منځنی ختیځ
2 د لوستلو دقیقې
د حوثیانو تر کنټرول لاندې محکمې د جاسوسۍ په تور پر ۱۷ کسانو د اعدام حکم صادر کړ
د سبا خبري اژانس د راپور له مخې، د یمن په پلازمېنه  صنعا کې د حوثیانو تر کنټرول لاندې یوې محکمې ۱۷ کسان بهرنیو دولتونو ته د جاسوسۍ په تور مجرم بللي او د مرګ سزا یې ورته اورولې ده.
د حوثیانو تر کنټرول لاندې محکمې د جاسوسۍ په تور پر ۱۷ کسانو د اعدام حکم صادر کړ
د حوثیانو تر کنټرول لاندې محکمې د جاسوسۍ په تور پر ۱۷ کسانو د اعدام حکم صادر کړ / Reuters

د حوثیانو تر کنټرول لاندې محکمې د جاسوسۍ په تور پر ۱۷ کسانو د اعدام حکم صادر کړ

دا حکم د یمن په هغو سیمو کې چې د حوثیانو تر کنټرول لاندې دي، د دوی د ځپونکو اقداماتو په لړ کې تر ټولو وروستی دی.

د سبا خبري اژانس د راپور له مخې، د یمن په پلازمېنه  صنعا کې د حوثیانو تر کنټرول لاندې یوې محکمې ۱۷ کسان بهرنیو دولتونو ته د جاسوسۍ په تور مجرم بللي او د مرګ سزا یې ورته اورولې ده.

په صنعا کې ځانګړې جنايي محکمې - چې د یمن پلازمېنه او د دغې ډلې تر کنټرول لاندې ده - د شنبې په ورځ دا حکم صادر کړ.

محکمې ویلي، چې دغه محکوم شوي کسان د "یوې جاسوسي شبکې دننه د جاسوسۍ د حجرو" برخه وو چې له څو هېوادونو سره یې تړاو درلود، او په عام محضر کې یې د ډزو په واسطه د اعدام سزا صادره کړه.

محکمې همدارنګه یو سړی او یوه ښځه په لس کاله بند محکوم کړل، په داسې حال کې چې یو بل تورن کس ته برائت ورکړل شو.

د ځینو محکومو تورنو کسانو استازي وکیل عبدالباسط غازي وویل، چې د شنبې د ورځې پر پرېکړې استیناف غوښتنه کېدای شي.

سبا خبري اژانس راپور ورکړی چې پر تورنو کسانو تور لګول شوی و چې "د ۲۰۲۴-۲۰۲۵ کلونو په موده کې یې له هغو بهرنیو هېوادونو سره جاسوسي کړې چې له یمن سره د دښمنۍ په حالت کې دي."

سرچینې زیاته کړې، څارنوالانو ویلي چې تورنو کسانو د بېلابېلو هېوادونو له استخباراتي افسرانو سره همکاري کړې وه، چې په کې بریتانیا، متحده ایالات، او د نورو ترڅنګ د اسرائیل استخباراتي اداره موساد هم شامل دي.

د خبري اژانس د معلوماتو له مخې، تورنو کسانو "دښمنانو ته د دولتي مشرانو د لسګونو ځایونو او تګ راتګ، او همدارنګه د توغندیو په اړه معلومات ورکړي وو، چې له امله یې ګڼ شمېر پوځي، امنیتي او ملکي ځایونه په نښه شول او په پایله کې یې لسګونه کسان ووژل شول او زیربناوې په پراخه کچه ویجاړې شوې."

 

وپلټۍ
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د امنیتي اندېښنو له امله په توره بحیره کې د اوکراین په بندرونو کې د سوداګریزو کښتیو تګ راتګ ودرېد
د ایران ولسمشر پزشکيان او د عراق لومړي وزیر زیدي د دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې وکړې
د هند لومړي وزیر د کانکور ازموینې سوالونو  افشا کوونکو ته د "سمدستي سزا" ورکولو امر وکړ
جاپان هیله ښودلې چې له فلسطین سره نړیوال ملاتړ نور هم زیات شي
د روسیې او امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو د اوکراین پر کړکېچ خبرې وکړې
امریکا په منځني ختیځ کې د جګړې له تودېدو سره پر ایراني پوځي اهدافو نوي بریدونه پیل کړل
په افغانستان ، پاکستان او هند کې د سختو بارانونو له امله د مړو شمېر مخ په زیاتېدو دی.
د یمن د حوثیانو لخوا په سره سمندرګي کې د سعودي عربستان پر ټانکرونو برید
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ممداني له فدرالي حکومت غوښتنه وکړه چې نتانیاهو ونیسي؛ وایي دوی یې د نیولو واک نه لري
د تورکیې د والیبال بریا؛ د ښځو او نارینه وو ملي لوبډلې د ملتونو لیګ (VNL) پایلوبو ته ورسېدې
په سومالیا کې د ترکي پوځیانو د دندې موده د نورو ۲ کلونو لپاره وغځول شوه
د امریکا د دفاع وزیر هیګسټ: له ایران سره د جګړې لګښت "۳۷.۵ میلیارده ډالرو ته لوړ شوی"
د روسیې په سویل کې د "وایلدبریز" پر لوجستیکي مرکزونو د بې پیلوټه الوتکو برید وشو