نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
چین له پوړپوړي پوځي چارواکي پلټنې پیل کړي دي
چین ویلي، چې د خپل ځواکمن مرکزي پوځي کمیسیون (CMC) جګپوړی مرستیال مشر او یو بل لوړپوړی چارواکی "د نظم د جدي سرغړونو"، چې معمولاً د فساد لپاره کارول کېدونکې اصطلاح ده، په شک تر پلټنو لاندې دي.
چین له پوړپوړي پوځي چارواکي پلټنې پیل کړي دي
چین له پوړپوړي پوځي چارواکي پلټنې پیل کړي دي / AP
 


دفاع وزارت وايي، دغه دوه کسان "د نظم او قانون په جدي سرغړونو شکمن دي."

چین ویلي، چې د خپل ځواکمن مرکزي پوځي کمیسیون (CMC) جګپوړی مرستیال مشر او یو بل لوړپوړی چارواکی "د نظم د جدي سرغړونو"، چې معمولاً د فساد لپاره کارول کېدونکې اصطلاح ده، په شک تر پلټنو لاندې دي.

د شنبې ورځې دا اعلان د هغه پراخ کمپاین تر ټولو نوې هڅه ده، چې له یوې لسیزې څخه ډېر وخت مخکې د ولسمشر شي جین پینګ واک ته له رسېدو راهیسې د ګوند او دولت په ټولو کچو کې د فساد د ریښو ایستلو لپاره پیل شوی دی.

د دفاع وزارت په یوه بیانیه کې ویلي: "له یوې ارزونې وروسته... پرېکړه شوې چې د ژانګ یوشیا او ليو ژینلي په اړه پلټنې پیل شي."

وزارت ویلي، دغه دوه کسان "د نظم او قانون په جدي سرغړونو شکمن دي."

ژانګ یوشیا، ۷۵ کلن، د مرکزي پوځي کمیسیون (CMC) د دوو مرستیال مشرانو له ډلې ډېر جګپوړی جنرال دی.

هغه دا لقب له ژانګ شینګمین سره شریکوي، چې د بېجینګ د پټو توغندیو ځواکونو جنرال دی او له هغه سره کومه خپلوي نه لري.

ژانګ شینګمین د تیر اکتوبر په میاشت کې وروسته له هغه دې چوکۍ ته ترفیع وکړه چې بېجینګ یې مخکینی مشر د فساد ضد په یوه بل پراخ کمپاین کې له دندې ګوښه کړ.

دواړه جنرالان له شي څخه ټیټه رتبه لري، چې له ۲۰۱۲ کال راهیسې د مرکزي پوځي کمیسیون مشري پر غاړه لري.

ليو، ۶۱ کلن، د مرکزي پوځي کمیسیون د ګډو ځواکونو لوی درستیز دی.

 

وپلټۍ
ایران امریکا تورنه کړه چې د بیولوژیکي وسلو د ادعاوو له لارې پر عراق د یرغل «فریب» بیا تکراروي
د تورکیې مرستیال ولسمشر جودت یلمز د ازبکستان له ولسمشر میرضیایف سره لیدنه وکړه
اردوغان: د تورکیې بې‌پیلوټه جنګي الوتکه «قزل‌الما» د دندې په موخه د تورکیې وسله وال پوځ ته وسپارل شو
د امریکا سنا مجلس د ایران د جګړې د پای ته رسولو په خاطر مسوده رد کړه.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
اسرائیلي ځواکونو په مرکزي غزه کې د فلسطینیانو کورونه په بمونو الوزولي .
شي، ټرمپ او پوتین درې اړخیزه غونډه پایته ورسیده.
د غیرقانوني اسرائیلي ښارګوټو اوسیدونکو د پوځ تر ساتنې لاندې د یوسف ع مقبرې باندې چاپه واچوله
د هالنډ د وسلو جوړونې شرکت کارکوونکو اوکراین سره پر روسیه د بې‌پیلوټه الوتکو په بریدونو کې مرسته کړې
د حوثي ملېشو برید په ریاض کې د سعودي عربستان د عامه پانګونې صندوق ودانۍ زیانمنه کړې ده.
ټرمپ وايي، امریکا د ایران جګړې د پای ته رسولو لپاره د چین یا روسیې مرستې ته اړتیا نه لري
ټرمپ د آسیا-پسیفک اقتصادي همکارۍ  سرمشریزې په څنډه کې له شي جین پینګ او پوتین سره جلا جلا لیدنې وکړې
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د چین ولسمشر شي د امریکا د ولسمشر ټرمپ هرکلی وکړ او د چین د «متقابل عمل دود» نه یادونه وکړه.
اردوغان: اسرائیل غزه د «نړۍ پر تر ټولو لوی اجباري کمپ» بدله کړې ده.