د لیبیا ساحل ته نږدې د کښتۍ ډوبېدو له امله د دوو ماشومانو په ګډون ۵۳ کډوال ژوند د لاسه ورکړی
د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) د دوشنبې په ورځ وویل چې د لیبیا ساحل ته نږدې د یوې ربړي کښتۍ د ډوبېدو له امله، چې ۵۵ کسان پکې سپاره وو، د دوو ماشومانو په ګډون ۵۳ غیرقانوني کډوال مړه یا لادرکه شوي دي.
دې وروستۍ پېښې په ۲۰۲۶ کال کې په دې لاره د مړو یا لادرکه شویو کډوالو شمېر لږ تر لږه ۴۸۴ تنو ته ورساوه.
د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) د دوشنبې په ورځ وویل چې د لیبیا ساحل ته نږدې د یوې ربړي کښتۍ د ډوبېدو له امله، چې ۵۵ کسان پکې سپاره وو، د دوو ماشومانو په ګډون ۵۳ غیرقانوني کډوال مړه یا لادرکه شوي دي.
دغه سازمان د ژوندي پاتې شویو کسانو په حواله په یوې اعلامیه کې ویلي چې کښتۍ د پنجشنبې په ورځ له "زاویه" څخه روانه شوې وه او د جمعې په ورځ "زوارة" ته نږدې ډوبه شوې ده. زاویه او زواره د لیبیا د پلازمېنې طرابلس لوېدیځ ته ساحلي ښارونه دي.
د کډوالۍ نړیوال سازمان وویل: "د لیبیا د چارواکو د ژغورنې عملیاتو پر مهال یوازې دوه نایجیریايي مېرمنې وژغورل شوې. یوې مېرمنې د خپل مېړه او بلې په دې غمجنه پېښه کې د خپلو دوو ماشومانو د لاسه ورکولو خبر ورکړی دی."
د ملګرو ملتونو د دې ادارې په وینا، په ۲۰۲۵ کال کې د منځني مدیترانې په سمندر کې له ۱۳۰۰ څخه ډېر کډوال لادرکه شوي دي. یوازې په جنوري میاشت کې، د سخت موسم له امله د څو کښتۍ ماتېدو وروسته لږ تر لږه ۳۷۵ کډوال مړه یا لادرکه شوي، او داسې انګېرل کېږي چې په سلګونو نور مړي به ثبت شوي نه وي.
یادې ادارې زیاته کړه: "دې وروستۍ پېښې په ۲۰۲۶ کال کې په دې لاره د مړو یا لادرکه شویو کډوالو شمېر لږ تر لږه ۴۸۴ تنو ته رسولی دی."
لیبیا د هغو پناه غوښتونکو او غیرقانوني کډوالو لپاره چې له جګړو او بېوزلۍ څخه تښتي، د دښتې او مدیترانې سمندر له لارې اروپا ته د تګ یوه خطرناکه ټرانزیټي لاره ګرځېدلې ده.