نړۍ
4 د لوستلو دقیقې
وینزویلا په غبرګو زلزلو کې د مړو شمیر ۲۳۰ تنو څخه واوښته. د ژغورنې او پلټنو چارې دوام لري.
ناهیلي وینزویلاوال د خپلو هغو عزیزانو د ژغورلو لپاره مبارزه کوي چې د نړېدلو ودانیو تر خاورو لاندې ژوندي بند پاتې دي، په داسې حال کې چې د امریکا د جیولوژیکي سروې اټکلونه ښيي چې د مړو شمیر ښايي له ۱۰،۰۰۰ څخه واوړي.
وینزویلا په غبرګو زلزلو کې د مړو شمیر ۲۳۰ تنو څخه واوښته. د ژغورنې او پلټنو چارې دوام لري.
وینزویلا په غبرګو زلزلو کې د مړو شمیر ۲۳۰ تنو څخه واوښته. د ژغورنې او پلټنو چارې دوام لري.

په وینزویلا کې د تیرو ۱۲۶ کلونو تر ټولو قوي زلزله رامنځته شوه چې د ژغورنې پراخو هڅو" ته اړتیا لري.، دا خبره د ملګرو ملتونو د مرستو مشر ټام فلیچر کړې ده.

په وینزویلا کې له ویجاړونکو غبرګو زلزلو یوه ورځ وروسته، د لا ګوایرا په ساحلي ښار کې خلکو لا هم په خپلو لاسونو خاورې اړولې ترڅو خپل ګاونډیان وژغوري. کارلوس بورجیس، چې د کانکریټي سلیبونو د لرې کولو لپاره د درنو ماشینونو (لکه بلدوزرونو) پر نشتوالي یې خپګان څرګند کړ، وویل: "موږ په خپله وسه مرسته کوو، خو د وسایلو کمښت له ستونزو سره مخ کړي یو."

د هغه ټیم له یوې ودانۍ څخه درې کسان راوویستل، په داسې حال کې چې د کورنیو نورو اندېښمنو غړو، په شمول د یوې مور چې تنکی ځوان زوی یې لادرکه و، د پنجشنبې په سهار د پېښې په ځای کې انتظار کاوه.

د امریکا د جیولوژیکي سروې ادارې  اټکل کړی چې د وینزویلا په  دوو ځواکمنو زلزلو کې چې پلازمېنه کاراکاس او شاوخوا سیمې ولړزولې، د مړو شمیر ښايي له ۱۰،۰۰۰ څخه زیات شي. خو د سرپرستې ولسمشرې ډیلسي روډریګز حکومت تر اوسه د لږترلږه ۲۳۵ کسانو مړینه او د ۱۵۲۰ کسانو ټپي کېدل تایید کړي دي.

د لا ګوایرا اوسیدونکي، چې د هیواد تر ټولو زیانمن شوی ښار دی، او د مورون اوسیدونکي، چې د زلزلې مرکز ته نږدې دی، د محدودو رسمي مرستو په منځ کې په خپله هڅې کوي. ارګینیس مارتینز، چې په خاورو کې د خپل یو خپلوان په لټه کې و، وویل: "آیا دا ممکنه نه ده چې اردو راوبلل شي؟ هرڅوک راشئ او مرسته وکړئ. دوی په زغره والو موټرو کې راولئ چې له خلکو سره مرسته وکړي. هر چیرته چې ټراکټورونه وي، پیدا یې کړئ."

سره له دې چې د کورني ګاز خدمتونه پرې شوي وو، خو بیا هم ځینې کنډوالو د شپې لخوا اور اخیستی و. وېریدلي اوسېدونکي، چې ډیری یې د تللو ځای نه درلود، په کوڅو کې راټول شوي وو او په ویجاړو شویو ودانیو کې یې د ژوندي پاتې شویو کسانو لټون کاوه.

حکومت، چې ویلي یې دي ۲۵۰ ودانۍ زیانمنې یا ویجاړې شوې دي، اعلان وکړ چې له هسپانیې، متحده ایالاتو، مکسیکو او قطر څخه مرستې په لاره دي. حکومت همدارنګه له خصوصي سکتور څخه وغوښتل چې د ژغورنې په هڅو کې د مرستې لپاره درانه ماشینونه په پور ورکړي.

د رویټرز شاهدانو ولیدل چې د "کالیکټیوو" (حکومت پلوه موټرسایکل سپاره) ډلو غړي هم په ځینو ځایونو کې د ژغورنې په چارو کې مرسته کوي. ۵۰ کلنې سهیل سرکوز، چې خپل کور او دنده یې له لاسه ورکړې، وویل: "زما ودانۍ اوس د اوسېدو نه ده او هیڅ نه لرم. یوازې زه یم او زما زوی، او په دې هیواد کې بله کورنۍ نه لرم."

