نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
روسیې ویلي چې د اوکراین بې پیلوټه الوتکو په روسیې برید کړی، او لسګونه اوکرایني  ډرونونه غورځول شوي
د روسیې د دفاع وزارت د جمعې په ورځ راپور ورکړ چې ۳۳ اوکرایني ډرونونه د روسیې پر پنځو سیمو، د نیول شوې کریمیا پر برخو او د تور سمندر پر فضا د تېرې شپې په جریان کې وویشتل شول او ویجاړ شول.
روسیې ویلي چې د اوکراین بې پیلوټه الوتکو په روسیې برید کړی، او لسګونه اوکرایني  ډرونونه غورځول شوي
روسیې ویلي چې د اوکراین بې پیلوټه الوتکو په روسیې برید کړی، او لسګونه اوکرایني  ډرونونه غورځول شوي / Reuters

د روسیې دفاع وزارت ویلي چې د اوکراین بې پیلوټه الوتکو په روسیې برید کړی، او لسګونه اوکرایني  ډرونونه غورځول شوي دي

ویل کیږي د ډرون د نوموړو بریدونو له امله په جنوبي روسیه او د نیول شوې کریمیا په برخه کې ښوونځي تړل شوي او  د ټرانسپورت سیستم  د خنډونو سره مخ شوی دی. همداشان ځینو کورونو ته زیان رسیدلی .  چې بیړنيو ټیمونو په چټکۍ سره غبرګون وښود.

د روسیې د دفاع وزارت د جمعې په ورځ راپور ورکړ چې ۳۳ اوکرایني ډرونونه د روسیې پر پنځو سیمو، د نیول شوې کریمیا پر برخو او د تور سمندر پر فضا د تېرې شپې په جریان کې وویشتل شول او ویجاړ شول.

ډرونونو لږ تر لږه اته هوایي ډګرونه د عملیاتو له ځنډولو سره مخ کړل، چې د روسیې د هوايي چلند د څار ادارې یې تایید وکړ، او په اغېزمنو سیمو کې یې هوايي سفر ګډوډ کړ.

د کراسنودار کرای د بیړني غبرګون چارواکو وویل چې د کراسنودار سیمې په سلاویانسک-آن-کوبان کې، د ډرون د غورځیدو له امله دوه کسان ټپیان شول، او دوی بشپړ طبي پاملرنه ترلاسه کوي.

سیمه ییز ښوونځي، وړکتونونه، او اضافي تعلیمي ادارې وتړل شوې، د ثانوي او لوړو زده کړو اسانتیاوو ته مشوره ورکړل شوه چې تر هغه وخته پورې ټولګي لغوه کړي چې ګواښ کم شي.

د سیمې والي یوري سلیوسار راپور ورکړ چې په روستوف سیمه کې اوه ډرونونه راغورځول شوي، چیرې چې د برېښنا یوه ستنه زیانمنه شوه او له امله یې له ۲۰۰ څخه ډېر کورونه له برېښنا بې‌ برخې شول.

بیړنیو خدمتونو په اوو ځایونو کې د کړکیو، چتونو او دروازو زیانونه ثبت کړل او د خلکو د هستوګنې د بیا رغونې لپاره یې ټیمونه ځای په ځای کړل.

د تاس خبري اژانس په وینا، د سلاویانسکي ولسوالۍ مشر رومن سینیاګوفسکي د ټیلیګرام مخابراتي پلیټ فارم کې د احتیاطي بندیدو تایید وکړ، او د ملکي سیمو په نښه کولو د ډرون بریدونو په اړه د روانو اندیښنو یادونه یې وکړه.

روسي چارواکو له اوسیدونکو وغوښتل چې احتياط وکړي، په داسې حال کې چې بیړني ټیمونه د زیان ارزونه کوي، د امنیت ډاډ ورکوي او له اغېزمنو خلکو سره سمدستي مرسته برابروي.

وپلټۍ
فیدان: د جولای ۱۵مې وښودله چې د تورکیې ملي اراده به هیڅکله د "استبدادي ځواکونو" په وړاندې تسلیم نشي
اوکراین پر سوداګریزو کښتیو  د روسیې په بریدونو کې د  ۳ تنو د وژل کیدو نه خبر ورکړی دی.
ایران په اردن کې د امریکا پر اډو د ډرون الوتکو پراخ بریدونه کړي
ولسمشر اردوغان : د جولای ۱۵ مه یوازې د یوې خاینانه کودتا شنډول نه وو بلکې د ډیموکراسۍ ستره بریا ده
د دفاعي صنعت په برخه کې د ګولن ترهګریز سازمان سبوتاژونه، حیاتي پروژې او په تېرو ۱۰ کلونو کې  وده
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د جولای د ۱۵مې په شپه رامنځته شوې پېښې، د کودتا د هڅې مهم پړاوونه او د ملت حماسي مقاومت
روسیه ادعا کوي چې د اوکرایني ډرون ددې هیواد د تیلو په چاڼځای برید کړی
د کودتا پرېکړه د ۲۰۱۵ کال د نوامبر د لومړۍ نېټې له ټاکنو وروسته شوې وه.
متحده عربي امارات وايي ایران د دوې دوله د تیلو ټانکر کښتۍ ویشتلي دي خو ایران دا ادعا رد کړې
د تورکیې ولسمشر اردوغان د پاکستان د دفاعي ځواکونو او ځمکني پوځ مشر جنرال منیر سره وکتل
فیدان په پاریس کې د اوکراین په اړه غونډه کې ګډون وکړ؛ ایتلاف د پایداره سولې د هڅو ژمنه وکړه
د برازیل ولسمشر لولا دا سیلوا پر ټرمپ د «سمندري غلا» تور پورې کړ
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د جولای د ۱۵مې له ناوړه کودتا څخه ۱۰ کاله تېر شول.