهو هغه ادعا رد کړه چې د غزې جګړه به د یرغمل شویو کسانو په غیر مشروط خوشې کولو او د حماس په له منځه وړلو پای ته ورسېږي.

الرشق وویل: "د نتنیاهو خبرې چې ټول یرغمل شوي کسان به خوشې شي او حماس به تسلیم شي، د ماتې یو رواني تصور څرګندوي، نه پر واقعیتونو ولاړې خبرې دي"

الرشق ټینګار وکړ چې د اسرائیلو مشرتابه په پوځي عملیاتو کې د یرغمل شویو کسانو په ترلاسه کولو کې پاتې راغلې دي او یوازې د حماس  سره د جدي تړون له لارې د دې ستونزې حل ممکن دی.

هغه زیاته کړه: "د یرغمل شویو کسانو خوشې کول به یوازې د یوه داسې تړون له مخې ترسره شي چې د حماس شرایط پکې په پام کې نیول شوي وي." هغه د غزې د تسلیمېدو هر ډول تصور رد کړ.

"غزه به تسلیم نه شي. لکه څنګه چې مقاومت په سیمې باندې معادلې تحمیلوي، همداسې به د هر ډول تړون شرایط هم ټاکي."

نتنیاهو د جګړې موخې بیا تکرار کړې

له دې وړاندې، لومړي وزیر نتنیاهو په ایکس کې وویل چې د جګړې موخې نه دي بدلې شوې: د ټولو اسراییلي یرغمل شویو کسانو خوشې کول، د حماس پوځي او حکومتي وړتیاوې له منځه وړل، او اسرائیلو ته د دې ډلې د ګواښ پای ته رسول.

هغه وویل: "زموږ ماموریت لا پای ته نه دی رسېدلی. حماس به ماتې وخوري او له منځه یووړل شي، او غزه به نور اسرائیلو ته کوم ګواښ نه وي."

د هغه څرګندونې په داسې حال کې شوې چې په کور دننه فشارونه او د نړیوالې ټولنې له خوا د غزې پر روان نسل وژنې او د اکتوبر د ۷مې راهیسې د یرغمل شویو کسانو پر برخلیک نیوکې زیاتې شوې دي.

 

وپلټۍ
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د سکرو په کان کې چاودنې په لسګونو کسان ووژل
ټرمپ اعلان وکړ چې د 'سولې بورډ' د حماس د وسلو پر مځکه د ایښودو هوکړې ته رسېدلی دی
ولسمشر اردوغان د لبنان له ولسمشر جوزف عون سره لیدنه وکړه
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران په اردن کې د امریکا پر یوې اډې د برید خبر ورکړی
چین ایران ته د توغندیو د توغولو سیسټمونو د لېږد خبر رد کړ: "له حقیقت لیرې دی"
له اروپایي ټولنې څخه د اوکراین سره د ۳.۴۷ میلیارده یورو دفاعي مرسته
داعش د افغانستان په شمال ختیځ کې د یوه طالب چارواکي د وژلو مسؤلیت پر غاړه واخیست
د ایران سپاه پاسداران: "تر هغه چې د امریکا لاسوهنې دوام ولري، د هرمز تنګی به بېرته پرانه نیستل شي"
اېټالیا او سعودي عربستان په غزه کې د دایمي اوربند غوښتنه وکړه او د لوېدیځې غاړې  الحاق يي رد کړ
په اوکراین کې د روسیې په توغندیزو بریدونو کې د ماشومانو په ګډون ۶ تنه وژل شوي دي
د پاکستان په شمال لوېدیځ کې پر امنیتي پوستې د برید په نتیجه کې ۹ تنو پولیسو ژوند د لاسه ورکړ.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
په تورکیه کې د ژوند اوسط عمر ۷۸.۵ کلونو ته لوړ شو
د اسرائیل پوځ په غزه کې په یوه جومات د برید کولو او ویجاړولو باندې اعتراف وکړ