د غزې جګړه
4 د لوستلو موده (...) دقیقې
مهم خبرونه
حوثیانو د اسرائیل په یو پوځي هډې د بالستیک توغندي سره د بریالي برید نه خبر ورکړ
مهم خبرونه
/ AP
21 مارچ 2025

حوثیانو په اسرائیل کې په پوځي هدف د بالستیک توغندیو سره  د بریالي برید ادعا وکړه

په یمن کې حوثيانو وویل چې دوی په اسرائیل کې یو پوځي هدف په ډیر بریالیتوب سره د هایپرسونیک بالستیک توغندی سره په نښه کړی.

د حوثیانو پوځي ویاند یحیی سیري په یوه تلویزیوني بیان کې وویل چې د یمن وسله والو حوثي ځواکونو د "فلسطین ۲" په نوم د هایپرسونیک بالستیک توغندی په کارولو سره د مرکزي اسراییل په سویلي جفا کې د اسرائیلو د پوځي هډې په نښه کولو سره  "بریالي پوځي عملیات" ترسره کړل.

سیري  ټینګار وکړ چې "دا عملیات په بریالیتوب سره خپل هدف ته رسیدلي،" او زیاته یې کړه چې دا په ۲۴ تیرو ساعتونو کې دوهم برید دی.

 

 

د اسرائیلو د کورنیو استخباراتو ( شین بیت ) مشر د نتنیاهو لخوا د ګوښه کولو د ګواښ سره مخامخ دی.

د اسرائیلو د داخلي امنیتي خدماتو ( شین بیت ) مشر د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د هغه د ګوښه کولو پریکړې په ځواب کې حکومت ته یو لیک واستاوه.

رونن بار په لیک کې د حکومت  په "بې بنسټه ادعاو سخته نیوکه کړې ده او ویلي دي دا ادعاوې  پرته له یوې پردې چې بېخي متفاوت، نامربوط او په بنسټیزه توګه ناسم انګیزې پټوي بل څه ندي. هغه ویلي دي چې دا ډول ناسمې او بې بڼسټه ادعاوې  د شین بیت وړتیا د دندې د  ترسره کولو  پر وړاندې خنډ جوړوي."

 

 

په بیت لحم کې د اسرائیلي ځواکونو د بریدونو نه وروسته ګڼ شمیر فلسطینیانو ته د ساه بندۍ ستونزې پيدا شوي دي.

د اشغال شوي لویدیځې غاړې په بیت لحم کې د بیت فجار په ښار کې د اسرائیلي ځواکونو د برید وروسته ګڼ فلسطینیان د اوښکې بهونکي ګاز له امله ساه بندۍ څخه رنځ وړي.

سیمه ییزو سرچینو د فلسطین د وفا خبري اژانس ته ویلي چې اسرائیلي ځواکونو د المثلث او السماقه په ګډون په ګڼو ګاونډیو سیمو برید وکړ، د استوګنې کورونو باندې یې اوښکې بهونکی ګاز او بې هوښه کوونکي لاسي بمونه وغورځول، چې له امله یې لسګونه کسان د ساه بندۍ څخه رنځ وړي.

 

 

د بخښنې نړیوال سازمان د غزې د قتل عام په اړه د اروپايي ټولنې 'شرمناک' دریځ وغنده.

د بخښنې نړیوال سازمان د منځني ختیځ په اړه د اروپايي شورا پایلې وغندلې، او دا یې په محاصره شوي غزه کې د اسرائیلو د کړنو د توجیه کولو لپاره "شرمناکه هڅه" وبلله. د ویلو ده چې اروپايي شورا تر اوسه پورې  په څرګنده توګه د اسرائیلو د هوایی بریدونو او د بشري مرستو د بندولو غندنه نه ده کړې.

د بخښنې نړیوال سازمان د اروپایي ادارو د دفتر مشرې ایو ګیډي وویل: "په غزه کې د اسرائیلو د نسل وژنې له ۱۷ میاشتو وروسته، دا حقیقت چې اروپايي ټولنه د اسرائیلو نوم نه اخلي، د هوایي بریدونو غندنه نکوي چې ټولې کورنۍ له منځه وړي، یا د اسرائیلو لخوا د حیاتي بشري مرستو بندول نه غندي،  دا یو غیر معمولي خبره ده."

