نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
د پاکستان پر پوځي ځواکونو ځانمرګی بريد شوی؛ درې سرتېري او درې ترهګر وژل شوي
د پولیسو او ژغورنې ادارو د چارواکو په وینا، ځانمرګو بریدګرو د دوشنبې په سهار د پاکستان په شمال لوېدیځ کې د یوه امنیتي ځواک پر مرکز برید وکړ، چې لږ تر لږه درې سرتیرو ژوند د لاسه ورکړی دی. په دغه برید کې درې واړه بریدګر هم وژل شوي دي.
د پاکستان پر پوځي ځواکونو ځانمرګی بريد شوی؛ درې سرتېري او درې ترهګر وژل شوي
د پاکستان پر پوځي ځواکونو ځانمرګی بريد شوی؛ درې سرتېري او درې ترهګر وژل شوي / Reuters

د پاکستان پر پوځي ځواکونو ځانمرګی بريد شوی؛ درې سرتېري او درې ترهګر وژل شوي

ځانمرګو بریدګرو په پېښور کې د فدرال کانسټیبلري پر مرکز برید کړی، چې په پایله کې یې درې سرتېري وژل شوي. امنیتي ځواکونو دوه بریدګر وژلي او دریم ځان ته چاودنه ورکړې، چې ورسره دغه برید پای ته رسېدلی دی.
د پولیسو او ژغورنې ادارو د چارواکو په وینا، ځانمرګو بریدګرو د دوشنبې په سهار د پاکستان په شمال لوېدیځ کې د یوه امنیتي ځواک پر مرکز برید وکړ، چې لږ تر لږه درې سرتیرو ژوند د لاسه ورکړی دی. په دغه برید کې درې واړه بریدګر هم وژل شوي دي.

دا ترهګریز برید د خیبر پښتونخوا ایالت په مرکز پېښور کې شوی.

د پېښور د پولیسو مشر میان سعید وویل: "درې د اېف سي (فدرال کانسټیبلري) سرتېري چې په دروازه کې پیره کوله ژوند د لاسه ورکړی  او څلور نور ټپیان شوي دي." هغه زیاته کړه، چې یوه بریدګر د اف سي ځواکونو د ایالتي مرکز په اصلي دروازه کې چاودېدونکي توکي والوزول او دوه نور بریدګر چې ودانۍ ته په ننوتلو بریالي شوي وو، د امنیتي ځواکونو له خوا په ډزو ووژل شول.

هغه وویل، د امنیتي ځواکونو چټک غبرګون د لا ډېرې مرګ ژوبلې مخه ونیوله او وضعیت په چټکۍ سره تر کنټرول لاندې راوستل شو.

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري او لومړي وزیر شهباز شریف دغه برید غندلی او د امنیتي ځواکونو د چټک اقدام ستاینه یې کړې، چې د "ګرانو ژوندونو" د ژغورلو لامل شو.

دوی په جلا جلا بیانیو کې ژمنه وکړه چې د "دغو بزدلانه بریدونو" سره سره به د ترهګرۍ پر وړاندې د ملت جګړه دوام ولري.

د دغه برید پړه تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.

خو، تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په هېواد کې د ورته پخوانیو بریدونو مسؤله ګڼل شوې ده، چې په دې وروستیو کې په کې ترهګریز بریدونه زیات شوي دي.

دغو بریدونو د اسلام اباد او د افغانستان د طالبانو د حکومت ترمنځ اړیکې ترینګلې کړې دي. پاکستان پر ټي ټي پي تور لګوي چې په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته په افغانستان کې په ازاده توګه فعالیت کوي. کابل دغه تورونه ردوي.

 

وپلټۍ
فیدان: د جولای ۱۵مې وښودله چې د تورکیې ملي اراده به هیڅکله د "استبدادي ځواکونو" په وړاندې تسلیم نشي
اوکراین پر سوداګریزو کښتیو  د روسیې په بریدونو کې د  ۳ تنو د وژل کیدو نه خبر ورکړی دی.
ایران په اردن کې د امریکا پر اډو د ډرون الوتکو پراخ بریدونه کړي
ولسمشر اردوغان : د جولای ۱۵ مه یوازې د یوې خاینانه کودتا شنډول نه وو بلکې د ډیموکراسۍ ستره بریا ده
د دفاعي صنعت په برخه کې د ګولن ترهګریز سازمان سبوتاژونه، حیاتي پروژې او په تېرو ۱۰ کلونو کې  وده
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د جولای د ۱۵مې په شپه رامنځته شوې پېښې، د کودتا د هڅې مهم پړاوونه او د ملت حماسي مقاومت
روسیه ادعا کوي چې د اوکرایني ډرون ددې هیواد د تیلو په چاڼځای برید کړی
د کودتا پرېکړه د ۲۰۱۵ کال د نوامبر د لومړۍ نېټې له ټاکنو وروسته شوې وه.
متحده عربي امارات وايي ایران د دوې دوله د تیلو ټانکر کښتۍ ویشتلي دي خو ایران دا ادعا رد کړې
د تورکیې ولسمشر اردوغان د پاکستان د دفاعي ځواکونو او ځمکني پوځ مشر جنرال منیر سره وکتل
فیدان په پاریس کې د اوکراین په اړه غونډه کې ګډون وکړ؛ ایتلاف د پایداره سولې د هڅو ژمنه وکړه
د برازیل ولسمشر لولا دا سیلوا پر ټرمپ د «سمندري غلا» تور پورې کړ
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د جولای د ۱۵مې له ناوړه کودتا څخه ۱۰ کاله تېر شول.