نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
د کاناډا لومړی وزیر مارک کارني له امریکا سره د سوداګریزو خبرو اترو "ګړندي کولو" ته چمتووالی ښودلی.
د کاناډا لومړی وزیر مارک کارني له امریکا سره د سوداګریزو خبرو اترو "ګړندي کولو" ته چمتووالی ښودلی. دا اقدام وروسته له هغه چې ټرمپ د ۵۰ سلنه نویو تعرفو امر وکړ شوی دی.
د کاناډا لومړی وزیر مارک کارني له امریکا سره د سوداګریزو خبرو اترو "ګړندي کولو" ته چمتووالی ښودلی.
د کاناډا لومړی وزیر مارک کارني له امریکا سره د سوداګریزو خبرو اترو "ګړندي کولو" ته چمتووالی ښودلی.

د ټرمپ ادارې پر ډېری کاناډايي توکو ۵۰ سلنه تعرفې ولګولې او ادعا یې وکړه چې دغه هېواد د امریکايي موټرو، الکولو او لبنیاتو له محصولاتو سره ناسم او تبعیضي چلند کړی دی.

د کاناډا لومړي وزیر، مارک کارني ویلي چې اوټاوا چمتو ده له متحده ایالاتو سره سوداګریزې خبرې اترې لا پسې ژورې کړي،  هغه وروسته له هغه چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر کاناډا د نوو تعرفو لګولو امر وکړ د امریکا سره لا ژورو خبرو ته چمتوالی وښود.

کارني د کاناډايي محصولاتو پر وړاندې د ۵۰ سلنه محصول (تعرفو) په اړه وویل: "دا د امریکا لخوا د یو اړخیزو سوداګریزو اقداماتو په لړ کې ترټولو وروستی اقدام دی چې د کاناډا-متحده ایالاتو-مکسیکو تړون  له ښکاره سرغړونې سره پیل شوي دي."

هغه زیاته کړه چې کاناډا د شخړو د هوارولو لپاره وړاندیزونه کړي دي او چمتو ده چې دغه بحثونه "ګړندي او جدي" کړي.

تر دې وړاندې، د ټرمپ ادارې پر ډېری کاناډايي توکو ۵۰ سلنه تعرفې وضع کړې او ویې ویل چې کاناډا د امریکايي موټرو، الکولو او لبنیاتو د محصولاتو پر وړاندې غیر عادلانه چلند کړی دی.

یوې حکومتي سرچینې د دې اقدام په اړه وویل چې کاناډا له چین پرته یوازینی هیواد و چې د ټرمپ د پخوانیو تعرفو په غبرګون کې یې ورته ګامونه پورته کړي و، نو ځکه باید حساب کتاب ورسره وشي. دغې سرچینې چې د نوم نه ښودلو په شرط یې خبرې کولې، وویل چې ټرمپ د ۱۹۳۰ کال د سوداګرۍ قانون د ۳۳۸ مې مادې له مخې د تعرفو د لګولو لپاره درې حکمونه لاسلیک کړي دي. تېر کال یو شمېر ډیموکراتیکو وکیلانو د دې مادې د لغوه کولو وړاندیز کړی و، ځکه د دوی په وینا ټرمپ کولی شي له دې څخه د اقتصاد د بې ثباته کولو لپاره کار واخلي.

په دغو ۵۰ سلنه تعرفو کې د انرژۍ محصولات، پوتاش، کب او حیاتي منرالونه شامل نه دي، مګر هغه توکي به پکې شامل وي چې پخوا د کاناډا-امریکا-مکسیکو د تړون (USMCA) له مخې له مالیې خوندي وو. دغه سوداګریز تړون په دې وروستیو کې پای ته رسېدلی او نوې خبرې اترې چې پیل شوې ښايي تر ۲۰۳۶ کال پورې دوام وکړي.

دغې سرچینې دا هم وویل چې ټرمپ له خپلو همکارانو غوښتي چې پر کاناډا د نورو تعرفو د لګولو امکان هم وڅېړي، ځکه د کاناډا د ځنګلونو اورونو په امریکا کې د هوا کیفیت زیانمن کړی دی.

وپلټۍ
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د سکرو په کان کې چاودنې په لسګونو کسان ووژل
ټرمپ اعلان وکړ چې د 'سولې بورډ' د حماس د وسلو پر مځکه د ایښودو هوکړې ته رسېدلی دی
ولسمشر اردوغان د لبنان له ولسمشر جوزف عون سره لیدنه وکړه
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران په اردن کې د امریکا پر یوې اډې د برید خبر ورکړی
چین ایران ته د توغندیو د توغولو سیسټمونو د لېږد خبر رد کړ: "له حقیقت لیرې دی"
له اروپایي ټولنې څخه د اوکراین سره د ۳.۴۷ میلیارده یورو دفاعي مرسته
داعش د افغانستان په شمال ختیځ کې د یوه طالب چارواکي د وژلو مسؤلیت پر غاړه واخیست
د ایران سپاه پاسداران: "تر هغه چې د امریکا لاسوهنې دوام ولري، د هرمز تنګی به بېرته پرانه نیستل شي"
اېټالیا او سعودي عربستان په غزه کې د دایمي اوربند غوښتنه وکړه او د لوېدیځې غاړې  الحاق يي رد کړ
په اوکراین کې د روسیې په توغندیزو بریدونو کې د ماشومانو په ګډون ۶ تنه وژل شوي دي
د پاکستان په شمال لوېدیځ کې پر امنیتي پوستې د برید په نتیجه کې ۹ تنو پولیسو ژوند د لاسه ورکړ.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
په تورکیه کې د ژوند اوسط عمر ۷۸.۵ کلونو ته لوړ شو
د اسرائیل پوځ په غزه کې په یوه جومات د برید کولو او ویجاړولو باندې اعتراف وکړ