نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
د اوکراین لخوا د روسیې په ورونژ ښار په توغندیز برید کې ۵ کسان وژل شوي دي.
د سیمې والي الکساندر ګوسوف ویلي دي چې د روسیې په ورونژ ښار باندې د اوکراین په یو توغندیز برید کې لږ تر لږه پنځه کسان وژل شوي او ګڼشمیر نور ټپیان شوي دي.
د اوکراین لخوا د روسیې په ورونژ ښار په توغندیز برید کې ۵ کسان وژل شوي دي.
د اوکراین لخوا د روسیې په ورونژ ښار په توغندیز برید کې ۵ کسان وژل شوي دي.

د سیمې والي الکساندر ګوسوف وايي چې په برید کې لسګونه کسان ټپیان شوي او زیاتوي چې په سیمه کې د توغندیز ګواښ خبرداری لیرې شوی دی.

د سیمې والي الکساندر ګوسوف ویلي دي چې د روسیې په ورونژ ښار باندې د اوکراین په یو توغندیز برید کې لږ تر لږه پنځه کسان وژل شوي دي.

ګوسوف د دوشنبې په ورځ په ټیلیګرام کې په یوه بیان کې وویل چې په دې برید کې په لسګونو نور کسان ټپیان شوي او د ښار د یوې تصدۍ صنعتي تاسیساتو ته زیان رسیدلی دی. هغه زیاته کړه چې د څو اپارتماني ودانیو مخکني برخې او کړکۍ او همدارنګه ګڼ شمیر وسایط هم زیانمن شوي دي.

والي د وژل شویو کسانو له کورنیو سره خپله خواخوږي څرګنده کړه او ټپیانو ته یې د ژر تر ژره روغتیا هیله وکړه. هغه دا هم اعلان وکړ چې په سیمه کې د توغندیز ګواښ خبرداری لیرې شوی او خبرداری یې ورکړ چې د پیښې له ځایه عکسونه یا ویډیوګانې په انټرنیټ کې خپرې نه کړي، په ځانګړې توګه هغه چې موقعیتونه افشا کولی شي.

د روسیې د هوايي چلند چارواکو وویل چې د اوکراین د هوايي برید له امله د تاتارستان سیمې په بوګولما، کازان، نیژنیکامسک او چبوکساري هوايي ډګرونو کې پر الوتنو لنډمهاله محدودیتونه لګول شوي دي.

بریدونه په شدت سره دوام لري

د اوکراین لوی درستیز  ویلي چې ځواکونو یې د روسیې پر ګڼو پوځي او زیربنايي اهدافو بریدونه کړي، چې پکې د مسکو په سیمه کې د فضايي اړیکو یو مرکز، د بې پیلوټه الوتکو (ډرون) د چلونکو د روزنې مرکزونه او لوژستیکي زیربنا شامل دي.

هغه دا هم وویل چې اوکرایني ځواکونو د روسیې تر کنټرول لاندې سیمو کې د قوماندې مرکزونه او نور پوځي سنګرونه او د روسیې په کراسنودار سیمه کې د قفقاز  بندر زیربناوې په نښه کړې دي.

بلخوا، د روسیې دفاع وزارت ویلي چې د دوی د هوايي دفاع سیسټمونو په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۲ لارښود شوي هوايي بمونه او ۷۳۴ اوکرایني بې پیلوټه الوتکې راغورځولې دي. وزارت زیاته کړه چې روسي ځواکونو هغه ځایونه په نښه کړي چې د اوکرایني لیرې واټن ویشتونکو بې پیلوټه الوتکو د راټولولو او ساتلو لپاره کارول کیدل او سرتیري یې د ختیځ اوکراین د کستیانتینیوکا (Kostiantynivka) ښارګوټي په شمول په څو سیمو کې خپلو هجومي عملیاتو ته دوام ورکوي.

اوکراین او روسیه په منظمه توګه د یو بل پر خاوره د بریدونو راپورونه ورکوي، خو د زیانونو او تلفاتو پر جزیاتو او دقیقو شمیرو تل د یو بل ادعاوې ردوي.

 

وپلټۍ
د تورکیې پر سر د ټرمپ او نتنیاهو اختلاف؛ ټرمپ د F-35 الوتکو د پلور په اړه د نتنیاهو پر نیوکو غصه شوی
ایران په بحرین کې د امریکا پر هوايي هډې د بریدونو د ترسره کولو نه خبر ورکړی دی.
د امریکا او ایران ترمنځ د نښتو د زیاتوالي او د سرې بحیرې د تړل کېدو له ګواښ سره د تېلو بیې لوړې شوې
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر د روسیې-اوکراین جګړې په اړه د استانبول خبرو اترو د دوام غوښتنه وکړه
ایران: "د اهواز د ماشومانو د سرطان روغتون پر شاوخوا د امریکا برید جنګي جنایت دی"
د تورکیې دفاع وزارت: "د قبرس په ټاپو کې د ترکي پوځیانو شتون د سولې، امنیت او ثبات ضمانت دی"
کرملین: "موږ د تورکیې په منځګړیتوب د اوکراین په اړه د خبرو اترو پیلولو ته چمتو یو"
ایران خبرداری ورکوي چې د هرمز تنګی  زمونږ "سره کرښه" ده او تر پایه به مقاومت وکړو
د ایران په پلازمېنه تهران کې د انقلاب په میدان کې د "په تابوت کې د پراته ټرمپ" بلبورډ انځور ځړول شوی
اسرائیل په غزه کې نسل وژنې ته دوام ورکوي. په وروستیو بریدونو کې لږ تر لږه ۱۳ تنو ژوند د لاسه ورکړ
فیدان: د جولای ۱۵مې وښودله چې د تورکیې ملي اراده به هیڅکله د "استبدادي ځواکونو" په وړاندې تسلیم نشي
اوکراین پر سوداګریزو کښتیو  د روسیې په بریدونو کې د  ۳ تنو د وژل کیدو نه خبر ورکړی دی.
ایران په اردن کې د امریکا پر اډو د ډرون الوتکو پراخ بریدونه کړي
ولسمشر اردوغان : د جولای ۱۵ مه یوازې د یوې خاینانه کودتا شنډول نه وو بلکې د ډیموکراسۍ ستره بریا ده