د تورکي سریالونه په نړۍ کې د تورکي انځور ته بدلون ورکوي.
کلتور
2 د لوستلو دقیقې
د تورکي سریالونه په نړۍ کې د تورکي انځور ته بدلون ورکوي.تورکي سریالونه، د کلتوري ځانګړتیاوو او نړیوالو موضوعاتو په یوځای کولو سره د تورکیي نړیوال انځور بدلوي. لوبیلا ګاونا یو مکسیکن دی او په لاس انجلس کې ژوند کوي واېې چې ژوندېې د یو تورکي سریال سره د آشنا کېدو وروسته په بشپړ ډول بدل شوی.
00:00
د تورکي سریالونه په نړۍ کې د تورکي انځور ته بدلون ورکوي. / TRT World and Agencies

تورکي سریالونه، نه یوازې د تفریح په نړۍ کې، بلکې په نړیوال ډګر کې هم لوی اغیز لري. دا تولیدات چې کلتوري شتمنۍ او نړیوال موضوعات سره یوځای کوي، د تورکیه نړیوال انځور بدلوي.

د یو مینه وال بدلون

په لاس انجلس کې میشته مکسیکن ویولن غږوونکی لوبیلا ګاونا وایي چې د "دیریلیش: ارطغرل" سریال د هغه ژوند ور بدل کړی دی. د سریال د موسیقۍ څخه متاثره شوي دغه کس یوه ویډیو چې  ویولن پکې غږول شوی اوو ، په ټولنیزو رسنیو کې خورا مشهوره شوه او هغه یې د سریال تر سیټه ته ورسوله. د ګاونا د سریال څخه متاثر کېدل یوازې موسیقۍ پورې محدود نه اوو،  سریال د هغه اسلام ته لیوالتیا زیاته کړه او په پاې کې د هغه د مسلمانېدو سبب هم شو.

کلتوري شتمني

د تورکیه سریالونه په نړیواله کچه پراخه لیدونکي لري. په ۲۰۲۲ کال کې د تورکیه د تلویزیون صادرات ۶۰۰ میلیون ډالرو ته ورسیدل. تورکیه د متحده ایالاتو او برتانیې وروسته د نړۍ درېیم لوی د تلویزیون سریالونو صادروونکی هیواد دی. د ۲۰۲۰ او ۲۰۲۳ کلونو ترمنځ په نړیواله تقاضا کې د۱۸۴٪ په زیاتوالي سره، د نړۍ دویم لوۍ د ډرامې صنعت شو.

د سریالونو فلمبردارۍ ځایونه، د جامو طرز او تاثیر اچوونکې موسیقي لیدونکي حیرانوي. په اصلي  او طبعي ځایونو کې فلمبرداري، سریالونو ته ځانګړې طبیعي بڼه ورکوي. سریالونه د نړیوالو موضوعاتو په اړه بحث کولو له امله د مختلفو کلتورونو لیدونکو سره اړیکې جوړوي.

په لیدونکو باندې اغیزې

څیړنې ښايي چې تورکي سریالونه د تورکیه په وړاندې پخواني تعصبونه کمولی شي. ازبکستاني ماهسوما تاستانووا، د "چالیکوشو" سریال څخه متاثره شوې او استانبول ته کډه شوې او هلته میشته شوې. تورکي سریالونه د تلویزیوني شوګانو پرځای ډیر واقعي ژوند ته ورته دي.

تورکي سریالونه، نه یوازې دتفریح یوه وسیله ده بلکې د تورکي کلتوري شتمني نړۍ ته ورپیژني او د خلکو تورکیه ته لید بدلوي.

وپلټۍ
ټرمپ، شي جینپینګ او پوتین به په چین کې خپله لومړنۍ درې اړخیزه غونډه وکړي.
په استانبول کې د مشرانو تر لیدنې وروسته د تورکیې او قطر مهم دفاعي تړون لاسلیک کړ .
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د جرمونو نړیوالې محکمې په افغانستان کې د ادعا شویو جرمونو په اړه د پلټنو  د تړولو امر کړی دی
د سولې بورډ د  ټرمپ د غزې د سولې پلان د «سمدستي او له نور ځنډ پرته» د پلي کېدو غوښتنه وکړه
د سولې د خبرو اترو د پراخېدو له هڅو سره هممهاله، روسیه او اوکراین په یو بل د بریدونو نه خبر ورکړی
د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف د حوثي ملیشو بې پیلوټه الوتکه وویشتله.
د پاکستان په شمال کې د مسافرو یو بس سیند ته لوېدلی چې له امله یې ۱۱ کسان وژل شوي دي.
پاکستان په بلوچستان او خیبر پښتونخوا ایالتونو کې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې ۷۴ وسله‌وال وژل شوي
په نړۍوالو بازارونو کې د دویمې اونۍ لپاره د تیلو بیې مخ په ټیټیدو دي
اردوغان: د COP31 سرمشریزې پر مهال د نړیوالو مشرانو ژمنتیا د پاریس اقلیمي تړون د پیاوړتیا نښه ده.
د امریکا په پلازمینه  واشنګټن ډي سي کې سپینې ماڼۍ ته نږدې وسله وال برید شوی.
روسیې له افغانستان کې یو زیات شمیر سوداګریز تړونونه لاسلیک کړل
د مهمو خبرونو غورچاڼ
یو لوړپوړی روسي پلاوی له طالبانو سره د سوداګرۍ او پانګونې په اړه د خبرو لپاره افغانستان ته رسیدلی دی