سوریې حکومت د اسرائیلو لخوا ددې هیواد په قنیطره کې د یو ځوان وژنه په کلکو ټکو وغندله

سوریې په قنیطره کې د اسرائیلو له خوا د یوه ملکي وګړي وژنه 'د نړیوالو قوانینو سرغړونه' وبلله او ویې غندله

By
سوریې حکومت د اسرائیلو لخوا ددې هیواد په قنیطره کې د یو ځوان وژنه په کلکو ټکو وغندله / AP

د سوریې د بهرنیو چارو وزارت له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې خپل قانوني او انساني مسؤلیتونه ادا کړي او د دې ډول تکراري سرغړونو د مخنیوي لپاره سمدستي اقدامات وکړي.

د سوریې د بهرنیو چارو وزارت د سوریې په سویل کې د قنیطره په کلیوالي سیمو کې د اسرائیلي ځواکونو له خوا د یوه ځوان وژل کېدل په کلکه غندلي او دا یې "د نړیوالو بشري قوانینو څخه ښکاره سرغړونه" بللې ده.

وزارت د جمعې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل: "موږ د الزعروره په کلي کې د اسرائیلي اشغالګرو ځواکونو له خوا ترسره شوې جنایت په کلکه غندو، چې له امله یې یو ملکي وګړی ووژل شو." اعلامیه زیاتوي چې دا ډول بریدونه د اسرائیلو "تیري ګرې پالیسۍ" ښیي چې په قصدي ډول ملکي وګړي په نښه کوي او د هغوی ژوند په خطر کې اچوي.

د سوریې دولتي خبري چینل راپور ورکړی چې دغه ځوان هغه مهال ووژل شو کله چې اسرائیلي ځواکونو په الزعروره کې یو موټر د ټانګ په مرمۍ وویشت. د راپورونو له مخې، اسرائیلي ځواکونو د جمعې په ورځ د قنیطره سویل ته پرمختګ کړی او د خاورینو خنډونو په جوړولو سره یې څلور لارې تړلې دي.

دا پېښه په داسې حال کې رامنځته کیږي چې د سوریې په بېلابېلو برخو، په ځانګړې توګه په سویلي ولایتونو (درعا او قنیطره) کې د فلسطیني بندیانو په ملاتړ لاریونونه د دریمې پرله پسې ورځې لپاره دوام لري.