زیلینسکی: اوکراین په راتلونکي اونۍ کې د روسیې سره د سولې خبرو اترو د نوي دور وړاندیز کړی

زیلینسکي د خالي په ورځ وویل: "د اوکراین د  امنیت شورا مشرر رستم  عمروف د روسیې اړخ سره د راتلونکې اوونۍ لپاره د بلې غونډې وړاندیز کړی دی. هغه وویل چې  د خبرو اترو حرکت باید ګړندی شي."

/ Reuters

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي اعلان وکړ روسیې سره د سولې د مذاکراتو د بیا پیلولو په خاطر  وړاندیز کړی دی. هغه ویلي دي چې  دا د جون په پیل کې د خبرو اترو له ځنډ وروسته د ډیپلوماټیکو هڅو بیا پیل ته اشاره کوي.

زیلینسکي د خالي په ورځ وویل: "د اوکراین د  امنیت شورا مشرر رستم  عمروف د روسیې اړخ سره د راتلونکې اوونۍ لپاره د بلې غونډې وړاندیز کړی دی. هغه وویل چې  د خبرو اترو حرکت باید ګړندی شي."

دا پرمختګ په داسې حال کې رامنځته کېږي چې نړیوالې هڅې د روانې جګړې د پای ته رسولو لپاره د ډیپلوماټیکو هڅو د بیا پیل غوښتنه کوي، چې اوس یې درېیم کال دی. که څه هم د دې وړاندیز جزئیات لا نه دي څرګند شوي، خو دا ګام د کیف له لوري د مسکو سره د بیا خبرو اترو د ارادې لومړنۍ عامه نښه ده.

استانبول خبرې

تورکیې په پرله‌پسې ډول ځان د دواړو اړخونو ترمنځ د مهم ډیپلوماټیک چینل په توګه وړاندې کړی دی.

د مې په ۱۵مه، استانبول د روسیې او اوکراین د چارواکو ترمنځ د ۲۰۲۲ کال د سولې خبرو د ناکامۍ وروسته لومړۍ مخامخ غونډې کوربه وه، چې هدف یې په اروپا کې د دویمې نړیوالې جګړې راهیسې د تر ټولو لوی پوځي شخړې پای ته رسول وو.

د مې او جون په میاشتو کې په استانبول کې د خبرو اترو له دوو پړاوونو وروسته، روسیې او اوکراین په مقابل ډول  د "زرو تنو اسیرانو" د تبادلې، او همدارنګه د سخت ناروغو او د ۲۵ کلونو څخه کم عمر لرونکو ځوانو سرتېرو په خوشې کولو موافقه وکړه.