منځنی ختیځ
3 د لوستلو دقیقې
په غزه کې د اسرائیلو په بریدونو کې د لږترلږه ۱۰ وژل شویو فلسطینیانو په منځ کې درې ماشومان هم شامل دي
روغتیايي سرچینو ویلي چې په غزه کې د اسرائیلو په بریدونو کې د ۳ ماشومانو په ګډون لږترلږه ۱۰ فلسطینیان وژل شوي، چې دا د روان اوربند د هوکړې وروستی سرغړونه ده.
په غزه کې د اسرائیلو په بریدونو کې د لږترلږه ۱۰ وژل شویو فلسطینیانو په منځ کې درې ماشومان هم شامل دي
په غزه کې د اسرائیلو په بریدونو کې د لږترلږه ۱۰ وژل شویو فلسطینیانو په منځ کې درې ماشومان هم شامل دي

اسرائیلو د غزې په خان یونس او رفح  سیمو بریدونه کړي؛ روغتیايي چارواکو د روان اوربند سره سره د ګڼو کسانو د مړینې خبر ورکړی.

روغتیايي سرچینو ویلي چې په غزه کې د اسرائیلو په بریدونو کې د ۳ ماشومانو په ګډون لږترلږه ۱۰ فلسطینیان وژل شوي، چې دا د روان اوربند د هوکړې وروستی سرغړونه ده.

یوې روغتیايي سرچینې د انادولو خبري اژانس ته ویلي، کله چې یوې اسرائیلۍ بې پیلوټه الوتکې د غزې ښار په لوېدیځ کې یو ملکي موټر په نښه کړ، یو فلسطینی ووژل شو او دوه نور ټپیان شول.

د غزې ښار په 'شېخ رضوان' سیمه کې پر 'العیون' سړک د ملکیانو پر یوې ډلې د اسرائیلي بې پیلوټه الوتکې په برید کې دوه فلسطینیان ووژل شول.

د غزه ښار په سویل 'زیتون' سیمه کې یو شپږ کلن ماشوم هم د هغو ټپونو له امله ساه ورکړه چې د اسرائیلي ځواکونو په ډزو کې ورته رسیدلي وو.

د غزې په سویل کې، د خان یونس لوېدیځ په 'المواسي' سیمه کې د بې ځایه شویو ملکیانو پر یوې خېمې د اسراییلو په هوايي برید کې د یوه پلار، د هغه د زوی او یوه بل ماشوم په ګډون ۴ فلسطینیان ووژل شول او ۱۰ نور ټپیان شول.

د غزې په سویل رفح کې، د بشري مرستو د یوې لارۍ چلوونکی د اسرائیلي ځواکونو لخوا په سر ویشتل شوی او مړی یې په خان یونس کې ناصر روغتون ته لېږدول شوی دی. سیمه ییزو سرچینو ویلي چې قرباني 'احمد ناصر اسلیم' نومېده او هغه مهال وویشتل شو چې په خپله لارۍ کې یې د مرستو بارولو ته انتظار کاوه.

طبي سرچینې زیاته کړې چې یو اته کلن ماشوم هم د هغو ټپونو له امله مړ شوی چې د سه شنبې په ماښام د غزه ښار په 'صبره' سیمه کې پر یوه ملکي موټر د اسراییلو په برید کې ورته رسیدلي وو.

د توپخانې او سمندري ځواکونو بریدونه

په ورته وخت کې، د غزې ملکي دفاع ادارې ویلي چې د غزه ښار په لوېدیځ کې د اسرائیلي کښتیو په ډزو کې یوه ښځه ټپي شوې ده. د هغې د ټپونو د څرنګوالي په اړه نور جزئیات نه دي ورکړل شوي.

سیمه ییزو سرچینو او عیني شاهدانو ویلي چې په مرکزي غزه کې، اسرائیلي پوځ د 'بریج' کډوالو کمپ پر ختیځو او سویلي سیمو څو د توپخانې مرمۍ ویشتلې دي. اسرائیلي ځواکونو د رفح په شمال لوېدیځ 'المواسي' کې هم د بې ځایه شویو کسانو پر خېمو ډزې کړې دي.

د غزې د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر له ۱۰مې راهیسې چې اوربند نافذ شوی، د اسرائیلو په بریدونو کې لږترلږه ۱۰۸۴ فلسطینیان وژل شوي او ۳۴۹۱ نور ټپیان شوي دي.

اسرائیلي پوځ د ۲۰۲۳ کال له اکتوبر راهیسې په یوه نسل وژنه کې له ۷۳،۰۰۰ څخه ډېر فلسطینیان وژلي او له ۱۷۳،۰۰۰ څخه ډېر یې ټپیان کړي دي. دغو بریدونو پراخې ویجاړۍ رامنځته کړې چې د غزې نږدې ۹۰ سلنه ملکي زیربناوې یې زیانمنې کړې دي.

 

وپلټۍ
د تورکیې پر سر د ټرمپ او نتنیاهو اختلاف؛ ټرمپ د F-35 الوتکو د پلور په اړه د نتنیاهو پر نیوکو غصه شوی
ایران په بحرین کې د امریکا پر هوايي هډې د بریدونو د ترسره کولو نه خبر ورکړی دی.
د امریکا او ایران ترمنځ د نښتو د زیاتوالي او د سرې بحیرې د تړل کېدو له ګواښ سره د تېلو بیې لوړې شوې
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر د روسیې-اوکراین جګړې په اړه د استانبول خبرو اترو د دوام غوښتنه وکړه
ایران: "د اهواز د ماشومانو د سرطان روغتون پر شاوخوا د امریکا برید جنګي جنایت دی"
د تورکیې دفاع وزارت: "د قبرس په ټاپو کې د ترکي پوځیانو شتون د سولې، امنیت او ثبات ضمانت دی"
کرملین: "موږ د تورکیې په منځګړیتوب د اوکراین په اړه د خبرو اترو پیلولو ته چمتو یو"
ایران خبرداری ورکوي چې د هرمز تنګی  زمونږ "سره کرښه" ده او تر پایه به مقاومت وکړو
د ایران په پلازمېنه تهران کې د انقلاب په میدان کې د "په تابوت کې د پراته ټرمپ" بلبورډ انځور ځړول شوی
اسرائیل په غزه کې نسل وژنې ته دوام ورکوي. په وروستیو بریدونو کې لږ تر لږه ۱۳ تنو ژوند د لاسه ورکړ
فیدان: د جولای ۱۵مې وښودله چې د تورکیې ملي اراده به هیڅکله د "استبدادي ځواکونو" په وړاندې تسلیم نشي
اوکراین پر سوداګریزو کښتیو  د روسیې په بریدونو کې د  ۳ تنو د وژل کیدو نه خبر ورکړی دی.
ایران په اردن کې د امریکا پر اډو د ډرون الوتکو پراخ بریدونه کړي
ولسمشر اردوغان : د جولای ۱۵ مه یوازې د یوې خاینانه کودتا شنډول نه وو بلکې د ډیموکراسۍ ستره بریا ده