نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
زیلینسکي : روسیې پر کیف په وروستیو بریدونو کې د شمالي کوریا ساخت توغندیو نه کار اخیستی دی
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ادعا کړې چې روسیې په کیف د تیرې شپې په بریدونو کې  د شمالي کوریا  ساخت  بالستیک توغندیو نه کار اخیستی ، چې په پایله کې یې ۱۲ کسان وژل شوي او ۹۰ نور ټپیان شوي دي.
زیلینسکي : روسیې پر کیف په وروستیو بریدونو کې د شمالي کوریا ساخت توغندیو نه کار اخیستی دی
Zelenskyy warns of "criminal nature of the alliance between Russia and Pyongyang" if it's confirmed. / Reuters

زیلینسکي، چې دا مهال د سویلي افریقا په رسمي سفر بوخت دی، د پنجشنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل: "د لومړنیو معلوماتو له مخې، روسانو د شمالي کوریا جوړ شوی بالستیک توغندی کارولی دی. زموږ ځانګړې ادارې د ټولو جزئیاتو څېړنه کوي."

هغه خبرداری ورکړ چې که دا ادعا تایید شي، نو دا به د روسیې او پیونګ یانګ ترمنځ د اتحاد "جرمي ماهیت" څرګند کړي.

تر دې مخکې، اوکراین راپور ورکړی و چې د روسیې د توغندیو په برید کې د کیف په مرکز کې ۱۰ کسان وژل شوي او ۹۰ نور ټپیان شوي دي، خو وروسته د د ویجاړو شوو ودانیو له کنډوالو څخه د دوو نورو کسانو مړي هم راویستل شول.

د کیف د ښار د پوځي ادارې مشر، تیمور تکاچینکو، په ټیلیګرام کې وویل: "د ژغورنې ډلې د سویاتوشینسکي ولسوالۍ له کنډوالو څخه د دوو نورو کسانو مړي راویستي دي. د مړو شمیره ۱۲ تنو ته لوړه شوه."

تکاچینکو مخکې ویلي و چې په برید کې ۹۰ کسان په بېلابېلو کچو ټپیان شوي، چې لږ تر لږه ۱۲ یې ماشومان دي.

هغه زیاته کړه چې د ښار هولوسیوسکي، شیفچینکیوسکي، سولومینسکي، اوبولونسکي، او دسنینسکي ولسوالۍ هم په برید کې زیانمنې شوې دي.

د اوکراین هوایي ځواک ادعا کړې چې د دوی هوایي دفاعي سیسټمونو د روسیې لخوا د شپې په برید کې ۷۰ توغندیو څخه ۴۸ او ۱۴۵ ډرونونو څخه ۶۴ شنډ کړي دي.

ټرمپ د پوتین څخه د بریدونو د درولو غوښتنه وکړه

په همدې حال کې، د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین څخه غوښتنه وکړه چې په اوکراین بریدونه ودروي.  ویل کیږي ټرمپ د روسیې پر ولسمشر نیوکه هم کړې ده.

د ټرمپ دا مستقیمه غوښتنه وروسته له هغې وشوه چې زیلینسکي له خپلو متحدینو وغوښتل چې په روسیه نور فشار راوړي ترڅو خپل یرغل ودروي.

ټرمپ په ټولنیزو رسنیو کې وویل: "زه د روسیې د بریدونو څخه خوښ نه یم. دا غیر ضروري دي او ډېر بد وخت دی. ولادیمیر، بریدونه وردوه !

ټرمپ، چې د روسیې د ملاتړ په تور تورن شوی او تل یې  پر زیلینسکي نیوکې کړي، خبریالانو د ددې پوښتنې په ځواب کې چې ایا روسیې څه دول امتیاز وړاندې کړی ؟  

هغه ځواب ورکړ: "د ټول هېواد د نیولو درول — یو ډېر لوی امتیاز."

وپلټۍ
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د امنیتي اندېښنو له امله په توره بحیره کې د اوکراین په بندرونو کې د سوداګریزو کښتیو تګ راتګ ودرېد
د ایران ولسمشر پزشکيان او د عراق لومړي وزیر زیدي د دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې وکړې
د هند لومړي وزیر د کانکور ازموینې سوالونو  افشا کوونکو ته د "سمدستي سزا" ورکولو امر وکړ
جاپان هیله ښودلې چې له فلسطین سره نړیوال ملاتړ نور هم زیات شي
د روسیې او امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو د اوکراین پر کړکېچ خبرې وکړې
امریکا په منځني ختیځ کې د جګړې له تودېدو سره پر ایراني پوځي اهدافو نوي بریدونه پیل کړل
په افغانستان ، پاکستان او هند کې د سختو بارانونو له امله د مړو شمېر مخ په زیاتېدو دی.
د یمن د حوثیانو لخوا په سره سمندرګي کې د سعودي عربستان پر ټانکرونو برید
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ممداني له فدرالي حکومت غوښتنه وکړه چې نتانیاهو ونیسي؛ وایي دوی یې د نیولو واک نه لري
د تورکیې د والیبال بریا؛ د ښځو او نارینه وو ملي لوبډلې د ملتونو لیګ (VNL) پایلوبو ته ورسېدې
په سومالیا کې د ترکي پوځیانو د دندې موده د نورو ۲ کلونو لپاره وغځول شوه
د امریکا د دفاع وزیر هیګسټ: له ایران سره د جګړې لګښت "۳۷.۵ میلیارده ډالرو ته لوړ شوی"
د روسیې په سویل کې د "وایلدبریز" پر لوجستیکي مرکزونو د بې پیلوټه الوتکو برید وشو