د ټرمپ ادارې له اسرائیلو سره د ۶.۶۷ میلیارد ډالرو په ارزښت د وسلو د پلور منظوري ورکړې ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په وینا، د ټرمپ ادارې له اسرائیلو سره د ۶.۶۷ میلیارد ډالرو په ارزښت د وسلو د خرڅلاو یو نوی پړاو منظور کړی، چې پکې اپاچي جنګي چورلکې او سپک تاکتیکي موټر شامل دي.
د ټرمپ ادارې له اسرائیلو سره د ۶.۶۷ میلیارد ډالرو په ارزښت د وسلو د پلور منظوري ورکړې ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ۳۰ اپاچي جنګي چورلکو او له ۳۰۰۰ څخه د زیاتو تاکتیکي موټرو د خرڅلاو منظوري ورکړې ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په وینا، د ټرمپ ادارې له اسرائیلو سره د ۶.۶۷ میلیارد ډالرو په ارزښت د وسلو د خرڅلاو یو نوی پړاو منظور کړی، چې پکې اپاچي جنګي چورلکې او سپک تاکتیکي موټر شامل دي.
دغه وزارت د جمعې په ورځ ناوخته دا بسته اعلان کړه او ویې ویل چې دا له څلورو جلا خرڅلاو څخه جوړه ده.
دا منظوري په داسې حال کې ورکول کېږي چې په منځني ختیځ کې پر ایران د امریکا د احتمالي پوځي بریدونو په اړه اندېښنې او کړکېچونه زیات شوي دي.
د دې بستې تر ټولو لویه برخه د ۳.۸ میلیارد ډالرو په ارزښت ۳۰ اپاچي جنګي چورلکې، اړوند تجهیزات او وسلې جوړوي.
وزارت ویلي، دا چورلکې به د توغندیو ویشتونکو او پرمختللو نښه ویشتونکو سیسټمونو باندې سمبال وي.
دوهمه لویه برخه یې د ۳۲۵۰ ګډو سپکو تاکتیکي موټرو (Joint Light Tactical Vehicles) خرڅلاو دی، چې موخه یې د پرسونل او لوژستیک لېږدول او د اسرائیلي پوځ لپاره د مخابراتي اړیکو غځول دي.
د دې معاملې دغه برخه ۱.۹۸ میلیارد ډالر ارزښت لري.
د منظورۍ له مخې، د بستې په پاتې برخو کې د "نمر" زغره والو موټرو لپاره د ۷۴۰ میلیون ډالرو په ارزښت د برېښنا بستې (power packs) او د ۱۵۰ میلیون ډالرو په ارزښت AW-119Kx سپکې کاري چورلکې شاملې دي.
د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د دې وسلو د خرڅلاو موخه د اسرائیل د "دفاعي" وړتیاوو ملاتړ کول دي.