افغانستان
3 د لوستلو دقیقې
پاکستان او افغانستان په چین کې د خپلمنځۍ روانې جګړې د پای ته رسولو لپاره خبرې اترې کوي
د اسلام‌اباد دوو چارواکو د چهارشنبې په ورځ فرانس پرېس خبري اژانس (AFP) ته وویل چې پاکستان او افغانستان په چین کې خبرې اترې پیل کړي ترڅو د هغې څو میاشتنۍ شخړې د پای ته رسولو لاره ومومي چې د سرحدي بریدونو له امله رامنځته شوې ده.
پاکستان او افغانستان په چین کې د خپلمنځۍ روانې جګړې د پای ته رسولو لپاره خبرې اترې کوي
پاکستان او افغانستان په چین کې د خپلمنځۍ روانې جګړې د پای ته رسولو لپاره خبرې اترې کوي / AP
 

دا ناسته د چین په شمال لویدیځ ښار "ارومچي" کې وروسته له هغې کیږي چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د سه شنبې په ورځ بیجینګ ته سفر وکړ او له خپل چینايي سیال وانګ یي سره یې وکتل. دواړو لورو د امریکا او ایران د مذاکراتو میز ته د راوستلو په برخه کې د اسلام‌اباد پر رول خبرې وکړې او د جګړې د پای ته رسولو لپاره یې یو ګډ پنځه ماده ییز پلان ترتیب کړ.

اسحاق ډار د چهارشنبې په ورځ په داسې حال کې اسلام‌اباد ته راستون شو چې د خپلو ډیپلوماټیکو هڅو لپاره یې د چین ملاتړ له ځان سره درلود. تر دې وړاندې تیره اونۍ په اسلام‌اباد کې د سعودي عربستان، مصر او تورکیې د بهرنیو چارو وزیرانو هم لیده کاته کړي وو.

چین هڅه کړې چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ په زیاتیدونکي کړکیچ کې منځګړیتوب وکړي. بیجینګ سیمې ته یو ځانګړی استازی لیږلی او ژمنه یې کړې چې د "کړکیچ په کمولو کې به رغنده رول" ولوبوي. پاکستان وايي هغه افراطي ډلې په نښه کوي چې سرحدي بریدونه کوي، خو په کابل کې چارواکي د وسله والو پټنځایونه ورکول ردوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت او پوځ، او همدارنګه افغان حکومت تر اوسه د دې خبرو په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي. خو د پاکستان یو لوړپوړي امنیتي چارواکي وویل: "د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د یوه چارواکي په مشرۍ یو پلاوی ارومچي ته تللی ترڅو د افغان طالبانو سره خبرې وکړي. دا ناسته زموږ د چینايي ملګرو په غوښتنه ترسره کیږي."

یو بل لوړپوړي دولتي چارواکي هم د دې خبرو پخلی وکړ او زیاته یې کړه: "دا لیدنه د بشپړو خبرو اترو لپاره د بنسټ ایښودلو په موخه ده."

لومړي چارواکي وویل چې له افغانستان څخه د پاکستان غوښتنې "پر ځای پاتې دي"؛ اسلام‌اباد له کابل څخه غواړي چې د افراطي ډلو په وړاندې "د تایید وړ اقدام" وکړي، د هغوی ملاتړ پای ته ورسوي او ډاډ ورکړي چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد د بریدونو لپاره د اډې په توګه نه کارول کیږي.

'ارامي او زغم'

پاکستان په سیمه کې د چین یو له نږدې شریکانو څخه دی او بیجینګ له دواړو لورو غوښتي چې په دې شخړه کې له "ارامۍ او زغم" څخه کار واخلي.

دا ناسته له هغې وروسته لومړۍ مهمه ډیپلوماټیکه هڅه ده چې د قطر او تورکیې پخواني منځګړیتوبونه د دایمي اوربند په راوستلو کې پاتې راغلل، چې ورسره اسلام‌اباد په افغانستان کې دننه د هوایي بریدونو په ګډون لوی پوځي عملیات پیل کړل.

