نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
د ایران په سویل کې درې تنه امنیتي سرتیري ووژل شول
د ایران دولتي رسنیو د سه شنبې په ورځ خبر ورکړ چې د ایران په جنوبي کرمان ولایت کې د شپې په نښتو کې لږ تر لږه درې امنیتي پرسونل او یو ملکي وګړی وژل شوي دي.
د ایران په سویل کې درې تنه امنیتي  سرتیري ووژل شول
د ایران په سویل کې درې تنه امنیتي سرتیري ووژل شول / AP
 

د ایران په سویل کې درې امنیتي ځواکونه ووژل شول

د ایران دولتي رسنیو د سه شنبې په ورځ خبر ورکړ چې د ایران په جنوبي کرمان ولایت کې د شپې په نښتو کې لږ تر لږه درې امنیتي پرسونل او یو ملکي وګړی وژل شوي دي.

سپاه پاسداران انقلاب د ایران رسمي خبري اژانس (ایرنا) ته په یوه استول شوې بیانیه کې ویلي: "درې امنیتي افسران او یو ملکي وګړی د کرمان ولایت په ختیځ کې د فهرج په تلاشۍ پوسته کې ژوند د لاسه ورکړ."

د کرمان پولیسو په یوه جلا بیانیه کې چې د ایرنا لخوا خپره شوې ویلي: "دا پېښه تېره شپه د ترهګرو عناصرو او په پوسته کې د مېشتو ځواکونو ترمنځ د نښتو پر مهال رامنځته شوه."

په بیانیه کې ژمنه شوې چې "د دې جرم د عاملینو د پېژندلو او پرېکنده چلند لپاره به استخباراتي او عملیاتي اقدامات" وشي.

د فهرج ښار د سیستان او بلوچستان نا ارامه سویل ختیځ ولایت ته نږدې پروت دی چې له پاکستان او افغانستان سره ګډه پوله لري او له اوږدې مودې راهیسې د امنیتي ځواکونو او وسله والو ډلو، د مخدره توکو د قاچاقبرانو او بېلتون غوښتونکو په ګډون، د نښتو مرکز پاتې شوی دی.

سیستان او بلوچستان، چې د سني بلوڅانو یوه لویه ټولنه په کې اوسیږي، د شیعه اکثریت ایران یو له بې وزلو سیمو څخه دی.

وپلټۍ
ایران امریکا تورنه کړه چې د بیولوژیکي وسلو د ادعاوو له لارې پر عراق د یرغل «فریب» بیا تکراروي
د تورکیې مرستیال ولسمشر جودت یلمز د ازبکستان له ولسمشر میرضیایف سره لیدنه وکړه
اردوغان: د تورکیې بې‌پیلوټه جنګي الوتکه «قزل‌الما» د دندې په موخه د تورکیې وسله وال پوځ ته وسپارل شو
د امریکا سنا مجلس د ایران د جګړې د پای ته رسولو په خاطر مسوده رد کړه.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
اسرائیلي ځواکونو په مرکزي غزه کې د فلسطینیانو کورونه په بمونو الوزولي .
شي، ټرمپ او پوتین درې اړخیزه غونډه پایته ورسیده.
د غیرقانوني اسرائیلي ښارګوټو اوسیدونکو د پوځ تر ساتنې لاندې د یوسف ع مقبرې باندې چاپه واچوله
د هالنډ د وسلو جوړونې شرکت کارکوونکو اوکراین سره پر روسیه د بې‌پیلوټه الوتکو په بریدونو کې مرسته کړې
د حوثي ملېشو برید په ریاض کې د سعودي عربستان د عامه پانګونې صندوق ودانۍ زیانمنه کړې ده.
ټرمپ وايي، امریکا د ایران جګړې د پای ته رسولو لپاره د چین یا روسیې مرستې ته اړتیا نه لري
ټرمپ د آسیا-پسیفک اقتصادي همکارۍ  سرمشریزې په څنډه کې له شي جین پینګ او پوتین سره جلا جلا لیدنې وکړې
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د چین ولسمشر شي د امریکا د ولسمشر ټرمپ هرکلی وکړ او د چین د «متقابل عمل دود» نه یادونه وکړه.
اردوغان: اسرائیل غزه د «نړۍ پر تر ټولو لوی اجباري کمپ» بدله کړې ده.