د امریکا استازی ویتکوف په روسیه کې د پوتین سره لیدنه کوي

دا به د پوتین او ویتکوف ترمنځ درېیمه مخامخه غونډه وي.

Trump envoy Witkoff travels to Russia to meet Putin / Reuters

د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ ځانګړی استازی سټیو وټکوف روسیې ته سفر کړی دی. دا خبره د ریا دولتي خبري اژانس د کریملین له قوله کړې ده.

اکسیوس مخکې د یوې سرچینې او د فلایټ راډار له قوله معلومات ورکړي وو چې ، وټکوف روسیې ته سفر کړی او تمه کیږي چې د جمعې په ورځ د ولسمشر ولادیمیر پوتین سره وګوري.

دا لیدنه یوه اوونۍ وروسته له هغې ترسره کېږي چې د روسیې د ملي شتمنیو صندوق مشر او په اقتصادي همکاریو کې د ولسمشر ولادیمیر پوتین ځانګړي استازي  کیریل دیمیتریف، په واشنګټن کې له وټکوف او نورو امریکایي چارواکو سره ولیدل.

روسیې د پوتین او وټکوف وروستۍ لیدنه مثبته بللې وه، ویلې یې و چې د روسیې ولسمشر د استازي خبرې واورېدې او د ټرمپ لپاره یې مهم معلومات د هغه له لارې واستول.

د پنجشنبې په ورځ، د امریکا یوه پلاوي په استانبول کې د روسیې په  قونسلګرۍ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سفارتونو د عملیاتو د عادي کولو لپاره خبرې وکړې.

د روسیې پلاوي مشري د امریکا لپاره د روسیې سفیر الکساندر دارچییف کوله، په داسې حال کې چې د امریکا پلاوي مشري د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیالې سوناتا کولټر په غاړه درلوده.

د غونډې نه مخکې، دارچییف اعلان وکړ چې په څو مسایلو کې لا دمخه پرمختګ شوی دی.

هم مسکو او هم واشنګټن په وروستیو کلونو کې د خپلو ډیپلوماتانو لپاره د اسنادو ترلاسه کولو په ستونزو شکایت کړی، چې د سفارتونو عملیات یې خورا ستونزمن کړي دي.