اقتصاد
2 د لوستلو دقیقې
د امریکا او چین ترمنځه سوداګریزه جګړه مخ په ګرمیدو ده
د چین په وارداتو د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د تعرفې د زیاتوالي په غبرګون کې د چین لخوا د ۸۴ سلنه تعرفې لګول د پنجشنبې په ورځ د دواړو نړیوالو اقتصادونو ترمنځ د مخ په زیاتیدونکي سوداګریزې جګړې جریان پیل کړ.
د امریکا او چین ترمنځه سوداګریزه جګړه مخ په ګرمیدو ده
/ Reuters

د یو بل پر وړاندې د تعرفو د لوړولو په لړۍ کې، چین د ټرمپ د لومړي پړاو تعرفو په ځواب کې د ۳۴٪ متقابل تعرفو اعلان وکړ، او د ټرمپ هغه خبرداری یې رد کړ چې که نه نو هغه به بیا هم تعرفې لوړې کړي.

د ټرمپ له خوا د چینایي وارداتو پر وړاندې د تعرفو لوړولو سره، بیجینګ په ځواب کې په امریکایي محصولاتو ۸۴٪ تعرفې ولګولې.

ټرمپ د چهارشنبې په ورځ تعرفې ۱۲۵٪ ته نورې هم لوړې کړې.

بیجینګ د نورو متقابلو اقداماتو سره سره ۱۸ امریکایي شرکتونه د سوداګرۍ محدودیتونو په لیست کې هم شامل کړل. د ویلو ده چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د تودې سوداګرۍ جګړې کې د سمدستي وقفې نښې نښانې نه لیدل کیږي.

د امریکا د تعرفو د ستونزو د کمولو لپاره په ښکاره هڅه کې، داسې ښکاري چې چین د سوداګریزو تړونونو د پیاوړتیا لپاره نورو هیوادونو ته نږدې کیږي.

د ټرمپ  لخوا د تعرفو په اړه د نوې پریکړې  وروسته د ونډو بیې په چټکۍ سره لوړې شوې

نیکي، ASX او S&P ټول د امریکا د ولسمشر لخوا د تعرفو نافذیدل د ۹۰ ورځو لپاره د ځنډولو د اعلان وروسته په چټکۍ سره بیې لوړې شوې.

د بیجینګ-بروکسل نږدېوالی

ټاکل شوې ده چې د چین  ولسمشر شي جین پینګ راتلونکې اونۍ د مالیزیا په ګډون د جنوب ختیځې آسیا هیوادونو ته خپل سفر پیل کړي.

د بیجینګ د سوداګرۍ وزارت په وینا، چین او اروپايي اتحادیې هم ژمنه وکړه چې په ګډه به د نړیوال سوداګرۍ سازمان (WTO) په اساس څو اړخیز سوداګریز سیسټم وساتي.

 

د چین دولتي خبري اژانس شینهوا د پنجشنبې په ورځ راپور ورکړ چې دا موافقه د چین د سوداګرۍ وزیر وانګ وینتاو او د سوداګرۍ او اقتصادي امنیت لپاره د اروپایی کمیشنر ماروس سیفکوویچ ترمنځ د یوې مجازی غونډې په جریان کې وشوه.

دواړو په مختلفو مسلو خبرې وکړې، په شمول د چین او اروپايي ټولنې د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پیاوړتیا او د امریکا لخوا د تش په نامه "متقابل تعرفو" لګولو ته د ځواب ویلو.

د شینهوا په وینا، سیفکوویچ وویل چې د امریکا تعرفو په نړیواله سوداګرۍ سخته اغیزه کړې، او اروپايي اتحادیه لیواله ده چې د چین په ګډون د WTO نورو غړو سره کار وکړي ترڅو د نړیوالې سوداګرۍ عادي عملیات ډاډمن کړي.

وپلټۍ
د امریکا د کانګرس یو لوړپوړی هئیت به په تورکیه کې د اقلیم په اړه د کوپ ۳۱ په غونډه کې ګډون وکړي
د جرمني یو پیژندل شوی سیاستوال او د یو سیاسي ګوند مشر د هوټل په کوټه کې مړ وموندل شو
منځمهاله ټاکنو کې له سختې ماتې وروسته هیګسېټ د ایران د جګړې پر سر د جمهوري غوښتونکو غصه پارولې
وینس د ۲۰۲۸ کال د ولسمشرۍ ټاکنو له پیل وړاندې د خپلې سیاسي اډې د پراخولو په لټه کې دی
ټرمپ د هغه د استیضاح په اړه هر ډول  ګواښ رد کړ او ډیموکراتانو ته یې د هغې د تعقیبولو په اړه خبرداری
ایران د امریکا په منځمهاله ټاکنو کې د ټرمپ له ماتې وروسته د «ټرمپیزم د زوال» ادعا وکړه
امریکا یوې فدرالي محکمې د سه شنبې په ورځ افغانستان ته د لسګونو افغان کډوالو د شړلو د ځنډولو حکم وکړ
تورکیه د  COP31 کنفرانس په غونډه کې د کاربن کمولو لپاره د لوی پلیټ فارم پرانستلو ته چمتو ده
۸ تنو مسلمانانو د امریکا کانګرس ته لار پیدا کړه
په امریکا کې ډیموکراټانو د استازو جرګې او سنا دواړو ټاکنې وګټلې
چین د چین ، روسیې او امریکا د ولسمشرانو د احتمالي سرمشریزې په اړه د اړیکو نیول تایید کړل.
السعید د امریکا سنا ته د لومړي مسلمان په توګه وټاکل شو
ټرمپ په منځمهاله ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکو ماتې د ایران له جګړې او د سون توکو له لوړو بیو سره وتړله
د اسرائیلو د اپوزیسیون مشر د امریکا له منځمهاله ټاکنو وروسته له نتنیاهو سره د ګډ حکومت جوړول رد کړل
ډیموکراتانو په منځمهاله ټاکنو کې د کانګرس د دواړو مجلسونو واک ترلاسه کړ .