نړۍ
4 د لوستلو دقیقې
د کانګرس یو زیات شمیر غړیو له ټرمپ څخه د اوکرایني ماشومانو د څارنې د پروژې د بیا پیلولو غوښتنه کړې
د امریکا په کانګرس  کې د ډیموکراټ ګوند غړیو د  ولسمشر ډونلډ ټرمپ له ادارې څخه د اوکرایني ماشومانو د څارنې د پروژې د بیا پیلولو غوښتنه کړې ده. دا پروګرام  د روسیې لخوا د زرګونو اوکرایني ماشومانو د "تښتونې" څارنه کوي .
د کانګرس یو زیات شمیر غړیو له ټرمپ څخه د اوکرایني ماشومانو د څارنې د پروژې د بیا پیلولو غوښتنه کړې
/ AFP

د امریکا د کانګرس د غړیو په وینا، د جمهوري پلوه ولسمشر ټرمپ ادارې د ییل پوهنتون د بشري څیړنو لابراتوار  لخوا پر مخ وړل کېدونکی یو حکومتي تمویل شوی نوښت پای ته رسولی، چې د اوکراین څخه د ماشومانو د ډله ییزې ایستنې څارنه یې کوله. دا پرېکړه د دې لامل شوه چې څېړونکي د هغو معلوماتو، لکه د سپوږمکۍ انځورونو او نورو معلوماتو، لاسرسی له لاسه ورکړي چې د شاوخوا ۳۰,۰۰۰ ماشومانو په اړه وو.

به کانګرس کې  اوهایو استازي ګریګ لینډزمن په مشرۍ ډیموکراټ وکیلانو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو او د خزانې وزیر سکاټ بیسنټ ته یو لیک استولی دی. په لیک کې راغلي دي چې  "موږ دلیل لرو چې باور وکړو چې د دې معلوماتو ذخیره د تل لپاره له منځه وړل شوې ده. که دا ریښتیا وي، نو دا به ویجاړونکي پایلې ولري." دا لیک د رویټرز لخوا د سه شنبې په ورځ لیدل شوی او ټاکل شوې چې د چهارشنبې په ورځ واستول شي.

د ټرمپ د دې پروګرام پای ته رسول او لیک لومړی د واشنګټن پوسټ لخوا راپور ورکړل شو. دا هغه ورځ عام شو چې ټرمپ د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د ټیلیفون له لارې خبرې وکړې، په کوم کې چې روسیې د جګړې د ۳۰ ورځني اوربند له موافقې ډډه وکړه.

د بهرنیو چارو او خزانې وزارتونو د تبصرې غوښتنې ته سمدستي ځواب ونه وایه. د دې څارنې پروګرام سره بلدتیا لرونکي یوه کس وویل چې د ییل  سره د بهرنیو چارو وزارت د قرارداد لغوه کول د ۲۶ میلیونه ډالرو جنګي جرمونو شواهدو له منځه وړلو لامل شوي، چې دا به د پوتین د ساتنې لپاره مرسته وکړي.

هغه کس وویل: "هغوی د امریکا د مالیه ورکونکو ۲۶ میلیونه ډالر چې د جنګي جرمونو د معلوماتو لپاره کارول شوي وو، ضایع کړل، په شمول د ټولو ماشومانو دوسیې." هغه زیاته کړه: "که تاسو غواړئ چې ولسمشر پوتین له محاکمې څخه خوندي کړئ، نو تاسو به دا شی له منځه یوسئ. او دوی همداسې وکړل. دا د محکمې لپاره وروستۍ د منلو وړ نسخه وه چې ټول میټاډاټا پکې شامل وو."

شدید، ښکاره سرغړونې’

د استازو جرګې غړو په خپل لیک کې له ټرمپ ادارې څخه غوښتنه کړې چې په روسیه او د هغې په ملګري بیلاروس کې د هغو چارواکو پر وړاندې بندیزونه ولګوي چې د ماشومانو په انتقال کې ښکېل دي.

په لیک کې راغلي: "د ماشومانو د حقونو دا شدید، ښکاره سرغړونې چې د نړیوال قانون له مخې ورکړل شوي، د پایلو غوښتنه کوي."

په لیک کې دا هم ویل شوي چې ییل  نور د سپوږمکۍ انځورونو ته لاسرسی نه لري چې د تښتول شویو ماشومانو د حرکتونو د څارنې لپاره اړین دي.

