نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
امریکا منلې چې پوځ یې په هرمز تنګي کې د تیلو ټانکر کښتیو سره د ملتیا لپاره چمتو نه دی
د امریکا د انرژۍ وزیر کریس رایټ ویلي چې امریکایي پوځ دا مهال د هرمز په مهم تنګي کې د ټانکرونو د (ملتیا) لپاره «چمتو نه دی»، ځکه چې د دوی ټول نظامي امکانات پر ایران باندې په بریدونو تمرکز لري.
امریکا منلې چې پوځ یې په هرمز تنګي کې د تیلو ټانکر کښتیو سره د ملتیا لپاره چمتو نه دی
امریکا منلې چې پوځ یې په هرمز تنګي کې د تیلو ټانکر کښتیو سره د ملتیا لپاره چمتو نه دی / AP


"د ایران پر وړاندې د جګړې له پیل راهیسې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هڅه کړې چې د تېلو د ټانکرونو لپاره د متحده ایالاتو د سمندري ځواکونو د ملتیا او د بار وړونکو شرکتونو لپاره د بیمې په وړاندیز سره بازارونه ارام کړي، خو تر اوسه داسې کومه ملتیا نه ده شوې.

د امریکا د انرژۍ وزیر کریس رایټ ویلي چې امریکایي پوځ دا مهال د هرمز په مهم تنګي کې د ټانکرونو د (ملتیا) لپاره «چمتو نه دی»، ځکه چې د دوی ټول نظامي امکانات پر ایران باندې په بریدونو تمرکز لري.

د رایټ دا څرګندونې د پنجشنبې په ورځ وروسته له هغه وشوې چې عراق ته څېرمه پر دوو ټانکرونو برید کې لږ تر لږه یو کس ووژل شو او د تېلو بیې د لنډ وخت لپاره تر ۱۰۰ ډالرو واوښتې.

رایټ له CNBC سره په خبرو کې وویل: «دا به ډېر ژر پیل شي، خو اوس نه شي کېدای. موږ په ساده ډول چمتو نه یو. زموږ ټول نظامي تجهیزات دا مهال د ایران د بریدګرو وړتیاوو او د هغو فابریکو پر ویجاړولو بوخت دي چې دغه تجهیزات ورته جوړوي.» هغه زیاته کړه چې ډېر احتمال شته چې د میاشتې تر پایه دا ډول بدرګه پیل شي.

په داسې حال کې چې ایران د خلیج د انرژۍ پر اهدافو د بریدونو نوې څپه پیل کړې، د انرژۍ نړیوالې ادارې (IEA) ویلي چې دا جګړه «د نړیوال تېلو په بازار کې د عرضې تر ټولو لوی خنډ رامنځته کوي.» پر ایراني اهدافو، په ځانګړې توګه د انرژۍ پر بنسټیزو تاسیساتو د امریکا او اسراییلو بریدونو هم عرضه کمه کړې ده.

د انرژۍ نړیوالې ادارې غړو هېوادونو د چهارشنبې په ورځ پرېکړه وکړه چې له خپلو زېرمو څخه ۴۰۰ میلیونه بوشکې تېل وباسي، چې دا په تاریخ کې د تېلو د ایستلو تر ټولو لویه کچه ده. رایټ وویل، امریکا به ۱۷۲ میلیونه بوشکې وباسي، چې د یوه کال په ترڅ کې به یې بېرته پوره کړي.

سره له دې، دغه اقدام ونه توانېد چې د انرژۍ د عرضې د بندېدو وېره له منځه یوسي، ځکه چې هرمز تنګی – چې د نړۍ د خامو تېلو پنځمه برخه ترې تېریږي – عملاً تړل شوی دی.

رایټ CNN ته وویل چې دی باور لري بازار اوسمهال له تېلو «ډېر ښه برخمن دی» او د بیو لنډمهاله لوړوالی له حقیقي جریان څخه ډېر په «رواني حالت» پورې اړه لري. امریکا همدارنګه پر روسي تېلو ځینې بندیزونه نرم کړي او هند ته یې موقتي اجازه ورکړې چې د جګړې له امله د رامنځته شوي کمښت د پوره کولو لپاره روسي تېل واخلي.

د رایټ دا څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغه مخې ته راغلې چې د ولادیمیر پوتین یو استازي په فلوریډا کې له امریکایي مرکچیانو سره وکتل؛ دا د ایران د جګړې له پیل راهیسې د مسکو او واشنګټن ترمنځ لومړنۍ خبرې اترې وې. روسي استازي کیریل دیمیتریف دا لیدنه «ګټوره» وبلله او ویې ویل چې واشنګټن اوس د روسي تېلو پر اهمیت «ښه پوهېدل پیل کړي دي.»"

 

وپلټۍ
د ملګرو ملتونو د غړو هېوادونو مشران د ۸۱مې عمومي غونډې لپاره په نیویارک کې سره راټول شوي.
د سوریې د حلب په جنوبي کلیوالي سیمو کې د مهماتو په ډیپو کې چاودنې وشوې
ایران د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې څخه مخکې د غزې د اقداماتو په اړه د اسرائیل غندنه وکړه
ادعا شوې ترمپ  چې لومړی یې «د حوثیانو پر وړاندې د عملیاتو» امر ورکړی و  له خپلې دې پرېکړې په شا شوی
د ایران سپاه پاسداران: «د هرمز په تنګي کې مو د MQ-1 ډوله بې پیلوټه الوتکه راپرزولې
ترامپ: «کولی شم ټول ایران ته انفجار ورکړم او له منځه یي یوسم»
په کانادا کې د کنیسې (سیناګوګ) مخې ته په وسله وال برید کې د یوه پولیس په ګډون دوه کسان ټپیان شول
د فرانسې ولسمشر ماکرون د کاناډا له لومړي وزیر کارني سره لیدنه کوي
امریکا د منځني ختیځ لپاره امنیتی خبرداری خپور کړ
د سعودي عربستان هوايي ځواکونو پر ریاض د حوثیانو توغندي توغولو هڅه شنډه کړه
د تورکیې ولسمشر اردوغان د ملګرو ملتونو ۸۱مې عمومي اسمبلۍ لپاره امریکا ته سفر کوي
د اندونیزیا ولسمشر په یوه غونډه کې د «ازاد فلسطین» شعارونه ورکړل
په پاکستان کې د جومات ترڅنګ چاودنه کې د وژل شویو کسانو شمېر ۲۳ ته لوړ شو
تورکیې له برازیل سره لاسلیک کړی د دفاعي صنایعو د همکارۍ هوکړه لیک تصویب کړ
ولسمشر اردوغان به د ملګرو ملتونو له تریبون څخه نړۍ ته وینا وکړي