د هالنډ د ازادۍ افراطي ګوند مشر ویلډرز د ائتلافي حکومت څخه د استعفا ګواښ کړی دی.

د هالنډ د ښي اړخي او د اسلام ضد ګوند مشر ګیرت ویلډرز ویلي چې د هغه په مشرۍ د ازادۍ  ګوند به د ائتلافي حکومت  څخه ووځي، چې له دې سره به د ښي اړخي حکومت سقوط وکړي.

/ AP

د هالنډ د ښي اړخي او د اسلام ضد ګوند مشر ګیرت ویلډرز ویلي چې د هغه په مشرۍ د ازادۍ  ګوند به د ائتلافي حکومت  څخه ووځي، چې له دې سره به د ښي اړخي حکومت سقوط وکړي.

د  ائتلافي حکومت  شریکان محافظه‌کار د ازادۍ او ډیموکراسۍ لپاره د خلکو ګوند ، منځلاری  د نوي ټولنیز تړون ګوند ، او د بزګرانو ګوند پکې شامل دي، د ویلډرز په مشرۍ د ازادۍ  ګوند له مشر ګیرت ویلډرز سره یوې موافقې ته ونه رسېدل. ویلډرز غوښتنه کړې وه چې د هالنډ د پناه غوښتنې او مهاجرت په پالیسۍ کې پراخ محدودیتونه ولګول شي.

ویلډرز په یوه پوسټ کې چې په X (پخوانی ټویټر) کې یې خپور کړی، ویلي: "زموږ د پناه غوښتنې پلانونو لاندې هیڅ لاسلیک نشته.  د ازادۍ ګوند له ائتلاف څخه وځي."

د VRT د راپور له مخې، ویلډرز چې د ائتلاف په جوړښت کې مهم رول لري، ټینګار کړی چې لس سخت نوي اقدامات باید د ائتلاف په تړون کې شامل شي. دې اقداماتو کې د پناه غوښتونکو لپاره د سرحدونو تړل، د سرحدونو پوځي کنټرول زیاتول، د پناه غوښتنې مرکزونو کمول، او هغو سوریایي کډوالو شړل شامل دي چې د لنډمهاله استوګنې جوازونه لري.

ویلډرز یوه ورځ وړاندې ګواښ کړی و: "که هیڅ بدلون رانشي یا کافي بدلون ونه شي، د ازادۍ ګوند به له ائتلافي حکومته جلا شي  ."

په ورته وخت کې، د نورو ائتلافي ګوندونو مشرانو د دې پرېکړې په وړاندې غوسه او خواشیني څرګنده کړه.

د ازادۍ او ډیموکراسۍ لپاره د خلکو ګوند مشرې دیلان یشیل ګوز وویل: "هغه خپل ځان او خپلې ګټې غوره کوي. زه حیرانه یم. هغه د ښي اړخي سیاست لپاره فرصت له منځه وړي. دا ډېر غیرمسؤولانه کار دی."

د بزرګرانو د ګوند  مشرې کارولین فان در پلاز هم د دې پرېکړې غندنه وکړه.

هغې وویل: "هغه ټولې چارې په خپل لاس کې لري او په قصدي ډول د ائتلاف پای ته رسولو هڅه کوي."

د د نوي ټولنیز تړون ګوند مشرې نیکولین فان فروونهوفن وویل چې دا غونډه غیر ضروري وه، ځکه چې دوی لا دمخه د ویلډرز د ځینو اندېښنو په اړه کار کاوه.