پاکستان د افغانستان هغه ادعا رد کړه چې ګواکې د امریکا بې پیلوټه الوتکې د دوی له خاورې پورته کیږي

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې عمومي مدیر، ډګرجنرال احمد شریف چوهدري، یوې ډلې خبریالانو ته په خپلو څرګندونو کې، د خپل هیواد او افغان حکومت ترمنځ د کړکیچ په اړه خبرې وکړې.

پاکستان د افغانستان هغه ادعا رد کړه چې ګواکې د امریکا بې پیلوټه الوتکې د دوی له خاورې پورته کیږي

پاکستان د افغانستان هغه ادعا رد کړه چې ګواکې د امریکا بې پیلوټه الوتکې د دوی له خاورې پورته کیږي

 پاکستان د افغانستان د حکومت هغه څرګندونې "بې بنسټه" وبللې چې ګواکې د امریکا اړوند بې پیلوټه الوتکې  د پاکستان له خاورې څخه په پرواز کولو سره د افغانستان له هوايي حریم څخه سرغړونه کوي.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې عمومي مدیر، ډګرجنرال احمد شریف چوهدري، یوې ډلې خبریالانو ته په خپلو څرګندونو کې، د خپل هیواد او افغان حکومت ترمنځ د کړکیچ په اړه خبرې وکړې.

چوهدري د کابل ادارې هغه څرګندونې رد کړې چې ګواکې د امریکا بې پیلوټه الوتکو د پاکستان له خاورې څخه په پرواز کولو سره د دوی له هوايي حریم څخه سرغړونه کړې ده، او دا ادعا یې "بې بنسټه" وبلله.

چوهدري دې ته په اشارې سره چې د اسلام اباد او واشنګټن ترمنځ داسې کوم تړون شتون نلري چې امریکا  ته اجازه ورکړي چې د پاکستان له لارې پر افغانستان برید وکړي، وویل: "موږ سوله غواړو او خبرو اترو ته ترجیح ورکوو. که خبرې اترې ناکامې شي، موږ به په نورو لارو غور وکړو."

د افغان حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي وو چې د دوی پر هوايي حریم د امریکا د بې پیلوټه الوتکو له خوا تېری شوی او ادعا یې کړې وه چې دا الوتکې د پاکستان له خاورې څخه راغلې دي.

د پاکستان او افغانستان ترمنځ کړکېچ

د پاکستان او افغانستان ترمنځ له سرحدي نښتو وروسته، د اکتوبر په ۱۵ مه اعلان شوی ۴۸ ساعته اوربند د دواړو لورو ترمنځ د ترکیې او قطر په ملاتړ د قطر په پلازمینه دوحه کې د خبرو تر پایه وغځول شو.

د دوحې په خبرو کې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په لارښوونه د ملي استخباراتو سازمان (MİT) مشر ابراهیم کالن هم ګډون کړی و.

د خبرو اترو اصلي اجنډا "د اوسني اوربند غځول او د وروستیو سرحدي نښتو حل کول" وو او دواړو خواوو هوکړه کړې وه.

په دوحه کې له ۱۴ ساعته خبرو وروسته پریکړه وشوه چې د اوربند پر جزییاتو د کار کولو لپاره به د تخنیکي کمیټې لومړۍ غونډه په استانبول کې جوړه شي.

د پاکستان او افغانستان پلاوي د همدې موخې لپاره د اکتوبر په ۲۵-۳۰ نیټه په استانبول کې سره جرګه شوي وو.