د تورکیې او پاکستان ترمنځه په سنمدر کې د ګازو او تیلو د ګډ پلټون تړون لاسلیک شو.

د تورکیې او پاکستان ترمنځ په سمندر کې د انرژۍ د کشف او لټون په موخه د همکارۍ تړون لاسلیک شو چې دا به د دواړو هیوادونو ترمنځه پدې برخه کې د همکارۍ لپاره یوه نوې کړکۍ پرانیزي

The joint bidding agreement was signed on the margins of the 2025 Pakistan Minerals Investment Forum in the capital Islamabad / AA

تورکیې او پاکستان په سمندر کې  د تېلو او ګازو د ګډې پلټنې او لټون په موخه یو تړون لاسلیک شو. ویل کیږي دا لټون به  په جنوبي آسیا کې ترسره شي.

د پاکستان د پټرولیم وزارت د یوې اعلامیې له مخې دغه ګډ تړون د ۲۰۲۵ کال د پاکستان د منرالونو د پانګونې فورم په څنډه کې د سه شنبې په ورځ په پلازمېنه اسلام‌آباد کې لاسلیک شو.

په فبرورۍ کې، د پاکستان حکومت د مکران او اندس حوزو کې د ۴۰ سمندري بلاکونو د پلټنې جوازونو د ورکولو لپاره د داوطلبۍ یوه دوره اعلان کړه، چې د اعلامیې له مخې د بهرنیو مستقیمو پانګونو (FDI) د جذب لپاره یوه مهمه موقع ده.

د پاکستان ماري انرجیز لمیټډ، د تېلو او ګازو پرمختیايي شرکت لمیټډ او د پاکستان پټرولیم لمیټډ د تورکیې د دولتي شرکت د تورکیې د پطرولیم دولتي شرکت سره د دې سمندري داوطلبۍ په ګډه برخه اخیستلو لپاره تړون لاسلیک کړ.

په اعلامیه کې ویل شوي: "موږ باور لرو چې دا ستراتیژیکه همکاري به پاکستان ته اړینې بهرني پانګونې راماتې کړي او د نړیوالو ټکنالوژیو، تجربو او مهارتونو د شریکولو او کارولو لپاره به  لاره هواره کړي، ترڅو د پاکستان د سمندري سیمې نه کار واخیستل."

د ویلو ده چې دا تړون د تورکیې د انرژۍ او طبیعي سرچینو وزیر الپ ارسلان بیرقدار او د پاکستان د پټرولیم وزیر علي پروېز ملک په حضور کې لاسلیک شو.

ملک د پاکستان او تورکیې د همکارۍ په اړه د لوړو هیلو څرګندونه وکړه او ویې ویل چې اسلام‌آباد ژمن دی چې "بشپړ ملاتړ" برابر کړي او داسې ګډې هڅې په کلکه هڅوي، ترڅو د خپلو سمندري زیرمو د پلټنې لپاره کار وشي.

بیرقدار بیا  د اسلام‌آباد لخوا د منرالونو د پانګونې فورم جوړېدو ستاینه وکړه.