نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
د ناټو سرمنشي روټه: ناټو به د پولنډ د خاورې له هر سانتي متر څخه دفاع وکړي.
د ناټو سرمنشي مارک روټه د پولنډ د هوايي حریم نقضول «خطرناک» وبلل او ویې ویل: «ناټو به د پولنډ د خاورې له هر سانتي متر څخه دفاع وکړي.»
د ناټو سرمنشي روټه: ناټو به د پولنډ د خاورې له هر سانتي متر څخه دفاع وکړي.
روته / Anadolu Agency (Wire)
 

د پولنډ د «PAP» خبري اژانس د راپور له مخې، روټه د پولنډ پلازمېنې وارسا ته د خپل سفر په ترڅ کې خبریالانو ته وویل، چې د دغه هېواد د هوايي حریم د نقضېدو د پېښې څرنګوالی لا تر اوسه په بشپړه توګه نه دی روښانه شوی او په دې اړه پلټنې روانې دي.

روټه د هوايي حریم نقضېدل «خطرناک» عمل وباله او زیاته یې کړه چې له پولنډي مشرانو سره په دوامداره اړیکه کې دی.

نوموړي پولنډ د ناټو یو پیاوړی متحد وباله او ویې ویل چې دا هېواد غوره پوځي ځواکونه لري؛ هغه ټینګار وکړ چې دا پېښه باید له هر اړخه روښانه شي.

روټه څرګنده کړه چې په اروپا کې د ناټو د متحدو ځواکونو ستر قوماندان الیکسوس ګرینکېویچ به د هغو عناصرو د پېژندلو لپاره اړین اقدامات ترسره کړي چې دفاعي او مخنیونکي سیسټمونه ګواښي، او د اړتیا په صورت کې به اړین بدلونونه هم راولي.

د ناټو سرمنشي د دې پوښتنې په ځواب کې چې آیا په راتلونکي کې به هم د پولنډ هوايي حریم ورته نقض شي او که نه، وویل چې په دې اړه پرېکنده ځواب نه شي ورکولی، خو ټینګار یې وکړ: «ناټو به د پولنډ د خاورې له هر سانتي متر څخه دفاع وکړي.»

هغه په پولنډ کې د امریکا د پوځي اډو د شمېر د زیاتېدو د احتمال په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې دا د پولنډ او متحده ایالاتو ترمنځ خپلمنځي موضوع ده.

روټه زیاته کړه چې امریکا په اروپا کې د خپلو ټولو پوځي ځواکونو پر ځای پر ځای کېدو له سره کتنه کوي او په دې اړه د ځینو معلوماتو شریکول له عامه افکارو سره ممکن نه دي.

د پولنډ د هوايي حریم نقضېدل

پر اوکراین د روسیې د بریدونو پر مهال، د نومبر په ۲۰مه اعلان وشو چې درې توکي د پولنډ هوايي حریم ته داخل شوي او د دغه هېواد پر خاوره راغورځېدلي دي، چې له ډلې یې یو د «Kh-101» ډوله روسي کروز توغندی پېژندل شوی دی.

د ناټو سرمنشي مارک روټه د پولنډ د هوايي حریم نقضېدل «خطرناک» بللي وو او ویلي یې وو چې له دې پېښې وروسته د ناټو جنګي الوتکو الوتنې کړې او متحدین به خپلې دفاعي او مخنیونکې وړتیاوې لا پیاوړې کړي.

د پولنډ لومړي وزیر ډونالډ ټوسک هم ویلي وو چې دوی په بشپړ ډاډ سره پوهېږي چې د دوی هوايي حریم ته داخل شوي او پر خاوره یې راغورځېدلي درې واړه توکي د روسیې اړوند دي، او دا پېښه کېدای شي یو قصدي پاروونکی عمل وي.

 

وپلټۍ
ایران امریکا تورنه کړه چې د بیولوژیکي وسلو د ادعاوو له لارې پر عراق د یرغل «فریب» بیا تکراروي
د تورکیې مرستیال ولسمشر جودت یلمز د ازبکستان له ولسمشر میرضیایف سره لیدنه وکړه
اردوغان: د تورکیې بې‌پیلوټه جنګي الوتکه «قزل‌الما» د دندې په موخه د تورکیې وسله وال پوځ ته وسپارل شو
د امریکا سنا مجلس د ایران د جګړې د پای ته رسولو په خاطر مسوده رد کړه.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
اسرائیلي ځواکونو په مرکزي غزه کې د فلسطینیانو کورونه په بمونو الوزولي .
شي، ټرمپ او پوتین درې اړخیزه غونډه پایته ورسیده.
د غیرقانوني اسرائیلي ښارګوټو اوسیدونکو د پوځ تر ساتنې لاندې د یوسف ع مقبرې باندې چاپه واچوله
د هالنډ د وسلو جوړونې شرکت کارکوونکو اوکراین سره پر روسیه د بې‌پیلوټه الوتکو په بریدونو کې مرسته کړې
د حوثي ملېشو برید په ریاض کې د سعودي عربستان د عامه پانګونې صندوق ودانۍ زیانمنه کړې ده.
ټرمپ وايي، امریکا د ایران جګړې د پای ته رسولو لپاره د چین یا روسیې مرستې ته اړتیا نه لري
ټرمپ د آسیا-پسیفک اقتصادي همکارۍ  سرمشریزې په څنډه کې له شي جین پینګ او پوتین سره جلا جلا لیدنې وکړې
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د چین ولسمشر شي د امریکا د ولسمشر ټرمپ هرکلی وکړ او د چین د «متقابل عمل دود» نه یادونه وکړه.
اردوغان: اسرائیل غزه د «نړۍ پر تر ټولو لوی اجباري کمپ» بدله کړې ده.