نړۍ
1 د لوستلو دقیقه
د جنوبي افریقا پولیس ویلي په جوهانسبرګ کې ډله‌ییزو ډزو ۱۲ کسان وژلي او ۹ نور یې ټپیان کړي دي
وسله‌والو د جوهانسبرګ په ختیځ کې په یوه غیر رسمي مېشت‌ځای کې ۱۲ کسان وژلي او ۹ نور یې ټپیان کړي دي، چې پولیسو یې په تړاو د لټون پراخ عملیات پیل کړي دي.
د جنوبي افریقا پولیس ویلي په جوهانسبرګ کې ډله‌ییزو ډزو ۱۲ کسان وژلي او ۹ نور یې ټپیان کړي دي
د جنوبي افریقا پولیس ویلي په جوهانسبرګ کې ډله‌ییزو ډزو ۱۲ کسان وژلي او ۹ نور یې ټپیان کړي دي
 

د جنوبي افریقا پولیسو د چهارشنبې په ورځ وویل چې د سه شنبې په ماښام د جوهانسبرګ په ختیځ کې په «کلیولینډ» سیمه کې په یوه غیر رسمي مېشت‌ځای کې د وسله‌والو په ډزو کې لږ تر لږه ۱۲ کسان وژل شوي او ۹ نور ټپیان شوي دي.

پولیسو په یوه بیان کې ویلي چې دوی په «جمپرز» غیر رسمي مېشت‌ځای کې له دغه برید وروسته د څه باندې ۱۰ شکمنو کسانو د نیولو لپاره لټون پیل کړی دی.

د پولیسو په وینا، په قربانیانو کې ۹ نارینه او ۳ ښځې شاملې دي. ۱۱ تنه یې د پېښې په ځای کې مړه شوي او دولسم کس په روغتون کې ساه ورکړې ده.

د برید انګېزه تر اوسه معلومه نه ده.

پولیسو ویلي چې شکمن کسان په یوه سپین رنګه «ټیوټا کوانټم» موټر کې راغلي وو، له دوو لارو څخه مېشت‌ځای ته ننوتي او په څو ځایونو کې یې ډزې کړي دي، او وروسته په همدې موټر کې له سیمې تښتېدلي دي.

جنوبي افریقا په نړۍ کې د قتل د خورا لوړې کچې لرونکو هېوادونو څخه دی، چې هره ورځ پکې په اوسط ډول شاوخوا ۶۰ کسان وژل کېږي.

 

وپلټۍ
ایران امریکا تورنه کړه چې د بیولوژیکي وسلو د ادعاوو له لارې پر عراق د یرغل «فریب» بیا تکراروي
د تورکیې مرستیال ولسمشر جودت یلمز د ازبکستان له ولسمشر میرضیایف سره لیدنه وکړه
اردوغان: د تورکیې بې‌پیلوټه جنګي الوتکه «قزل‌الما» د دندې په موخه د تورکیې وسله وال پوځ ته وسپارل شو
د امریکا سنا مجلس د ایران د جګړې د پای ته رسولو په خاطر مسوده رد کړه.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
اسرائیلي ځواکونو په مرکزي غزه کې د فلسطینیانو کورونه په بمونو الوزولي .
شي، ټرمپ او پوتین درې اړخیزه غونډه پایته ورسیده.
د غیرقانوني اسرائیلي ښارګوټو اوسیدونکو د پوځ تر ساتنې لاندې د یوسف ع مقبرې باندې چاپه واچوله
د هالنډ د وسلو جوړونې شرکت کارکوونکو اوکراین سره پر روسیه د بې‌پیلوټه الوتکو په بریدونو کې مرسته کړې
د حوثي ملېشو برید په ریاض کې د سعودي عربستان د عامه پانګونې صندوق ودانۍ زیانمنه کړې ده.
ټرمپ وايي، امریکا د ایران جګړې د پای ته رسولو لپاره د چین یا روسیې مرستې ته اړتیا نه لري
ټرمپ د آسیا-پسیفک اقتصادي همکارۍ  سرمشریزې په څنډه کې له شي جین پینګ او پوتین سره جلا جلا لیدنې وکړې
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د چین ولسمشر شي د امریکا د ولسمشر ټرمپ هرکلی وکړ او د چین د «متقابل عمل دود» نه یادونه وکړه.
اردوغان: اسرائیل غزه د «نړۍ پر تر ټولو لوی اجباري کمپ» بدله کړې ده.