نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
د اوکراین په بېلابېلو برخو کې د روسیې بریدونو شپږ کسان وژلي او لسګونه نور یې ټپیان کړي دي
زیلینسکي وايي، د ژغورنې عملیات "د کییف، سومي، خارکیف، دنیپرو او میکولایف په سیمو کې" روان دي.
د اوکراین په بېلابېلو برخو کې د روسیې بریدونو شپږ کسان وژلي او لسګونه نور یې ټپیان کړي دي
د اوکراین په بېلابېلو برخو کې د روسیې بریدونو شپږ کسان وژلي او لسګونه نور یې ټپیان کړي دي / Reuters
 

چارواکو ویلي، د اوکراین په بېلابېلو برخو کې د روسیې د ډرون او توغندیو بریدونو شپږ کسان وژلي او لسګونه نور یې ټپیان کړي دي.

د کییف د سیمه ییزې پوځي ادارې مشر، میکولا کلاشنیک، د شنبې په ورځ وویل چې په هغو بریدونو کې پنځه کسان وژل شوي او څلور ټپیان په نازک حالت کې دي چې "په سیمه کې یې عادي استوګنځایونه په نښه کړي: د استوګنې ودانۍ، تعلیمي ادارې، سوداګریز مرکزونه او مهمې زیربناوې."

هغه وویل چې "د ۳۰ زیانمنو شویو ځایونو په اړه معلومات" لري.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي وویل چې د ژغورنې او پاکولو عملیات "د کییف، سومي، خارکیف، دنیپرو او میکولایف په سیمو کې" روان دي.

هغه وویل: "د روسانو اصلي هدف د کییف سیمې انرژیکي زیربناوې وې، خو له بده مرغه، د استوګنې پر عادي ودانیو، ښوونځیو او ملکي سوداګریزو مرکزونو هم مستقیم بریدونه شوي او زیانونه یې اړولي دي."

هوایي ځواکونو ویلي چې روسیې ۴۳۰ ډرونونه او ۶۸ توغندي توغولي، او زیاته یې کړه چې هوایي دفاع په ترتیب سره ۴۰۲ ډرونونه او ۶۸ توغندي شنډ کړي دي.

سیمه ییزې ادارې ویلي، د ماسپښین په وروستیو کې د زاپوریژیا په اطرافو کې پر یوه استوګنځي د روسیې په یوه برید کې یو کس وژل شوی او د دوو ماشومانو په ګډون ۱۸ نور ټپیان شوي دي.

د سولې خبرې له خنډ سره مخ شوې

د سولې خبرې چې د امریکا په مشرۍ د څلور کلنې جګړې د درولو په موخه پیل شوې وې، پر ایران د امریکا او اسرائیلو د جګړې له امله له خنډ سره مخ شوې دي.

زیلینسکي د جمعې په ورځ دا اندېښنه هم څرګنده کړه چې د منځني ختیځ د ګډوډۍ له امله د روسیې پر تېلو د امریکا د بندیزونو لنډمهاله نرمښت به مسکو ته نوي عواید راوړي چې خپله جګړه پرې تمویل کړي.

 

وپلټۍ
ایران امریکا تورنه کړه چې د بیولوژیکي وسلو د ادعاوو له لارې پر عراق د یرغل «فریب» بیا تکراروي
د تورکیې مرستیال ولسمشر جودت یلمز د ازبکستان له ولسمشر میرضیایف سره لیدنه وکړه
اردوغان: د تورکیې بې‌پیلوټه جنګي الوتکه «قزل‌الما» د دندې په موخه د تورکیې وسله وال پوځ ته وسپارل شو
د امریکا سنا مجلس د ایران د جګړې د پای ته رسولو په خاطر مسوده رد کړه.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
اسرائیلي ځواکونو په مرکزي غزه کې د فلسطینیانو کورونه په بمونو الوزولي .
شي، ټرمپ او پوتین درې اړخیزه غونډه پایته ورسیده.
د غیرقانوني اسرائیلي ښارګوټو اوسیدونکو د پوځ تر ساتنې لاندې د یوسف ع مقبرې باندې چاپه واچوله
د هالنډ د وسلو جوړونې شرکت کارکوونکو اوکراین سره پر روسیه د بې‌پیلوټه الوتکو په بریدونو کې مرسته کړې
د حوثي ملېشو برید په ریاض کې د سعودي عربستان د عامه پانګونې صندوق ودانۍ زیانمنه کړې ده.
ټرمپ وايي، امریکا د ایران جګړې د پای ته رسولو لپاره د چین یا روسیې مرستې ته اړتیا نه لري
ټرمپ د آسیا-پسیفک اقتصادي همکارۍ  سرمشریزې په څنډه کې له شي جین پینګ او پوتین سره جلا جلا لیدنې وکړې
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د چین ولسمشر شي د امریکا د ولسمشر ټرمپ هرکلی وکړ او د چین د «متقابل عمل دود» نه یادونه وکړه.
اردوغان: اسرائیل غزه د «نړۍ پر تر ټولو لوی اجباري کمپ» بدله کړې ده.