منځنی ختیځ
2 د لوستلو دقیقې
قالیباف: "څو چې د ایران ۷ وړاندې شوي شرطونه منل شوي نوي، د هرمز تنګی به خلاصه نشي.
د ایران د پارلمان رئیس محمد باقر قالیباف د قطر په منځګړیتوب امریکا ته د خپل هېواد د لېږل شوي وړاندیز په اړه وویل: "تر څو چې د ایران له خوا وړاندې شوي ۷ شرطونه منل شوي نوي، د هرمز تنګی به خلاصه نه شي."
قالیباف: "څو چې د ایران ۷ وړاندې شوي شرطونه منل شوي نوي، د هرمز تنګی به خلاصه نشي.
قالیباف: "څو چې د ایران ۷ وړاندې شوي شرطونه منل شوي نوي، د هرمز تنګی به خلاصه نشي.

د ایران د رسمي خبري آژانس (ایرنا) د راپور له مخې، قالیباف د پارلمان په علني (د رسنیو پر مخ پرانیستې) غونډه کې د روانو مسایلو په اړه خپلې ارزونې وړاندې کړې.

قالیباف د دې په بیانولو سره چې امریکایانو په رسنیو کې د خپلو څرګندونو برعکس، د منځګړو له لارې ایران ته وړاندیز کړی، وویل: "دوی باید پوه شي چې د یو اړخیزو غوښتنو د مطرح کولو دوره پای ته رسېدلې او تر څو چې د ایران له خوا وړاندې شوي ۷ شرطونه پلي نه شي، د هرمز تنګی به خلاصه نه شي."

قالیباف استدلال وکړ چې امریکا د ایران پر هوډ ښه پوهېږي او د کورنیو عامه افکارو د ذهنیت جوړولو لپاره یې د اقتصادي فشارونو او پوځي اقداماتو سربېره، خپلې ګواښوونکې څرګندونې هم زیاتې کړې دي.

قالیباف وویل چې هېواد یې په ټولنیزو رسنیو کې د خپرو شویو ګواښوونکو څرګندونو پر بنسټ نه، بلکې د واقعیتونو پر بنسټ خپل سیاست ټاکي؛ هغه زیاته کړه چې د امریکایانو د "ضد او نقیض" (متضادو) څرګندونو موخه د ایران د خلکو د ذهنونو مغشوشول دي.

ایراني پلاوي په امریکا کې د ملګرو ملتونو  د عمومي اسمبلۍ د غونډې په څنډه کې، د قطر په منځګړیتوب د هرمز تنګي د خلاصېدو په تړاو امریکا ته ۷ شرطونه وړاندې کړي وو.

خو د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ بیا اعلان کړی و چې دوی د ایران شرطونه نه مني.

 

وپلټۍ
سوریې اشغال شوې جولان غونډۍ ته نږدې د اسرائیلو کیندنې «ښکاره سرغړونه» وبلله او په کلکو ټکو يي وغندلې
پر غزې د اسرائیلو په بریدونو کې له ۸۰۰ ډېر فلسطیني ښوونکي وژل شوي دي
سعودي عربستان ویلي دي چې حوثیانو  د مدینې ښار د برېښنا پر تمځای د برید کړی دی.
د سوریې په حما ولایت کې پر یوه مینی‌بس موټر په برید کې ۷ کسان وژل شوي دي.
اسرائیلي وزیر ادعا کړې چې یوه "ترهګر" د فلاي دوبۍ الوتکې د راغورځولو هڅه کړې
د قطر لومړي وزیر نتنیاهو "جنګي مجرم" وباله او د منځګړیتوب پر دوام یې ټینګار وکړ
په غزه کې د اسرائیلو په بریدونو کې شپږ فلسطینیان مړه  او یو شمېر ماشومان ټپیان شول.
امریکايي ځواکونه په عراق کې له پاتې اډو وځي او شل کلن پوځي شتون پای ته رسوي
حماس د الاقصی انتفاضې کلیزه ونمانځله او له عربو او مسلمانانو څخه يي  د ملاتړ غوښتنه وکړه
ایران امریکا ته د هرمز تنګي د پرانیستو په خاطر نوی وړاندیز وړاندې کړ.
ایران ویلي دي چې د ناټو د سرمنشي څرګندونې د ایران پر ضد په جګړه کې د اروپا د ګډون اعتراف دی.
نتنیاهو په ملګرو ملتونو کې د وینا د پیلولو سره تقريباً۷۰ هیوادونو استازي له تالاره ووتل.
ایران پر انګلستان د اسرائیلو د ترهګر رژیم په تاسیسولو کې د رول له امله نیوکه وکړه
امریکا استخبارات : چین د هغو معلوماتو په برابرولو سره چې ایران ته یې ورکړي،د دې هېواد وړتیا لوړه کړې
ایران ګواښ وکړ که د امریکا بریدونه دوام ومومي، نښته به تر هندي سمندرګي پورې پراخه کړو»
د «غزې سولې شورا» به لږ تر لږه ۶ میاشتنی او د ۲,۴۵ میلیارد ډالرو بیا رغونې پلان اعلان کړي
اسرائیلو په خان یونس کې د ملکي وګړو په یو موټر برید وکړ
د ایران دولتي تلویزیون: د بهرنیو چارو وزیر عراقچي د ترامپ له ځانګړو استازو ویتکوف او کوشنر سره وکتل
الشرع د ملګرو ملتونو عمومي غونډې دمخه په امریکا کې له سوري ټولنې سره لیدنه وکړه
ایران : که امریکا سمندري محاصره پای ته ورسوي، د ۷ ورځو په دننه  کې به د هرمز تنګی پرانیزو»