منځنی ختیځ
3 د لوستلو دقیقې
ملګري ملتونه: په غزه کې نږدې ۱.۷ میلیونه بې ځایه شوي فلسطینیان له ناورین سره مخ دي
ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې نږدې ۱.۷ میلیونه بې ځایه شوي فلسطینیان، چې د غزې د نفوس شاوخوا ۸۰ سلنه جوړوي، په نږدې ۱۶۰۰ د کډوالو په پنډغالو کې په خورا ناوړه شرایطو کې ژوند کوي او د اوبو، سرپناه او بنسټیزو خدماتو له سخت کمښت سره مخ دي.
ملګري ملتونه: په غزه کې نږدې ۱.۷ میلیونه بې ځایه شوي فلسطینیان له ناورین سره مخ دي
ملګري ملتونه: په غزه کې نږدې ۱.۷ میلیونه بې ځایه شوي فلسطینیان له ناورین سره مخ دي

ملګري ملتونه وايي چې د غزې د نفوس لویه برخه په خورا خرابو شرایطو کې ژوند کوي.

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې نږدې ۱.۷ میلیونه بې ځایه شوي فلسطینیان، چې د غزې د نفوس شاوخوا ۸۰ سلنه جوړوي، په نږدې ۱۶۰۰ د کډوالو په پنډغالو کې په خورا ناوړه شرایطو کې ژوند کوي او د اوبو، سرپناه او بنسټیزو خدماتو له سخت کمښت سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو ویاند سټیفن دوجاریک د بشري چارو د همغږۍ د دفتر (OCHA) په حواله د سه شنبې په ورځ یوې خبري غونډې ته وویل چې "د غزې په تړانګه کې د هاوانونو ډزې، بمبارۍ او هوايي بریدونه لا هم ملکي وګړو ته زیان رسوي."

هغه یادونه وکړه چې یونیسف په ټولنیزو رسنیو کې د یوې ۱۷ کلنې نجلۍ د وژل کیدو خبر ورکړی، چې د دې ادارې یوه مخکښه ځوانه (وه او په داسې حال کې ووژل شوه چې د لیسې (دولسم ټولګي) ازموینې ته پر لاره وه. دوجاریک وویل: "موږ یو ځل بیا ټینګار کوو چې د ماشومانو په ګډون باید د ملکي وګړو خوندیتوب تل وساتل شي."

هغه وویل چې د بې ځایه شویو سیمو نوې ارزونه ښیي چې لږترلږه ۵۹ زره سرپناوې داسې دي چې په هره یوه کې یې تر ۸ ډیر کسان اوسیږي، پداسې حال کې چې شاوخوا ۳۸,۵۰۰ کسان په پرانیستې فضا کې (بې له سرپناه) ویده کیږي.

دوجاریک زیاته کړه: "تخمینه کیږي چې په ارزول شویو سیمو کې ۶۰۰ زره کسان د څښاک پاکو اوبو ته کافي لاسرسی نلري." هغه دا هم وویل چې "نیمایي پنډغالي د اوبو ایستلو ښکاره سیسټم نلري او نږدې نیمایي یې د سرپناهونو ترمنځ د اور لګیدو له خطر سره مخ دي."

دوجاریک راپور ورکړ چې په ۸۰ سلنه سیمو کې موږکان ډیر شوي، او په نیمایي سیمو کې ازاد فاضلاب (چټلې اوبه) او راټول شوي کثافات موجود دي. هغه وویل: "په نږدې ۲۵۰ ځایونو کې، چې شاوخوا ۲۵۰ زره کسان پکې اوسیږي، د ناچاوده توکو (بمونو) د شتون پېښې راپور شوي دي."

د غزې د روغتیايي چارواکو په وینا، د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر له ۱۰مې نیټې راهیسې چې اوربند نافذ شوی، د اسرائیلو په بریدونو کې لږترلږه ۱۰۲۷ کسان وژل شوي او ۳۲۸۰ نور ټپیان شوي دي.

دا اوربند د هغې دوه کلنې نسل وژونکې جګړې وروسته وشو چې اسرائیلو د ۲۰۲۳ کال په اکتوبر کې پیل کړې وه. په دې بریدونو کې له ۷۳ زرو ډیر فلسطینیان وژل شوي او له ۱۷۳ زرو ډیر ټپیان شوي دي، پداسې حال کې چې د غزې ۹۰ سلنه ملکي زیربناوې ویجاړې شوې دي. ملګري ملتونه د غزې د بیا رغونې لګښت شاوخوا ۷۰ ملیارده ډالره اټکلوي.

 

وپلټۍ
هند د پاکې انرژۍ په لور په یو ګام کې خپل لومړی په هایډروجن چلېدونکې اورګاډي پرانیسته
کویټ: "د ایران په برید کې د برېښنا تولید او د اوبو د تصفیې یوه فابریکه په نښه شوې ده"
د جولای ۱۵مې له کودتا وروسته بهرنۍ پالیسي او د تورکیې د راتلونکي لیدلوری
فیدان اوکراین ته خپل سفر "خورا ګټور" وباله؛ تورکیه او اوکراین ستراتیژیکه ملګرتیا پیاوړې کوي
د تورکیې پر سر د ټرمپ او نتنیاهو اختلاف؛ ټرمپ د F-35 الوتکو د پلور په اړه د نتنیاهو پر نیوکو غصه شوی
ایران په بحرین کې د امریکا پر هوايي هډې د بریدونو د ترسره کولو نه خبر ورکړی دی.
د امریکا او ایران ترمنځ د نښتو د زیاتوالي او د سرې بحیرې د تړل کېدو له ګواښ سره د تېلو بیې لوړې شوې
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر د روسیې-اوکراین جګړې په اړه د استانبول خبرو اترو د دوام غوښتنه وکړه
ایران: "د اهواز د ماشومانو د سرطان روغتون پر شاوخوا د امریکا برید جنګي جنایت دی"
د تورکیې دفاع وزارت: "د قبرس په ټاپو کې د ترکي پوځیانو شتون د سولې، امنیت او ثبات ضمانت دی"
کرملین: "موږ د تورکیې په منځګړیتوب د اوکراین په اړه د خبرو اترو پیلولو ته چمتو یو"
ایران خبرداری ورکوي چې د هرمز تنګی  زمونږ "سره کرښه" ده او تر پایه به مقاومت وکړو
د ایران په پلازمېنه تهران کې د انقلاب په میدان کې د "په تابوت کې د پراته ټرمپ" بلبورډ انځور ځړول شوی
اسرائیل په غزه کې نسل وژنې ته دوام ورکوي. په وروستیو بریدونو کې لږ تر لږه ۱۳ تنو ژوند د لاسه ورکړ