نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
کالیفورنیا د نړۍ سره د خپلواکه سوداګریز تړونونو په لټه دی
د کالیفورنیا والي ګاوین نیوسم ویلي چې هغه  امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ګمرکي مالیاتو پر وړاندې د احتمالي غبرګونونو د مخنیوي په خاطر د نړۍ د هیوادونو سره د خپلواکه سوداګریزو تړونونو په لټه کې دی.
کالیفورنیا  د نړۍ سره د خپلواکه سوداګریز تړونونو په لټه دی
California Governor Gavin Newsom is pursuing agreements with other countries to ensure California is exempted from retaliatory tariffs stemming from President Trump's escalating trade war. (AP) / AP

نیوسم د جمعې په ورځ وویل "کالیفورنیا واشنګټن ډي سي نه ده."

هغه زیاته کړه: "د ډونلډ ټرمپ ګمرکي مالیات د ټولو امریکایانو استازیتوب نه کوي، په ځانګړې توګه د هغو کسانو چې زه یې دلته په نړۍ کې د پنځمې سترې اقتصادي ایالت، کالیفورنیا، استازیتوب کوم."

ډیری هغه توکي چې له چین څخه امریکا ته راځي د کالیفورنیا له بندرونو څخه تېرېږي، او دغه ایالت له مکسیکو او کاناډا سره پراخې سوداګرۍ لري.

دغه درې هېوادونه د کالیفورنیا ۴۰ سلنه واردات جوړوي او همدارنګه هغه هېوادونه دي چې دغه ایالت ورته ډېر صادرات کوي.

د ټرمپ د پالیسۍ څخه د تېښتې هڅه

نیوسم په یوه بیان کې وویل: "د سرو زرو ایالت به د راتلونکو نسلونو لپاره یو ثابت او باوري شریک پاتې شي، پرته له دې چې له واشنګټن څخه څومره ګډوډي راځي."

هغه دا ونه ویل چې نوي تړونونه څنګه د ټرمپ د محافظه کاره پالیسۍ څخه تېښته کولی شي.

نیوسم، چې ۵۷ کلن دی، او د قانوني محدودیتونو له امله نشي کولی چې د ۲۰۲۶ کال په ټاکنو کې ګډون وکړي خو د هغه سیاسي ارادې لا څرګندې نه دي، خو نوموړی ډیموکراټ والي  د ۲۰۲۸ کال د ولسمشرۍ لپاره احتمالي کاندید ګڼل کېږي.

په یوه بې ساري سوداګریز برید کې چې له ۱۹۳۰مو کلونو راهیسې نه و لیدل شوی، ټرمپ په دې اوونۍ کې پراخ نړیوال ګمرکي مالیات اعلان کړل، چې د ونډو بازارونه یې په بې ساري ډول ټیټ کړل او د غچ اخیستونکو مالیاتو سبب شول.

د ټرمپ وروستي مالیات دا معنا لري چې د چینایي محصولاتو مالیه به په ټولیز ډول ۵۴ سلنه وي، او د اروپایي اتحادیې محصولاتو لپاره به ۲۰ سلنه وي.

چین د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې د اپرېل له ۱۰مې نېټې څخه به د امریکایي محصولاتو پر وړاندې ۳۴ سلنه اضافي مالیات ولګوي، "د اوسني تطبیق شوي مالیاتو سربېره."

نیوسم په ایکس کې وویل: "موږ به د ټرمپ د مالیاتو جګړې پر مهال بې پروا پاتې نشو."

نیوسم وویل د هېواد تر ټولو ګڼ مېشتي ایالت په توګه، چې نږدې ۴۰ میلیونه اوسېدونکي لري، کالیفورنیا د امریکا د ناخالص کورني تولید ۱۴ سلنه جوړوي او که دا یو هېواد وای، نو د نړۍ پنځمه ستره اقتصادي سیمه به وه.

د ټکنالوژۍ مرکز کالیفورنیا د هېواد مخکښ تولیدي او کرنیز تولیدوونکی هم دی.

د جنورۍ په میاشت کې د اورونو له امله چې لاس انجلس یې سخت وځپلو، کالیفورنیا اندېښنه لري چې ګمرکي مالیات به د ښار د بیا رغونې مخه ونیسي، ځکه چې هغه ساختماني مواد لکه لرګي، فولاد، المونیم، او ډرایوال چې ډېر واردېږي، به نور هم ګران شي.

 

وپلټۍ
ایران خبرداری ورکوي چې د هرمز تنګی  زمونږ "سره کرښه" ده او تر پایه به مقاومت وکړو
د ایران په پلازمېنه تهران کې د انقلاب په میدان کې د "په تابوت کې د پراته ټرمپ" بلبورډ انځور ځړول شوی
اسرائیل په غزه کې نسل وژنې ته دوام ورکوي. په وروستیو بریدونو کې لږ تر لږه ۱۳ تنو ژوند د لاسه ورکړ
فیدان: د جولای ۱۵مې وښودله چې د تورکیې ملي اراده به هیڅکله د "استبدادي ځواکونو" په وړاندې تسلیم نشي
اوکراین پر سوداګریزو کښتیو  د روسیې په بریدونو کې د  ۳ تنو د وژل کیدو نه خبر ورکړی دی.
ایران په اردن کې د امریکا پر اډو د ډرون الوتکو پراخ بریدونه کړي
ولسمشر اردوغان : د جولای ۱۵ مه یوازې د یوې خاینانه کودتا شنډول نه وو بلکې د ډیموکراسۍ ستره بریا ده
د دفاعي صنعت په برخه کې د ګولن ترهګریز سازمان سبوتاژونه، حیاتي پروژې او په تېرو ۱۰ کلونو کې  وده
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د جولای د ۱۵مې په شپه رامنځته شوې پېښې، د کودتا د هڅې مهم پړاوونه او د ملت حماسي مقاومت
روسیه ادعا کوي چې د اوکرایني ډرون ددې هیواد د تیلو په چاڼځای برید کړی
د کودتا پرېکړه د ۲۰۱۵ کال د نوامبر د لومړۍ نېټې له ټاکنو وروسته شوې وه.
متحده عربي امارات وايي ایران د دوې دوله د تیلو ټانکر کښتۍ ویشتلي دي خو ایران دا ادعا رد کړې
د تورکیې ولسمشر اردوغان د پاکستان د دفاعي ځواکونو او ځمکني پوځ مشر جنرال منیر سره وکتل
فیدان په پاریس کې د اوکراین په اړه غونډه کې ګډون وکړ؛ ایتلاف د پایداره سولې د هڅو ژمنه وکړه