نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
پاکستان کې د پولیس په ډزو کې یوه استرالیايي ماشومې ژوند د لاسه ورکړ او د هغه پلار او ورور ټپیان شول
په پاکستان کې یو پولیس افسر وروسته له هغه ونیو شوې چې ادعا کیږي تیروتنه کې  یوه اسټرالیایي نجلۍ ووژله او د هغې پلار او ورور یې ټپیان کړل.
پاکستان کې د پولیس په ډزو کې یوه استرالیايي ماشومې ژوند د لاسه ورکړ او د هغه پلار او ورور ټپیان شول
پاکستان کې د پولیس په ډزو کې یوه استرالیايي ماشومې ژوند د لاسه ورکړ او د هغه پلار او ورور ټپیان شول

چارواکو وویل، پولیس په ختیځ پاکستان کې یوه اسټرالیایي ماشومه په ډزو ووژله، او کینبرا د دوشنبې په ورځ د دې پیښې په اړه د تحقیقاتو غوښتنه وکړه چې د نجلۍ د کورنۍ دوه نورغړي هم پکې ټپیان شوي دي.

د پاکستان په تر ټولو ګڼ نفوسه ختیځ ولایت، پنجاب کې پولیسو وویل چې د غلا په ځواب کې افسرانو د چهارشنبې په ورځ پر هغو شکمنو کسانو ډزې وکړې چې د یوې کورنۍ د موټر مسافر یې د ټوپک په زور نیولي وو.

د پنجاب پولیسو د جرمونو د کنټرول څانګې د یکشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل: "په رامنځته شوې ګډوډۍ کې، د پولیس افسر په غلو چې د تیښتې هڅه يي کوله ډزې وکړې چې په نتیجه کې په تیروتنه کې استرالیايي نجلۍ او د هغه پلار او ورور هم  ولګیدل.

پدې پیښه کې لس کلنې استرالیايي ماشومې ژوند د لاسه ورکړ او پلار او ورور يي ټپیان شول.

د پنجاب پولیسو وویل چې دوی د قرباني پلار څخه جرمي شکایت ثبت کړی او ښکیل افسر یې نیولی دی، چې محکمې ته حاضر شو او په توقیف کې ساتل کېږي.

اسټرالیايي رسنیو راپور ورکړی دغه کورنۍ، چې د اسټرالیا د لويدیځ ښار پرت اوسيدونکې ده، پاکستان ته د خپلو خپلوانو د لیدو لپاره تللې وه.

د آسټرالیا لومړي وزیر انتوني البانیز، خبریالانو ته وویل چې وژل شوې ماشوم نهه کلنه وه او د هغه حکومت "د دې شرایطو شفافیت او سمې پلټنې تمه لري."

هغه وویل: "زما د معلوماتو له مخې، نه یوازې یوې کم عمره نجلۍ خپل ژوند له لاسه ورکړی، بلکې د کورنۍ نور غړي یې هم په داسې شرایطو کې ټپیان شوي چې رښتیا هم ډير د اندیښنې وړ دي."

د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د هغې آسټرالیایي تبعه کورنۍ سره به مرسته وکړي چې یوه غړې یې وژل شوې او دوه نور ټپیان شوي دي.

د پنجاب پولیسو وویل چې دوی "یوه بشپړه او بې طرفه څیړنه ترسره کوي ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې عدالت تامین شي."

پولیسو زیاته کړې: "موږ په دې غمجنې پېښې ډیر خفه یو. که څه هم زموږ پرسونل په ډیرو خطر لرونکو چاپېریالونو کې دندې ترسره کوي، خو له خپلو کړنلارو څخه د سرغړونې لپاره هیڅ توجیه نشته."

وپلټۍ
د مهمو خبرونو غورچاڼ
کرملین: "موږ د تورکیې په منځګړیتوب د اوکراین په اړه د خبرو اترو پیلولو ته چمتو یو"
اوکراین پر سوداګریزو کښتیو  د روسیې په بریدونو کې د  ۳ تنو د وژل کیدو نه خبر ورکړی دی.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
روسیه ادعا کوي چې د اوکرایني ډرون ددې هیواد د تیلو په چاڼځای برید کړی
د برازیل ولسمشر لولا دا سیلوا پر ټرمپ د «سمندري غلا» تور پورې کړ
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د مهمو خبرونو غورچاڼ
اوکراین: د روسیې د پټو جنګي کښتیو د کتار اړوند پر ۱۴ کښتیو مو بریدونه کړي
د کاناډا ټورنټو د واټونو جشن ته څېرمه وسله وال برید کې دوه کسان وژل شوي او درې نور ټپیان دي
امریکایی مشهور سناتور او د ټرمپ قوي ملاتړی لینډسي ګراهام له یوې «ناڅاپي ناروغۍ» وروسته ومړ
امریکا ایران ته د خبرداری ورکړ که چیرې د امریکا د برحاله ولسمشر د وژلو هڅه وکړۍ تباه او برباد به شۍ
تاجکستان ویلي دي چې یوازې د ۶۰ ورځو لپاره يي د تیلو ذخیره پاتې ده.
ایا د اوکراین د ډرون بریدونو لړۍ کولی شي په روسیه کې د تېلو بحران رامینځته کړي؟
امریکا د ډیپلوماټیکو هڅو له امله پر ایران بریدونه وځنډول
شمالي کوریا د خپل اټومي وسله‌تون د پراخولو او نظامي استخباراتو د پیاوړي کولو هوډ وکړ
سیمه‌ییز منځګړي د امریکا او ایران ترمنځ د کړکېچ د کمولو او اټومي خبرو د بېرته پیلولو هڅه کوي
امريکا په ايران کې وروسته له هغې تازه بریدونه وکړل چې ټرمپ وویل اوربند «پای ته رسېدلی» دی
د پاکستان په سویل لویدیځ کې په نښته کې ۱۱ امنیتي سرتېري او ۱۹ ترهګر وژل شوي
د ناټو د انقرې سرمشریزې اعلامیه خپره شوه