هغې د اروپايي ټولنې مشران "د قربانیانو په وړاندې په انتخابي خواخوږۍ تورن کړل.

 

 

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنر فیلیپو ګرانډي وویل چې د کډوالو لپاره د بشري مرستو بې رحمانه پرې کولو  د ملیونونو خلکو ژوند له خطر سره مخ کړی دی.

ګرانډي د کډوالو په اړه د نړیوالو مرستو د کمښت په اړه بیان خپور کړ .

هغه په خپور کړي بیان کې ویلي دي چې "د بشري مرستو ظالمانه پرې کولو د میلیونونو خلکو ژوند له خطر سره مخ کړی دی. د خطر څخه د تښتیدلو خلکو پایلې به سمدستي او ویجاړونکې وي." ګرانډي ټینګار وکړ کډوالې ښځې، چې د جنسي تیري او نورو ناوړه ګټه اخیستنې له لوړ خطر سره مخ دي، هغو خدماتو ته لاسرسی له لاسه ورکړی چې دوی خوندي ساتي.

ګرانډي ټینګار وکړ چې د کډوالو ټولنې ممکن د مرستو د کمښت له امله سرپناه، اوبو او خوړو ته لږ لاسرسی ولري.

 

 

د اروپايي ټولنې مشرانو د دفاعي چمتووالي د زیاتوالي لپاره په ټولو برخو کې د چارو د ګړندي کولو غوښتنه کړې ده.

دا اعلامیه د بلجیم په پلازمینه بروکسل کې د اتحادیې د غړو هیوادونو د دولتونو او حکومتونو د مشرانو د سرمشریزې غونډې وروسته خپره شوه.

په بیان کې د پنځو کلونو په اوږدو کې د اروپا د دفاعي چمتووالي د زیاتولو لپاره په ټولو برخو کې د چارو د چټکتیا غوښتنه شوې ده، او ویل شوي دي: "اروپایي شورا یادونه کوي چې د امنیت او دفاع په برخه کې یوه پیاوړې او ډیره  با تجربه اروپايي اتحادیه به د نړیوال او ټرانس اتلانتیک امنیت کې مثبته ونډه واخلي او د ناټو بشپړونکی به وي، کوم چې د ډله ایز دفاع اساس پاتې دی."

 

وپلټۍ
پاکستان لوی درستیز منیر له افغانستانه غوښتي  د اسلام اباد او تحریک طالبان پاکستان  ترمنځ یو غوره کړي
د تورکیې ولسمشر اردوغان د وینزویلا له ولسمشر مادورو سره ټیلیفوني خبرې وکړې
پاکستان د بلوچستان په ایالت کې په عملیاتو کې د ۱۲ وسله والو د  وژلو نه خبر ورکړ.
افغان چارواکي: د پاکستان له لوري په برید  کې ۴ ملکي وګړي وژل شوي دي
اسرائيلي ځواکونو په اشغال شوي لویدیځه غاړه کې پنځه تاریخي اثار ضبط کړل
ګوستاوو پترو: کولمبیا د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې په پلمه ګواښل کیږي
نن په تورکیه او نړۍ کې د تورکي قهوې نړیواله ورځ ده.
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر  هاکان فیدان به د دوحې په ۲۳مه غونډه کې ګډون وکړي
په غزه کې د اسرائیلو ملاتړې ملیشې مشر ووژل شو
پاکستان: په بلوچستان کې په تېرو ۳ میاشتو کې په ترسره شوو عملیاتو کې تر ۱۰۰ ډېر وسله وال وژل شوي دي
په هندوستان کې د خوندیتوب د نویو مقرراتو له امله یو زیات شمیر الوتنې وځنډولې .
د جنوبي کوریا لی د چین او جاپان د کړکیچونو د کمولو لپاره د منځګړیتوب رول وړاندې کړ
تورکیه به په ۲۰۲۶ کال کې د پاکستان په پنځو ساحو کې د تېلو او ګازو استخراج پیل کړي
آلمان لومړنی هېواد شو چې د روسیې ګواښ ته په اشارې یې د اسرائیل "ارو ۳" توغندیز دفاعي سیسټم فعال کړ
په غزه کې فلسطینیانو د نازک اوربند په منځ کې د لسګونو جوړو لپاره ډله يیز واده وکړ.