د غزې جګړه
2 د لوستلو دقیقې
اسرائیل د الزيتون سیمه هواره کړه: د غزې ښار د یرغل په ترڅ کې له ۱۵۰۰ څخه ډېر کورونه نړېدلي .
لکه څنګه چې اسرائیل خپل ځمکنی عملیاتو ته شدت ورکوي، ډرونونه او د چاودېدونکو توکو بار روباټونه د الزيتون جنوبي برخه ورانوي، د دې سیمې ډېری اوسېدونکي بې ځایه کوي او د ادعا شویو جګړه ییزو جنایتونو په اړه نړیوال غبرګون راپاروي.
اسرائیل د الزيتون سیمه هواره کړه: د غزې ښار د یرغل په ترڅ کې له ۱۵۰۰ څخه ډېر کورونه نړېدلي .
/ Reuters

اسرائیل د الزيتون سیمه هواره کړه: د غزې ښار د یرغل په ترڅ کې له ۱۵۰۰ څخه ډېر کورونه نړېدلي .

لکه څنګه چې اسرائیل خپل ځمکنی عملیاتو ته شدت ورکوي، ډرونونه او د چاودېدونکو توکو بار روباټونه د الزيتون جنوبي برخه ورانوي، د دې سیمې ډېری اوسېدونکي بې ځایه کوي او د ادعا شویو جګړه ییزو جنایتونو په اړه نړیوال غبرګون راپاروي.

د فلسطین د ملکي دفاع ادارې ویلي، اسرائیل د روانې میاشتې له پیل راهیسې چې د ځمکنیو عملیاتو پيل یې کړی، د غزې ښار د الزيتون په سیمه کې له ۱،۵۰۰ څخه ډېر کورونه نړولي دي.

د ادارې ویاند محمود بصل وویل، د سیمې په جنوبي برخه کې هېڅ ودانۍ نه ده پاتې شوې، وروسته له هغې چې اسرائیل د میاشتې په پیل کې د غزې د نیولو خپله طرحه ومنله.

هغه زیاته کړه چې د اسرائیلي پوځ د ودانیزو ماشینونو ترڅنګ د چاودېدونکو توکو بار روباټونه کارولي، په ورځ کې په اوسط ډول اوه ځایونه الوځوي او په عین وخت کې د کوادکوپټر ډرونونه د کورونو پر بامونو چاودېدونکي توکي غورځوي.

بصل وویل، وسلو د سیمې د ویجاړۍ کچه نوره هم شدیده کړې ده.

د ده په وینا، منظم تخریب د الزیتون ۸۰ سلنه اوسیدونکي اړ کړي چې د غزې ښار لویدیځو یا شمالي سیمو ته کډه شي.

د اسرائیل امنیتي کابینې د اګست په ۸مه د غزې ښار د نیولو یوه طرحه ومنله.

دغه طرحه شاوخوا یو میلیون فلسطینیان سوېل ته د بې ځایه کولو، ښار د محاصرې لاندې راوستلو او د سختو بریدونو وروسته د نیولو پلان لري.

اسرائیل د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر راهیسې په غزه کې نږدې ۶۳ زره فلسطینیان وژلي دي.

جګړې د محاصرې لاندې سیمه په بشپړه توګه ویجاړه کړې، چې اوس د اسرائیل له خوا تپل شوې قحطۍ سره مخ ده.

تېر نومبر نړیوالې جنایي محکمې د اسرائیل د لومړي وزير بنيامين نتنياهو او د هغه د پخواني دفاع وزير يواف ګالانت د غزې په تړاو د جګړه ييزو جنايتونو او د بشريت ضد جنايتونو په تور د نيولو حکم صادر کړ.

اسرائیل د همدې جګړې له امله د عدالت په نړیواله محکمه کې هم د نسل وژنې له دعوې سره مخ دی.

وپلټۍ
د جولای په ۱۵ د ولسمشر اردوغان د وژنې د پلان په هڅه کې ښکیل ترهګر ونیول شو
د اوکراین پر پلازمېنې کییف د روسیې په هوايي برید کې ۹ کسان وژل شوي او ۲۸ نور ټپیان دي
ټرمپ اوکراین ته د پیټریوټ توغندیو د ورکولو له ژمنې شاته شو
د یونس امره انسټیټیوټ لخوا د تورکي ژبې د مهارت نړیواله ازموینه (TYS)
په کاناډا کې پر یوه جومات وسله وال برید شوی
د روسیې لخوا جوړ شوي د سرطان واکسین په لومړنیو کلینیکي ازموینو کې مثبته پایله ورکړه
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د سکرو په کان کې چاودنې په لسګونو کسان ووژل
ټرمپ اعلان وکړ چې د 'سولې بورډ' د حماس د وسلو پر مځکه د ایښودو هوکړې ته رسېدلی دی
ولسمشر اردوغان د لبنان له ولسمشر جوزف عون سره لیدنه وکړه
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران په اردن کې د امریکا پر یوې اډې د برید خبر ورکړی
چین ایران ته د توغندیو د توغولو سیسټمونو د لېږد خبر رد کړ: "له حقیقت لیرې دی"
له اروپایي ټولنې څخه د اوکراین سره د ۳.۴۷ میلیارده یورو دفاعي مرسته
داعش د افغانستان په شمال ختیځ کې د یوه طالب چارواکي د وژلو مسؤلیت پر غاړه واخیست
د ایران سپاه پاسداران: "تر هغه چې د امریکا لاسوهنې دوام ولري، د هرمز تنګی به بېرته پرانه نیستل شي"