افغانستان
4 د لوستلو دقیقې
امریکا غواړي په قطر کې په کمپونو کې میشت افغانان کانګو جمهوریت ته ولیږي
امریکا متحده ایالتونو په افغانستان کې طالبان واک ته د رسیدو نه وروسته د تخلیې په پروګرام کې قطر کې ځای په ځای کړي خپل متحدین کانګو جمهوریت ته لیږدوي.
امریکا غواړي په قطر کې په کمپونو کې میشت افغانان کانګو جمهوریت ته ولیږي
امریکا غواړي په قطر کې په کمپونو کې میشت افغانان کانګو جمهوریت ته ولیږي / trt

امریکا په قطر کې مېشتو افغان متحدینو ته دوه انتخابونه وړاندې کړي، کانګو جمهوریت او یا بیرته خپلو کورونو افغانستان.

یوه فعال د سې شنبې په ورځ وویل، متحده ایالات غواړي په قطر کې بند پاتې هغو پخوانیو افغان متحدینو ته چې له دوی سره یې کار کړی، د جګړه ځپلي 'کانګو دیموکراتیک جمهوریت' ته د کډوالۍ او یا هم د طالبانو تر واکمنۍ لاندې خپل هېواد ته د بېرته ستنېدو ترمنځ یو انتخاب ورکړي.

د ولسمشر ډونلډ ټرمپ ادارې، چې پر کډوالۍ سخت بندیزونه یې خپله اصلي پالیسي ګرځولې ده، د هغه کمپ د تړلو لپاره د مارچ ۳۱مه وروستۍ نېټه ټاکلې چې په قطر کې د امریکا په یوه پخوانۍ اډه کې له ۱۱۰۰ څخه ډېر افغانان پکې اوسېږي.

دا افغانان په دغه اډه کې د پروسس چارو لپاره مېشت وو ترڅو متحده ایالاتو ته لاړ شي؛ دوی له دې امله وېرېدل چې په ۲۰۲۱ کال کې د لوېدیځ په ملاتړ د حکومت له پاشل کېدو او د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته به، د امریکا له ځواکونو سره د کار کولو په تور د طالبانو له خوا وځورول شي.

د 'افغان ایواک' (AfghanEvac) ډلې مشر او امریکایي پخوانی سرتیری، شان وان ډایور، چې له افغان متحدینو سره د مرستې هڅه کوي، وویل ده ته داسې معلومات ورکړل شوي چې د ټرمپ اداره غواړي افغانانو ته د کانګو دیموکراتیک جمهوریت ته د تلو او یا هم افغانستان ته د بېرته ستنېدو انتخاب ورکړي.

هغه وویل، تمه لري چې افغانان به دغه افریقایي هېواد ته له تلو ډډه وکړي، ځکه چې کانګو له کلونو راهیسې په خپله له جګړو او کډوالۍ له بحران سره مخ ده او هلته د روانډا سره تړلې وسله والې شخړې هم روانې دي.

وان ډایور په یو بیان کې وویل: "تاسو نشئ کولی د جګړې د وخت متحدین، چې تر ۴۰۰ ډېر یې ماشومان دي، د امریکا له نظارت څخه داسې یوه هېواد ته ولېږئ چې په خپله د پاشل کېدو په حال کې وي." هغه ادعا وکړه چې: "اداره په دې پوهېږي، او د دوی هدف همدا دی" چې خلک مجبور کړي بېرته افغانستان ته ستانه شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دې خبرې تایید کولو څخه ډډه وکړه چې ګواکې کانګو د یو مقصد په توګه په پام کې نیول شوې، خو ویې ویل چې متحده ایالات په قطر کې له 'السیلیه' کمپ څخه د "داوطلبانه بیا مېشتېدو" پر لارو چارو کار کوي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل: "بل دریم هېواد ته د دې خلکو لېږدول یو مثبت حل دی چې پاتې خلکو ته له افغانستان څخه بهر د نوي ژوند پیلولو زمینه برابروي او په ورته وخت کې د امریکا د خلکو خوندیتوب او امنیت هم خوندي ساتي."

ډیموکراټ سناتور ټیم کین وویل، کانګو ته د امریکا د افغان متحدینو لېږل به یو "لیونی" (بې ځایه) کار وي. هغه زیاته کړه: "موږ له دې افغانانو سره ژمنه کړې وه چې له موږ سره له مرستې وروسته به د هغوی د خوندیتوب ډاډ ورکوو. موږ مکلف یو چې په خپله وعده وفا وکړو، ځکه چې دا سم کار دی، او زموږ له ژمنې څخه سرغړونه به په راتلونکي کې د هغو ملګرتیاوو رامنځته کول ستونزمن کړي چې زموږ د ملي امنیت لپاره ورته اړتیا لرو."

د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته له ۱۹۰،۰۰۰ څخه زیاتو افغانانو په امریکا کې نوي کورونه موندلي دي. دا پروګرام د پخواني ولسمشر جو بایډن له خوا پیل شوی و، خو په لومړي سر کې د ډېرو جمهوریپالو له خوا یې هم ملاتړ کېده.

ټرمپ د کډوالو د بیا مېشتېدو پراخ پروګرام لغوه کړ او د افغانانو د پروسس د درولو امر یې وکړ. دا کار وروسته له هغه وشو چې تېر کال په واشنګټن کې یوه افغان، چې له امریکایي استخباراتو سره یې کار کړی و او په رواني ناروغۍ (PTSD) اخته و، پر دوو ملي ساتونکو ډزې وکړې چې یو یې پکې ووژل شو.

 

وپلټۍ
د تورکیې ولسمشر اردوغان د امریکا له ولسمشر ټرمپ سره ټلیفوني خبرې وکړې
ټرمپ ګواښ کړی که چیرې عمان د امریکا او ایران د خبرو اترو په لاره کې مداخله وکړي نو بمبار به یې کړي
پر غزې د اسرائیلو په بریدونو کې د وژل شویو شمېر ۷۳ زره ۳۹۹ تنو ته ورسېد
پاپ لیو څوارلسم په لویدیځه غاړه کې د فلسطینیانو پر وړاندې داسرائیلو تاوتریخوالي د ختمولو غوښتنه وکړه
ملګري ملتونه: د پولې له بندېدو سره سره، تر ۷۰۰ ډېرې د مرستو لارۍ افغانستان ته داخلې شوې
حماس په غزه کې د اوربند د تړون د دایمي کولو لپاره قاهرې ته ځي
ایران د امریکايي سرتېرو د نیولو یا وژلو لپاره ۳۰،۰۰۰ ډالره انعام اعلان کړ
تورکیې"دوست او ورور" هیواد پاکستان ته د خپلواکۍ د ورځې مبارکي ورکړه.
ولسمشر اردوغان د عدالت او پراختیا ګوند ۲۵ کلن مزل د تورکیې لپاره یو "تاریخي بدلون" وباله
زاخارووا: موږ له تورکیې څخه د سولې وړاندیزونه په دقت سره ارزوو
تورکیې د علي خان کوریش جنايي ډلې پر خلاف پراخه عملیات ترسره کړل.
اردوغان وویل چې د اروپايي ټولنې له خوا د ګمرکي اتحادیې او ویزو د ازادولو ګامونه د هرې خوا په ګټه دی
په کولمبیا کې د ډیرې زورورې زلزلې له امله په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
ټرمپ وايي که ایران د جګړې تاوان غواړي ، امریکا لخوا له ایران نه د تاوان غوښتنه کوي
د تورکیې په شرناق ولایت کې د ټیکنو فیسټ (TEKNOFEST) د بې پیلوټه الوتکو سیالۍ پیل شوې