دا شخړه د فبرورۍ په ۲۶مه، د پاکستان له هوایي بریدونو او ورپسې د افغان ځواکونو له ځمکني غبرګون وروسته زور واخیست. دواړو لورو د کوچني اختر په مناسبت اوربند اعلان کړی و. اسلام‌اباد وايي دا اوربند اوس پای ته رسیدلی، خو تر اوسه د کومې لویې حملې راپور نه دی ورکړل شوی.

دغه اوربند دوه ورځې وروسته له هغه وشو چې پاکستان په کابل کې د معتادینو د درملنې پر یو مرکز برید وکړ، چې افغان چارواکو وویل په کې تر ۴۰۰ ډیر کسان ووژل شول. اسلام‌اباد ادعا کوي چې دا برید یو دقیق عملیات و چې هدف یې "پوځي تاسیسات او د ترهګرو ملاتړیز زیربناوې" وې.

 

وپلټۍ
یو لوړپوړی روسي پلاوی له طالبانو سره د سوداګرۍ او پانګونې په اړه د خبرو لپاره افغانستان ته رسیدلی دی
د کابل د «بالا حصار» کلا دقیقه بیارغونه د افغانستان د دوه زره کلن تاریخ رازونه رابرسېره کوي
کابل پاکستان ته د بې اسناده افغان کډوالو د اېستلو په اړه د امریکا پر پلان اندېښنه ښودلې
افغانستان ویلي دي چې پاکستان په افغانستان کې د عملیاتو پر مهال ملکي وګړي وژلي دي.
د پاکستاني پوځ او افغان ځواکونو ترمنخه یو ځل بیا د نښتو نه خبر ورکړ شوی دی
یوناما په افغانستان کې د طالبانو لخوا د خپل سرو نیولو او خلکو سره د ناوړه چلند په اړه اندیښنه ښودلې
په افغانستان کې حکومت د بي بي سي راډیويي خپرونې بندې کړې.
په جرمني کې یو تن افغان وګړی د پولیسو په ډزو ووژل شو .
فرانسې د طالبانو  له حکومت سره د افغان کډوالو د اېستلو پر سر مالي او تخنیکي خبرې پیل کړې
پاکستان په افغانستان کې پر ۱۰ نقطو د هوایي بریدونو د ترسره کولو خبر ورکړ
پاکستان په افغانستان کې د هوايي برید په ترڅ کې د ۲۸ "ترهګرو" د وژلو ادعا کوي خو کابل يي ردوي
تورکیې د ملي استخباراتو سازمان (MİT) رئیس ابراهیم قالن د رسمي سفر په ترځ کې افغانستان نه لیدنه وکړه
په کابل کې پر یوه تعلیمي مرکز کې د چاودنې له امله  لږ تر لږه ۴۲ ماشومان ټپیان شوي دي.
ملګري ملتونه: د پولې له بندېدو سره سره، تر ۷۰۰ ډېرې د مرستو لارۍ افغانستان ته داخلې شوې
د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې د ماشومانو د خوارځواکۍ بحران لپاره د بېړنیو مرستو غوښتنه کوي
داعش د افغانستان په شمال ختیځ کې د یوه طالب چارواکي د وژلو مسؤلیت پر غاړه واخیست
ملګري ملتونه: "د پاکستان او افغانستان ترمنځ نښتو کې په ۹ میاشتو کې ۴۹۹ افغان ملکي وګړي وژل شوي"
په افغانستان ، پاکستان او هند کې د سختو بارانونو له امله د مړو شمېر مخ په زیاتېدو دی.
په افغانستان کې ناڅاپه سیلابونو لږ تر لږه ۲۰ کسان وژلي او تر ۱۰۰ ډېر نور لادرکه دي
د افغانستان د پارلمان یو پخوانی غړی ظاهر قدیر له کینیا څخه امریکا ته سپارل شوی دی