نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
په فیلیپین کې په یوه ښوونځي کې د ډزو له امله درې کسان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي
ځايي رسنیو راپور ورکړی چې د دوشنبې په ورځ په فیلیپین کې په یوه ښوونځي کې د ډزو په پیښه کې لږ تر لږه درې کسان ووژل شول او پنځه نور ټپیان شول.
په فیلیپین کې په یوه ښوونځي کې د ډزو له امله درې کسان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي
په فیلیپین کې په یوه ښوونځي کې د ډزو له امله درې کسان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي

پولیسو د تاکلوبان ښار په سان جوز ملي لېسه کې د برید وروسته یو شکمن کس نیولی او د بل لپاره یې لټون پیل کړی دی، ځکه چې پلټونکي د دې معلومولو لپاره کار کوي چې د تاوتریخوالي لامل څه و.

ځايي رسنیو راپور ورکړی چې د دوشنبې په ورځ په فیلیپین کې په یوه ښوونځي کې د ډزو په پیښه کې لږ تر لږه درې کسان ووژل شول او پنځه نور ټپیان شول.

د انکوائرر ورځپاڼې راپور ورکړی چې دا پیښه د تاکلوبان ښار په سان جوز ملي عالي لیسه کې رامنځته شوه، چې د دوو تورنو کسانو څخه یو یې اوس د پولیسو په توقیف کې دی.

پولیسو ویلي له شکمنو کسانو څخه یو یې – چې ماشوم دی "له قانون سره په ټکر کې بلل شوی" او د سان جوز اوسیدونکی دی - د پیښې څخه لږ وروسته ونیول شو، پداسې حال کې چې یو بل شکمن کس لا هم نه دی نیول شوی.

چارواکو لا تر اوسه د قربانیانو هویت نه دی څرګند کړی، ځکه څيړونکي لا هم د ډزو د پيښې شاوخوا شرایط او د برید انګيزه څيړي.

همدارنګه، د قربانیانو او شکمنو کسانو ترمنځ اړیکه هم تر اوسه نه ده روښانه شوې.

پولیسو د دویم شکمن د موندلو او نیولو لپاره د لټون پراخ عملیات پیل کړي دي.

وپلټۍ
ایران خبرداری ورکوي چې د هرمز تنګی  زمونږ "سره کرښه" ده او تر پایه به مقاومت وکړو
د ایران په پلازمېنه تهران کې د انقلاب په میدان کې د "په تابوت کې د پراته ټرمپ" بلبورډ انځور ځړول شوی
اسرائیل په غزه کې نسل وژنې ته دوام ورکوي. په وروستیو بریدونو کې لږ تر لږه ۱۳ تنو ژوند د لاسه ورکړ
فیدان: د جولای ۱۵مې وښودله چې د تورکیې ملي اراده به هیڅکله د "استبدادي ځواکونو" په وړاندې تسلیم نشي
اوکراین پر سوداګریزو کښتیو  د روسیې په بریدونو کې د  ۳ تنو د وژل کیدو نه خبر ورکړی دی.
ایران په اردن کې د امریکا پر اډو د ډرون الوتکو پراخ بریدونه کړي
ولسمشر اردوغان : د جولای ۱۵ مه یوازې د یوې خاینانه کودتا شنډول نه وو بلکې د ډیموکراسۍ ستره بریا ده
د دفاعي صنعت په برخه کې د ګولن ترهګریز سازمان سبوتاژونه، حیاتي پروژې او په تېرو ۱۰ کلونو کې  وده
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د جولای د ۱۵مې په شپه رامنځته شوې پېښې، د کودتا د هڅې مهم پړاوونه او د ملت حماسي مقاومت
روسیه ادعا کوي چې د اوکرایني ډرون ددې هیواد د تیلو په چاڼځای برید کړی
د کودتا پرېکړه د ۲۰۱۵ کال د نوامبر د لومړۍ نېټې له ټاکنو وروسته شوې وه.
متحده عربي امارات وايي ایران د دوې دوله د تیلو ټانکر کښتۍ ویشتلي دي خو ایران دا ادعا رد کړې
د تورکیې ولسمشر اردوغان د پاکستان د دفاعي ځواکونو او ځمکني پوځ مشر جنرال منیر سره وکتل
فیدان په پاریس کې د اوکراین په اړه غونډه کې ګډون وکړ؛ ایتلاف د پایداره سولې د هڅو ژمنه وکړه