د وکیلانو په لیک کې راغلي: "زموږ حکومت یو اړین خدمت وړاندې کوي – یو داسې خدمت چې اوکراین ته د وسلو یا نغدو پیسو د انتقال اړتیا نه لري – د دې سپېڅلي هدف لپاره چې دا ماشومان وژغوري. موږ باید دا  کار بیا پیل کړو ترڅو اوکراین ته د دې ماشومانو په راستنولو کې مرسته وکړو."

اوکراین د خپلو لسګونو زرو ماشومانو "تښتونې" چې روسیې یا د روسیې تر کنټرول لاندې سیمو ته د کورنۍ یا سرپرست د رضایت پرته وړل شوي، یو جنګي جرم ګڼلی چې د ملګرو ملتونو د تړون د نسل وژنې تعریف سره سمون لري.

روسیې ویلي چې دا خلک په خپله خوښه او د جګړې له سیمې څخه د زیانمنو ماشومانو د ساتنې لپاره انتقالوي.

د ۲۰۲۳ کال په مارچ کې، د نړیوالې جزا محکمې د اوکرایني ماشومانو د تښتونې په تړاو د لیووا-بیلووا او پوتین د نیولو امرونه صادر کړل. روسیې دا امرونه "د شرم وړ او د نه منلو وړ " وبلل.

د اروپا د جنایي همکارۍ ادارې (Eurojust) یوې ویاندې د سه شنبې په ورځ وویل چې واشنګټن دوی ته خبر ورکړی چې د اوکراین پر وړاندې د تیري جرم د محاکمې نړیوال مرکز لپاره خپل ملاتړ پای ته رسوي، کوم چې د پوتین په ګډون د نورو کسانو د محاکمې لپاره شواهد راټولوي.

په Eurojust کې د امریکا ځانګړې څارنواله، جیسیکا کیم، به د تمویل د بندیدو په برخه کې خپله دنده پرېږدي.

وپلټۍ
روسیه: په کیف کې مو د اوکراین ترانسپورتي، لوجستیکي او د وېش مرکزونه په نښه کړل
د پاکستان په سوات کې د پولیسو په یو مرکز ځانمرګی برید شوی .
اسپانیا: د ۵۰ زره کډوالو ډېری برخه له سیوټا سیوټا څخه په خپله خوښه مراکش ته ستانه شول
د اوکراین پر پلازمېنې کییف د روسیې په هوايي برید کې ۹ کسان وژل شوي او ۲۸ نور ټپیان دي
ټرمپ اوکراین ته د پیټریوټ توغندیو د ورکولو له ژمنې شاته شو
په کاناډا کې پر یوه جومات وسله وال برید شوی
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د سکرو په کان کې چاودنې په لسګونو کسان ووژل
ټرمپ اعلان وکړ چې د 'سولې بورډ' د حماس د وسلو پر مځکه د ایښودو هوکړې ته رسېدلی دی
چین ایران ته د توغندیو د توغولو سیسټمونو د لېږد خبر رد کړ: "له حقیقت لیرې دی"
له اروپایي ټولنې څخه د اوکراین سره د ۳.۴۷ میلیارده یورو دفاعي مرسته
په اوکراین کې د روسیې په توغندیزو بریدونو کې د ماشومانو په ګډون ۶ تنه وژل شوي دي
د پاکستان په شمال لوېدیځ کې پر امنیتي پوستې د برید په نتیجه کې ۹ تنو پولیسو ژوند د لاسه ورکړ.
روسیې د ټیلیګرام د بنسټ اېښودونکي "دوروف" د نیولو نړیوال حکم صادر کړ
اروپايي ټولنې د نتانیاهو په اړه د جرمونو د نړیوالې محکمې (ICC) د نیولو د حکم د پلي کولو غوښتنه وکړه
په جاپان کې د ۷.۱ درجې زلزلې له امله د مړو شمېر ۱۳ کسانو ته ورسېد
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د یونان لخوا د"اخیلس شیلډ" دفاعي سیستم  پېرل په غزه کې د اسرائیلو له نسل وژنې سره خطرناکه همغږي ده
مکرون له تورکیې څخه فرانسې ته د اور وژنې الوتکو د لېږلو له امله مننه وکړه
د جاپان سویلي برخې د ریښتر په کچه  د ۷.۱ درجې په په شدت سره یوې زوروې زلزلې ولړزولې
پوتین: روسیه به خپلو موخو ته د رسېدو لپاره هر څه چې لازم وي هغه به  وکړي