چور او تالان
د لا ګوایرا په ځینو سیمو کې خلکو د خوړو او اوبو په لټه کې وو او د رویټرز ټیم لږترلږه په دوو پلورنځیو کې د چور او تالان شاهد و. د ښار د "جوز ماریا وارګاس" روغتون له ټپیانو ډک و او ځینې ناروغان په بهر کې تداوي کېدل. ۶۰ کلنې بېټریز روډریګز وویل: "دا یوه غمیزه ده." د هغې د وراره پښې په زلزله کې تر فشار لاندې راغلې وې او پرې شوې، او یو بل ۶ کلن وراره یې مړ شوی و.

د وسله والو ځواکونو قوماندانۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دوی لا ګوایرا ته صحرایي روغتونونه استوي ترڅو عاجل عملیات ترسره کړي. په نورو ځایونو کې هم روغتونونه له ستونزو سره مخ دي. په مورون کې ډاکټر اګسټو رامیرز وویل چې دوی د لومړنیو طبي توکو لکه د وینې فشار مانیټرونو، بنداژ، دستکشو او درد وژونکو درملو له سخت کمښت سره مخ دي.

د ژغورنې د هڅو ورووالی
د ژغورنې چارې په خورا ورو سرعت روانې دي. په لا ګوایرا کې اوسیدونکو په بې وسۍ سره د یوې وړې نجلۍ چیغې اورېدې چې د ساعتونو لپاره یې د مرستې غوښتنه کوله، خو له بده مرغه مخکې له دې چې څوک یې وژغوري، نجلۍ ساه ورکړه. د ښار په یو بل ځای کې د دریو کسانو غږونه د ویجاړې شوې ودانۍ له کنډوالو اورېدل کېدل، خو ځايي خلکو ویل چې د وسایلو د نشتوالي له امله د هغوی لپاره هیڅ نه شي کولی.

د "ډومینګو لوسیاني" روغتون یو ډاکټر د نوم نه ښودلو په شرط وویل چې ماشومان یوازې په امبولانسونو کې روغتون ته راوړل کیږي؛ ځینې یې خپل نومونه اخلي او ځینې یې یوازې د پیژندنې پټې پر لاسونو لري.

وپلټۍ
ایران خبرداری ورکوي چې د هرمز تنګی  زمونږ "سره کرښه" ده او تر پایه به مقاومت وکړو
د ایران په پلازمېنه تهران کې د انقلاب په میدان کې د "په تابوت کې د پراته ټرمپ" بلبورډ انځور ځړول شوی
اسرائیل په غزه کې نسل وژنې ته دوام ورکوي. په وروستیو بریدونو کې لږ تر لږه ۱۳ تنو ژوند د لاسه ورکړ
فیدان: د جولای ۱۵مې وښودله چې د تورکیې ملي اراده به هیڅکله د "استبدادي ځواکونو" په وړاندې تسلیم نشي
اوکراین پر سوداګریزو کښتیو  د روسیې په بریدونو کې د  ۳ تنو د وژل کیدو نه خبر ورکړی دی.
ایران په اردن کې د امریکا پر اډو د ډرون الوتکو پراخ بریدونه کړي
ولسمشر اردوغان : د جولای ۱۵ مه یوازې د یوې خاینانه کودتا شنډول نه وو بلکې د ډیموکراسۍ ستره بریا ده
د دفاعي صنعت په برخه کې د ګولن ترهګریز سازمان سبوتاژونه، حیاتي پروژې او په تېرو ۱۰ کلونو کې  وده
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د جولای د ۱۵مې په شپه رامنځته شوې پېښې، د کودتا د هڅې مهم پړاوونه او د ملت حماسي مقاومت
روسیه ادعا کوي چې د اوکرایني ډرون ددې هیواد د تیلو په چاڼځای برید کړی
د کودتا پرېکړه د ۲۰۱۵ کال د نوامبر د لومړۍ نېټې له ټاکنو وروسته شوې وه.
متحده عربي امارات وايي ایران د دوې دوله د تیلو ټانکر کښتۍ ویشتلي دي خو ایران دا ادعا رد کړې
د تورکیې ولسمشر اردوغان د پاکستان د دفاعي ځواکونو او ځمکني پوځ مشر جنرال منیر سره وکتل
فیدان په پاریس کې د اوکراین په اړه غونډه کې ګډون وکړ؛ ایتلاف د پایداره سولې د هڅو ژمنه وکړه