د تورکي سریالونه په نړۍ کې د تورکي انځور ته بدلون ورکوي.

تورکي سریالونه، د کلتوري ځانګړتیاوو او نړیوالو موضوعاتو په یوځای کولو سره د تورکیي نړیوال انځور بدلوي. لوبیلا ګاونا یو مکسیکن دی او په لاس انجلس کې ژوند کوي واېې چې ژوندېې د یو تورکي سریال سره د آشنا کېدو وروسته په بشپړ ډول بدل شوی.

د تورکي سریالونه په نړۍ کې د تورکي انځور ته بدلون ورکوي.

تورکي سریالونه، نه یوازې د تفریح په نړۍ کې، بلکې په نړیوال ډګر کې هم لوی اغیز لري. دا تولیدات چې کلتوري شتمنۍ او نړیوال موضوعات سره یوځای کوي، د تورکیه نړیوال انځور بدلوي.

د یو مینه وال بدلون

په لاس انجلس کې میشته مکسیکن ویولن غږوونکی لوبیلا ګاونا وایي چې د "دیریلیش: ارطغرل" سریال د هغه ژوند ور بدل کړی دی. د سریال د موسیقۍ څخه متاثره شوي دغه کس یوه ویډیو چې  ویولن پکې غږول شوی اوو ، په ټولنیزو رسنیو کې خورا مشهوره شوه او هغه یې د سریال تر سیټه ته ورسوله. د ګاونا د سریال څخه متاثر کېدل یوازې موسیقۍ پورې محدود نه اوو،  سریال د هغه اسلام ته لیوالتیا زیاته کړه او په پاې کې د هغه د مسلمانېدو سبب هم شو.

کلتوري شتمني

د تورکیه سریالونه په نړیواله کچه پراخه لیدونکي لري. په ۲۰۲۲ کال کې د تورکیه د تلویزیون صادرات ۶۰۰ میلیون ډالرو ته ورسیدل. تورکیه د متحده ایالاتو او برتانیې وروسته د نړۍ درېیم لوی د تلویزیون سریالونو صادروونکی هیواد دی. د ۲۰۲۰ او ۲۰۲۳ کلونو ترمنځ په نړیواله تقاضا کې د۱۸۴٪ په زیاتوالي سره، د نړۍ دویم لوۍ د ډرامې صنعت شو.

د سریالونو فلمبردارۍ ځایونه، د جامو طرز او تاثیر اچوونکې موسیقي لیدونکي حیرانوي. په اصلي  او طبعي ځایونو کې فلمبرداري، سریالونو ته ځانګړې طبیعي بڼه ورکوي. سریالونه د نړیوالو موضوعاتو په اړه بحث کولو له امله د مختلفو کلتورونو لیدونکو سره اړیکې جوړوي.

په لیدونکو باندې اغیزې

څیړنې ښايي چې تورکي سریالونه د تورکیه په وړاندې پخواني تعصبونه کمولی شي. ازبکستاني ماهسوما تاستانووا، د "چالیکوشو" سریال څخه متاثره شوې او استانبول ته کډه شوې او هلته میشته شوې. تورکي سریالونه د تلویزیوني شوګانو پرځای ډیر واقعي ژوند ته ورته دي.

تورکي سریالونه، نه یوازې دتفریح یوه وسیله ده بلکې د تورکي کلتوري شتمني نړۍ ته ورپیژني او د خلکو تورکیه ته لید بدلوي.