نړۍ
1 د لوستلو دقیقه
د میانمار مرکزي سیمې د ریښتر په کچه د ۷ اعشاریه ۷ په شدت سره زوروره زلزله رامنځته شوه
د امریکا د  جیولوجیکي سروې ادارې  ویلي چې د میانمار په مرکزي برخو کې د ۷.۷ درجې په شدت سره زوروره زلزله رامنځته شوې ده  چې په  نتیجه کې په پلازمېنه نایپیداو کې یې سړکونه خراب کړي او د دې زلزلې ټکانونه په چین او تایلنډ کې هم احساس شوي دي.
د میانمار مرکزي سیمې د ریښتر په کچه د ۷ اعشاریه ۷ په شدت سره زوروره زلزله رامنځته شوه

د زلزلې مرکز د ساګینګ ښار شمال لویدیځ ته ۱۶ کیلومتره لرې په ۱۰ کیلومتره ژوروالي کې موقعیت درلود، چې د جمعې په ورځ د سهار ۰۶:۲۰ دقیقو کې رامنځته شوه.

د مرګ ژوبلې او زیانونو په اړه تر اوسه پورې کره معلومات نشته .

په بانګکاک کې ځینې میټرو او سپک ریل خدمات وځنډول شول.

په نایپیداو کې خبریالانو وویل چې د زلزلې د شدت له امله سړکونه خراب شوي او د ودانیو له چتونو ټوټې راولوېدې.

د زلزلې ټکانونه د تایلنډ شمالي برخو څخه تر پلازمېنې بانګکاک پورې احساس شول، چیرې چې خلک د ودانیو له لړزېدو وروسته سړکونو ته راووتل.

د چیانګ مای ښار یوه اوسېدونکي، دوینګجای، خبریالانو ته وویل: "ما زلزله احساس کړه، زه په کور کې ویده وم. ما د خوب د  جامو سره له کوره بهر منډې کړې.

د چین د زلزلو ادارې په وینا، د دې زلزلې ټکانونه د چین د جنوب لویدیځ یونان ولایت کې هم احساس شوي، چې د دوی په وینا شدت یې ۷.۹ درجې و.

دا یوه روانه پېښه ده او نور معلومات به وروسته شریک شي.

 

وپلټۍ
په امریکا کې د خوړو په یوه مېله یا فیستیوال کې د وسله وال برید له امله ۲ تنه مړه او ۵ نور ټپیان شول
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د تورکیې د ښځو د واليبال ملي لوبډلې د دویم ځل لپاره د ملتونو لیګ اتلولي وګټله
ټرمپ د توغندیو د کمښت له امله پر ایران پوځي بریدونه وځنډول
برلین کې یو موټر د یوې نندارې پر مهال د خلکو په منځ کې د ننوتو سره ګڼشمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
توقایف له پوتین څخه وغوښتل چې د 'استانبول فارمول ۲.۰' پر بنسټ د اوکراین جګړه وځنډوي
د تورکیې (د والیبال ملي ښځینه لوبډلې) د ملتونو لیګ په سیالیو کې پایلوبې ته لاره ومونده
تورکیې په نابلس کې د ۴ تنو فلسطینیانو وژنه په کلکو ټکو وغندله
د پاکستان په شمال لوېدیځ کې پر امنیتي پوسته برید کې ۱۵ کسان وژل شوي
ایران په بحرین، اردن او کویټ کې د امریکا پر نظامي اهدافو بریدونه وکړل
ټرمپ : ایران اوس په مذاکراتو کې ډېر جدي چلند کوي
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عراقچي له خپلو روسي او پاکستاني سیالانو سره وکتل
اروپايي ټولنه: "پوتین د جګړې د پایته رسولو هوډ نلري او  د وخت ګټلو هڅه کوي"
ولسمشر اردوغان د استانبول  ایا صوفیه تاریخي جومات د عبادت پر مخ د بیا پرانیستل کیدو ۶ کلیزه ولمانځله
په امریکا کې د ټاکنو پر مهال سافټویري تېروتنه؛ سلګونو غیر امریکایي اتباعو رایه ورکړې ده